ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 217

پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل ۴۶ مې کلېزې په تړاو د اسلامي امارت اعلامیه!

له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه نېټه د وخت شوروي اتحاد د افغانستان پر پاک حریم تجاوز او یرغل وکړ او خپل زرګونه اشغالګر پوځونه يې زموږ خاورې ته را دننه کړل.

د لس کلن اشغال او خورا سترو ظلمونو په پایله کې يې زموږ هېواد له هرې خوا زیانمن کړ، میلیونونه افغانان يې له خپل هېواد څخه هجرت ته مجبور، شهیدان او معیوب کړل؛ خو لله الحمد پر وړاندې يې زموږ غیورو او مسلمانو خلکو په میړانه جهاد وکړ، چې په پایله کې يې وروسته له لسو کلونو څخه شوروي سرو لښکرو په افغانستان کې د الله جلا جلاله په نصرت سره ستره ماتې وخوړه او زموږ مظلوم خلک يې له شر او اشغال څخه خلاص شول.

د تاریخ دغه ستره پيښه له یوې خوا دا پيغام لري، چې باید د نړۍ هېڅ مغرور ځواک د افغانستان مسلمانو او غیورو خلکو په ایمان، ننګ او پخه اراده باندې شک ونه لري.

همدا ډول ثابتوي، چې زموږ خلک که هر څومره مظلوم او بېچاره واقع شي، خو د خپل رب جل جلاله د حکم (جهاد) په عملي کولو او د اشغال څخه د خپل وطن د خلاصولو او فتحه کې روڼ تاریخ لري، چې په نږدې يوه پيړۍ کې د درېیو سترو قوتونو د اشغال څخه خلاصون فتحه او د هغوی مفتضحانه ماتې دا ستر حقیقت روښانه کوي.

اسلامي امارت په داسې حال کې چې زموږ په حریم باندې د پخواني شوروي اتحاد یرغل یوځل بیا غندي، پر خلکو غږ کوي، چې د خپلې خاورې د ازادۍ او خپلواکۍ د ساتنې لپاره تل چمتو واوسي او هېچاته اجازه ورنه‌کړي، چې زموږ د اسلامي نظام، عقیدې، هېواد ، ارزښتونو او خلکو پر وړاندې شومې دسیسې او ناسمې ارادې عملي کړي.

 اسلامي امارت به شپه او ورځ د خپلو دیني ارزښتونو، اسلامي نظام، وطن او مسلمانانو د دفاع او تحفظ لپاره خدمت او هڅو ته دوام ورکوي. ان شاءالله تعالی


د افغانستان اسلامي امارت

بهرنیو چارو وزارت سوریه کې پر یو جومات پرونی برید په کلکو ټکو غندلی

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سوریې حمص ښار پر یوه جومات د تېرې ورځې برید چې پکې درې تنه وژل شوي او لسکونه نور ټپیان شوي، په کلکو ټکو غندلی.

بهرنیو چارو وزارت دغه راز د سوریې حکومت او خلکو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کړي.

په تېره میاشت کې د نږدې ۲۵۰۰ بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په لېندۍ میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۴۹۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

ثبت شوي ارقام ښیي، چې په یاده موده کې د ۴۳ ښځینه‌وو په ګډون یو زر او ۳۲۰ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۶ ښځینه‌وو په ګډون، یو زر او ۱۷۸ نور له هېواده وتلي دي.

له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري چې یو زر او ۳۰۵ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۱۵ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له ډلې یې ۱۹۶ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر (۹۱۹) بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۳۰۸ تنه د هرات له بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور د فاریاب اقینې بندر، د بلخ هوايي ډګر او حیرتان بندر له لارې هېواد ته راغلي دي.

امریکا کې د یوه وسله‌وال کس په برید کې درې تنه ټپیان شوي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا په ایداهوي ایالت کې د یوه وسله‌وال کس په برید کې درې تنه ټپیان شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، په دې برید کې دوه ښځې او یو پولیس ټپي شوی او بریدګر هم په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.

د جدي شپږمه؛ د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ

۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو لومړنیو قطعاتو د هېواد په شمال کې د حیرتان بندر له لارې پر افغانستان ځمکنی او هوايي یرغل وکړ. د وخت مشر حفیظ الله امین یې وواژه او ببرک کارمل یې د واک پر ګدۍ کېناوه.

پخوانی شوروي اتحاد خپلو بریاوو او دورغجن ویاړ دومره مغرورو کړی وه، چې له خپلې بریا پرته یې بل هېڅ هم نه لیدل.

دوی پر خپل قدرت دومره ډاډه وو، چې هر څه یې مخکې تر مخکې د ځان په ګټه تعبیرول او هر وخت یې پر خپلې زورواکۍ تمرکز کاوه.

د دوی د راج او عروج ستوری هغه وخت ولوېد، چې د اسیا په زړه کې پر ویده زمري یې یرغل وکړ.

شوروي اتحاد له داسې چا سره په جګړه کې ښکېل شو، چې زرګونه کلن زرین تاریخ او پیاوړې عقیده یې لرله.

دوی ټول وخت پر خپل دین او ایمان سر اېښی او د عقیدې پر بنسټ یې جګړه کړې او ګټلې وه.

دا سرمست او له تاریخه ناخبر ځواکونه په ډېر غرور د اسیا په زړه را ننوتل، د یوه پیاوړي او قوي ولس د یرغمل کولو نیت یې درلود او تل یې تر خپل واک لاندې راوستل غوښتل. خو دوی نه و خبر، چې له دې خاورې انګرېزان، مغول، ایراني ګرګین او د نړۍ زبرځواکونه ټیټې سترګې تللي. د دوی زړه ته نه لوېده، چې د اسیا زړه به یې د امپراتورۍ د ماتې او ټوټې کېدو پیلامه وي.

شوروي ولې پر افغانستان یرغل وکړ؟

۱- تودو اوبو ته د رسېدو خیال پلو او ستراتیژیکې ګټې

۲- د خلق ګوند خپلمنځي ژور اختلافات

۳- پر حفیظ الله امین بې باوري

۴- بې تجربې دولتداري او د ملي ملاتړ نشتوالی

۵- له مجاهدینو وېره

۶- په زور پر نورو د خپلې اېډیالوژۍ تحمیل

۷- پر خپل ګاونډ کې د اسلامي کمربند مخنیوی

د سرو لښکرو ظلمونه او ستمونه:

سرو لښکرو له راتګ سره سم بې دریغه زورزیاتي، ظلمونه او وحشتونه پیل کړل او په افغان خاوره یو ځل بیا د وینو سېلابونه جاري شول.

دا ورځ د هېواد په تاریخ کې د بې ساري بدبختیو او ناخوالو پیلامه ده. د شوري یرغل پر افغانستان د جګړې د اور بلولو پیل شو، چې څو لسیزې دا بې اسرې ولس پکې وسوزېد او هر څه یې له لاسه ورکړل.

 په هېواد کې شوروي ظلمونو هر اړخیزه بڼه درلوده. له انساني تلفاتو نیولې بیا تر ټولنیزو، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او هر اړخیز زیانونه د شوروي د فزیکي او معنوي تېري زېږنده دي.

د هېواد په تعلیمي نصاب کې لاسوهنې وشوې. کتابونه د شوروي سلیقې سره سم عیار شول او په لسګونو جلدونو چاپولو سره یې افغانستان له اقتصادي اړخه پر ملا مات کړ.

له سیاسي اړخه تر ټولو لومړی یو ګوندیز سیستم حاکم و. دولت په ټوله مانا سوسیالیستي دیکتاتور او د مذهب او ملت پر ضد و.

له اقتصادي اړخه نظام اصلاً د کمونیستي ايډیالوژۍ پر بنسټ را منځته شوی و. شخصي ملکیتونه له ګواښ سره مخ و. په افغانانو یې یو ځانګړی اقتصادي نظام له خپلو ټولو بدیو سره وتپه. د خلکو ځمکې یې پر خلکو ووېشلې او پر خپلو کې یې په جنګ اخته کړل.

ټولنیزه شیمه هغه وخت له منځه ولاړه، چې د خلکو دیني او ملي ارزښتونه وګواښل شول، د ملت ډېری برخه خلک له هېواده وشړل شول او ډېری یې بیا د زندانو د تورو دېوالو شا ته شپې او ورځې تېرولې.

د شوروي اتحاد د فکري او پوځي یرغل په ټولو دورو کې په مجموعي توګه یو نیم میلیون افغانان شهیدان او په لکونو معیوبان شول. دغه بدمرغه یرغل په لکونو ښځې کونډې او ماشومان یتیمان کړل.

د شوروي اتحاد شرمېدلې ماتې:

سرو لښکرو داسې انګېرلې وه، چې افغانستان به هم د نورو هېوادونو په څېر خپله مستعمره او د خپلې جغرافیې برخه وګرځوي، خو دوی د افغان ویاړلو او پیاوړلو شازلمو له لوري له جدي غبرګون سره مخ شول او د وخت فرعون ماتې وخوړه.

زمونږ ملت یوازې شوروي لښکرې نه بلکې شوروي تاریخ او کمونیستي ایډیالوژي داسې شرمیدلي مات کړل، چې نور به یې یوازې په زړو یادښتونو کې کیسې لولو.

د سرو لښکرو په ماتې سره یوه ستره امپراتوري په ګونډو شوه او د افغانانو د جهاد او سرښندنو په پایله کې ډېری نور هېوادونه هم د وخت د جابر له ستم په امن او خلاص شول.

 د افغان ملت دا سرښندنې او مېړانې د هېواد په تاریخ کې په زرینو کرښو ثبت شوې دي.

شوروي تلفات:

شورویانو ته افغان جګړه ډېره درنه تمامه شوه. د دوی پوځ، ټکنالوژي او زیاته اندازه پیسې مصرف شوې.

یوه مسلمان ملت ته یې جګړه وبایلله او نړیوال باور یې زیانمن شو. شاوخوا د لسو کلونو وروسته یې منظم پوځ ټوټه، ټوټه شو، څوک ووژل شول او ډېری یې معیوبان شول.

د دوی له قوله پخواني شوروي اتحاد ۱۴ زره او ۴۵۳ کسانو تلفات ورکړي. ۱۹۵ پوځي مشاورین، متخصصین، کارپوهان او ژباړونکي وژل شوي او په زرګونو نور په معیوب او په رواني ناروغیو اخته او بې شمېره وسایط یې تخریب شوي وو.

زلنسکي د اوکراین او روسیې د جګړې پای ته رسولو په موخه د خبرو لپاره سبا له ټرمپ سره لیدنه کوي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي اعلان کړی، چې غواړي سبا ( یک شنبه، د ډسمبر۲۸مه) د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په فلوریدا کې د اوکراین او روسیې د جګړې پای ته رسولو په موخه لیدنه وکړي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، زلنسکي د دې لیدنې په اعلان کولو سره زیاته کړي، کولای شي چې د نوي میلادي کال له پیل وړاندې پر زیاتو مهمو مسایلو تصمیم ونیسي.

زلنسکي زیاته کړې، چې د اوکراین او امریکا ترمنځ د امنیتي تضمین تړون نږدې بشپړ شوی او د سولې د ۲۰ مادو لرونکې طرحې مسوده هم ۹۰ سلنه بشپړه شوې ده.

په ورته وخت کې ټرمپ ویلي:« تر څو چې زه کوم شی تایید نه کړم، زلنسکي کار نه شي کولای»

نورالدین عزیزي په کندهار کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره له نښه شوې ځمکې څخه لیدنه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ په دې ولایت کې د نویو صنعتي ښارګوټو د جوړولو لپاره له نښه شوې ځمکې څخه لیدنه کړې ده. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې ښاغلي عزیزي د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د دې ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې ۱۰ زره جریبه او د کندهار هوایي ډګر ته نږدې ۷ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه ارزولې ده.

چین پر ټایوان د ناقانونه وسلو د پلور له امله پر ۳۰ امریکایي شرکتونو او وګړو بندیز لګولی

د چین د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ (جمعه، ډسمبر ۲۶ مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې پر ټایوان د واشنګټن د وسلو د پلورولو په مقابل کې يې د امریکا پر دفاعي شرکتونو او مسوولینو بندیز لګولی دی.

د چینايي رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه بندیز کې د امریکا له پوځ سره تړلي ۲۰ شرکتونه او د هغوی ۱۰ لوړپوړي مسولین شامل دي.

دا ګام د بیجینګ له لوري د واشنګټن د هغه ۱۱.۱ میلیارد ډالري بستې پر وړاندې د غچ‌اخیستنې په توګه ترسره شوی، چې ټایوان ته ځانګړې شوې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکا دا اقدام د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده او د دې هېواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د کمزورې کولو هڅه بلل کېږي