ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 218

لوګر کې له ۱۳۰۰ راستنو شویو کورنیو سره د څه باندې ۲۲ میلیونو افغانیو په ارزښت نغدي مرستې وشوې

د افغاني سرې میاشتې ټولنې لوی رییس شیخ شهاب‌الدین دلاور لوګر ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې له پاکستان څخه هېواد ته د راستنو شویو ۱۳۰۰ کډوالو او کورنیو سره د نغدي مرستو د وېش په موخه په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.

په یادو مراسمو کې شیخ شهاب‌الدین دلاور وویل، اسلامي امارت د وروستیو راستنو شویو کورنیو ملاتړ ته ژمن دی او زیاته یې کړه، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د کابینې غړو ته سپارښتنه کړې، څو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کډوالو د استوګنې لپاره ځمکې ځانګړې او ښارګوټي پرې جوړ کړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو له مخې، د دغو مرستو ټولیز ارزښت ۲۲ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانۍ دی، چې له مخې یې د هرې راستنې شوې کورنۍ استازي ته ۱۷ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د نغدي مرستو دا لړۍ د سرې میاشتې د نړیوالې ټولنې په مالي ملاتړ په لوګر او غزني ولایتونو کې پر زرګونو کډوالو او راستنو شویو کورنیو پیل شوې، چې موخه یې د هغوی لاسنیوی او د شته ستونزو کمول ښودل شوي دي.

د پروان – کوه صافي ۲۰ کیلومتره سړک د لومړي لاټ چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په دې مراسمو کې د یاد ولایت والي مفتي محمد ادریس انوري، د ټولګټو رییس مولوي عزت‌الله عارف، سیمه‌ییز مسولینو او قومي مشرانو ګډون درلود.

د ټولګټو وزارت په وینا، یاد سړک د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ځانګړي حکم پر بنسټ د وزارت په پلان کې شامل شوی، او د رغنیزو چارو قرارداد یې د وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د دې پروژې کار به د شاوخوا ۲۵ کاري میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

همدرانګه د دغې پروژې د پلي کېدو له پیل سره د سیمې اوسېدونکو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د سړک په بشپړېدو سره به د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو لېږد ـ رالېږد او همدارنګه د خلکو د تګ راتګ ستونزې په بشپړه توګه هوارې شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۴هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۴هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۰) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۷) کورنیو سره ټولې (۱۳۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۲۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۶)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۱۶۴)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴)کورنیو سره ټولې (۳۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۶۴۰)تنه راستانه شوي کډوال  تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته (۴)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې (۷۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۷۴)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۴۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵۴)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۴۸۷۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۰)کورنیو سره ټولې (۶۰۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۱۸۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته (۶۴)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې (۵۱۶)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۲۸۴۱)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۶۵۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۵۷۱)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۸۱۰۸۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۸۵)کورنیو سره ټولې (۵۶۹۸۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته (۶۴۱)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.            

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۲۰۷)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۲۰)تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۸۵۳۶۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال :             (۶۳۲)کورنۍ او (۳۴۰۱)وکړي

لېږدول شـوي کډوال :             (۹۰۴)کورنۍ او (۵۰۴۵)وکړي  

مرسته شوي کډوال :              (۷۷۶)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          (۷۰۹)عــــدده

شمالي کوریا توغندیو جوړولو ته دوام او  پراختیا ورکوي

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د دغه هېواد د وسلو له مهمو تصدیو څخه د لیدنې پرمهال ویلي، چې شمالي کوریا به د راتلونکو پینځو کلونو پر مهال د توغندیو تولید او جوړولو برخې ته پراختیا او دوام ورکړي.

کیم جونګ اون د دغې لیدنې پر مهال د شمالي کوریا د توغندیو او مرمیو د تولید سکتور د جګړې د مخنیوي ځواک د پیاوړتیا لپاره ارزښتناک بللی دی.