۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو لومړنیو قطعاتو د هېواد په شمال کې د حیرتان بندر له لارې پر افغانستان ځمکنی او هوايي یرغل وکړ. د وخت مشر حفیظ الله امین یې وواژه او ببرک کارمل یې د واک پر ګدۍ کېناوه.
پخوانی شوروي اتحاد خپلو بریاوو او دورغجن ویاړ دومره مغرورو کړی وه، چې له خپلې بریا پرته یې بل هېڅ هم نه لیدل.
دوی پر خپل قدرت دومره ډاډه وو، چې هر څه یې مخکې تر مخکې د ځان په ګټه تعبیرول او هر وخت یې پر خپلې زورواکۍ تمرکز کاوه.
د دوی د راج او عروج ستوری هغه وخت ولوېد، چې د اسیا په زړه کې پر ویده زمري یې یرغل وکړ.

شوروي اتحاد له داسې چا سره په جګړه کې ښکېل شو، چې زرګونه کلن زرین تاریخ او پیاوړې عقیده یې لرله.
دوی ټول وخت پر خپل دین او ایمان سر اېښی او د عقیدې پر بنسټ یې جګړه کړې او ګټلې وه.
دا سرمست او له تاریخه ناخبر ځواکونه په ډېر غرور د اسیا په زړه را ننوتل، د یوه پیاوړي او قوي ولس د یرغمل کولو نیت یې درلود او تل یې تر خپل واک لاندې راوستل غوښتل. خو دوی نه و خبر، چې له دې خاورې انګرېزان، مغول، ایراني ګرګین او د نړۍ زبرځواکونه ټیټې سترګې تللي. د دوی زړه ته نه لوېده، چې د اسیا زړه به یې د امپراتورۍ د ماتې او ټوټې کېدو پیلامه وي.
شوروي ولې پر افغانستان یرغل وکړ؟
۱- تودو اوبو ته د رسېدو خیال پلو او ستراتیژیکې ګټې
۲- د خلق ګوند خپلمنځي ژور اختلافات
۳- پر حفیظ الله امین بې باوري
۴- بې تجربې دولتداري او د ملي ملاتړ نشتوالی
۵- له مجاهدینو وېره
۶- په زور پر نورو د خپلې اېډیالوژۍ تحمیل
۷- پر خپل ګاونډ کې د اسلامي کمربند مخنیوی

د سرو لښکرو ظلمونه او ستمونه:
سرو لښکرو له راتګ سره سم بې دریغه زورزیاتي، ظلمونه او وحشتونه پیل کړل او په افغان خاوره یو ځل بیا د وینو سېلابونه جاري شول.
دا ورځ د هېواد په تاریخ کې د بې ساري بدبختیو او ناخوالو پیلامه ده. د شوري یرغل پر افغانستان د جګړې د اور بلولو پیل شو، چې څو لسیزې دا بې اسرې ولس پکې وسوزېد او هر څه یې له لاسه ورکړل.
په هېواد کې شوروي ظلمونو هر اړخیزه بڼه درلوده. له انساني تلفاتو نیولې بیا تر ټولنیزو، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او هر اړخیز زیانونه د شوروي د فزیکي او معنوي تېري زېږنده دي.
د هېواد په تعلیمي نصاب کې لاسوهنې وشوې. کتابونه د شوروي سلیقې سره سم عیار شول او په لسګونو جلدونو چاپولو سره یې افغانستان له اقتصادي اړخه پر ملا مات کړ.
له سیاسي اړخه تر ټولو لومړی یو ګوندیز سیستم حاکم و. دولت په ټوله مانا سوسیالیستي دیکتاتور او د مذهب او ملت پر ضد و.
له اقتصادي اړخه نظام اصلاً د کمونیستي ايډیالوژۍ پر بنسټ را منځته شوی و. شخصي ملکیتونه له ګواښ سره مخ و. په افغانانو یې یو ځانګړی اقتصادي نظام له خپلو ټولو بدیو سره وتپه. د خلکو ځمکې یې پر خلکو ووېشلې او پر خپلو کې یې په جنګ اخته کړل.
ټولنیزه شیمه هغه وخت له منځه ولاړه، چې د خلکو دیني او ملي ارزښتونه وګواښل شول، د ملت ډېری برخه خلک له هېواده وشړل شول او ډېری یې بیا د زندانو د تورو دېوالو شا ته شپې او ورځې تېرولې.
د شوروي اتحاد د فکري او پوځي یرغل په ټولو دورو کې په مجموعي توګه یو نیم میلیون افغانان شهیدان او په لکونو معیوبان شول. دغه بدمرغه یرغل په لکونو ښځې کونډې او ماشومان یتیمان کړل.
د شوروي اتحاد شرمېدلې ماتې:

سرو لښکرو داسې انګېرلې وه، چې افغانستان به هم د نورو هېوادونو په څېر خپله مستعمره او د خپلې جغرافیې برخه وګرځوي، خو دوی د افغان ویاړلو او پیاوړلو شازلمو له لوري له جدي غبرګون سره مخ شول او د وخت فرعون ماتې وخوړه.
زمونږ ملت یوازې شوروي لښکرې نه بلکې شوروي تاریخ او کمونیستي ایډیالوژي داسې شرمیدلي مات کړل، چې نور به یې یوازې په زړو یادښتونو کې کیسې لولو.
د سرو لښکرو په ماتې سره یوه ستره امپراتوري په ګونډو شوه او د افغانانو د جهاد او سرښندنو په پایله کې ډېری نور هېوادونه هم د وخت د جابر له ستم په امن او خلاص شول.
د افغان ملت دا سرښندنې او مېړانې د هېواد په تاریخ کې په زرینو کرښو ثبت شوې دي.
شوروي تلفات:

شورویانو ته افغان جګړه ډېره درنه تمامه شوه. د دوی پوځ، ټکنالوژي او زیاته اندازه پیسې مصرف شوې.
یوه مسلمان ملت ته یې جګړه وبایلله او نړیوال باور یې زیانمن شو. شاوخوا د لسو کلونو وروسته یې منظم پوځ ټوټه، ټوټه شو، څوک ووژل شول او ډېری یې معیوبان شول.
د دوی له قوله پخواني شوروي اتحاد ۱۴ زره او ۴۵۳ کسانو تلفات ورکړي. ۱۹۵ پوځي مشاورین، متخصصین، کارپوهان او ژباړونکي وژل شوي او په زرګونو نور په معیوب او په رواني ناروغیو اخته او بې شمېره وسایط یې تخریب شوي وو.

