ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 219

له ذاکر جلالي سره د ترکیې د نوي شارژدافیر لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوي

کابل کې د ترکیې سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان لپاره د دې هېواد نوي شارژدافیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي سره لیدنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

په هرات کې د برېښنا د نهو مهمو پروژو د پيل او ګټې اخيستنې مراسم ترسره شول

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د ۳.۹۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا نهو لویو پروژو څخه د څلورو د چارو د پيل پرانېستې او د پینځو نورو د ګټې اخيستنې مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال دغه پروژې د افغانستان د صنعتي او اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې او وې ویل، د یادو پروژو پر مټ به د هرات ولایت ټولو صنعتي پارکونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره، سوداګریز مرکزونه، کلیوالي سیمې او استوګنیز مرکزونه به له برېښنا برخمن او په کور دننه به د باثباته برېښنا خاوندان شو.

ملا عبدالغني برادر اخوند همدا ډول ټولو هغو پانګوالو ته چې د سړو خونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي زېری ورکړ، چې له یوې خوا به ورته پینځه کلن مالیات معاف کړي او په ورته وخت کې به د افغانستان برېښنا شرکت په هر ډول حالاتو کې دوی ته دایمي برېښنا هم ورسوي.

دغه‌راز نوموړي له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه استفاده وکړي.

د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال همدارنګه له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې له افغانستان سره د محدودونکو سیاستونو پر ځای تعاملي سیاستونه غوره او د دغه هېواد ننني امنیتي ثبات ته د یو مهم فرصت په سترګه وګوري.

نوموړي زیاته کړه، نړیوال دې له اسلامي امارت څخه پر ارزښتونو د تعامل کولو تمې نه کوي.

ښاغلي برادر وويل، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره متوازن سیاست غوره کړی او ټول تمرکز یې د افغانستان پر اقتصادي وده، امنیتي ثبات او غوره حکومتولۍ دی.

په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند د قراردادي شرکتونو له مسولینو او تخنیکي ټیمونو څخه وغوښتل، چې د نویو پیل شویو پروژو چارې په پوره کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې له ترکمنستان څخه د ۱۳۰ کیلومټرو په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلو ولټ لین غځول او په کرُخ، پښتون زرغون، اوبې او چشت شریف ولسوالیو کې د څلورو سب‌ سټېشنونو جوړول هغه پروژې دي، چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو پروژو له لارې ۴۰ زره کورنیو ته برېښنا رسول کېږي او همدارنګه په نویو پيل شويو پروژو کې د پُل هاشمي سب‌ سټېشن جوړول، د ۲۴ حوت شهیدانو سب‌ سټېشن پراختیا، د نورالجهاد سب‌ سټېشن د بې لین ایجاد او همداراز د پُل هاشمي، نورالجهاد او د ۲۴ حوت شهیدانو سب‌ سټېشنونو ترمنځ د برېښنا انتقالي لین غځول شامل دي.

مولوي فضل محمد حقاني په چابهار کې د افغان سوداګرو او پانګوالو له سوداګریزو مرکزونو لیدنه وکړه

‏په تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني، د چابهار ازادې سیمې ته د سفر په ترڅ کې د افغان سوداګرو او پانګوالو له سوداګریزو مرکزونو او واحدونو څخه لیدنه وکړه.
‏د یادونې وړ ده، چې مولوي محمد حقاني د دغه سفر پرمهال د چابهار ازادې سیمې له مسولینو سره په لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې وې.

ډونالډ ټرمپ: نایجریا کې مو پر داعش مرګونی برید ترسره کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې تېره شپه د امریکا پوځ د نایجریا په شمال لویدیځ کې د داعش پر موخو او مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.
ټرمپ په ټروت سوشیل کې لیکلي: ” امریکا د نایجریا په شمال لوېدیځ کې پر داعش ترهګرو قوي او مرګونی برید ترسره کړ.”
ورته مهال د نایجریا د بهرنیو چارو وزارت هم د دغو بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه بریدونو د نایجریا حکومت په همکارۍ او همغږۍ ترسره شوي دي.

MCC کمپنۍ د مس عینک د تاریخي سیمو د ژغورنې په اړه چمتو شوی پلان د هنر او کلتور له مرستیال سره شریک کړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د چینايي (MCC) کمپنۍ مسولينو د لوګر ولایت اړوند د مس عینک سیمې د مسو ستر کان د استخراج د طرحې ترڅنګ په یاده ساحه کې د شته تاریخي سیمو او فرهنګي اثارو د ژغورنې په اړه چمتو شوی پلان او تحقیقات د دې وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزيزي سره شريک کړل.

په دې ناستې کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې رییس انجنیر حمیدالله حبیبي، په کابل کې د چین سفارت اقتصادي مرستیال او د MCC کمپنۍ مسولینو ګدون درلود.

د ناستې په ترڅ کې د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د مس عینک د اقتصادي اهمیت ترڅنګ د یادې ساحې تاریخي او فرهنګي حقائق هم په ګوته کړل او ټینګار یې وکړ، چې د مسو کان د پروژی د استخراج سره هم مهاله باید د تاریخي اثارو ساتنې ته جدي پاملرنه وشي او د احتمالي ستونزو په برخه کې مشترک او اړین تدابیر په پام کې ونیول شي.

دغه‌راز نوموړي د اثارو پر اهمیت د ټينګار ترڅنګ وويل، د تاریخي میراثونو ساتنې ته باید د ملي او نړیوالو قوانینو سره سمه پاملرنه وشي.

په افغانستان کې د چین سفارت اقتصادي مرستیال د تاریخي اثارو د ساتنې د ګډ مسولیت پر اهمیت خبرې وکړې او  یادونه یې وکړه، چې د مس عینک سیمه د چین او افغانستان د تاریخي اړیکو لپاره هم ستر اهميت لري، له دې امله باید د دې سیمې د تاریخي اثارو ساتنه یوازې د یو هېواد نه؛ بلکې د دواړو هېوادونو ګډه دنده وي.

همدارنګه د MCC کمپنۍ استازو د کان د استخراج د طرحې ترڅنګ د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره هم خپل ترسره کړي تحقیقات او مسلکي موندنې د یوه پريزنټيشن په شکل د ناستې ګډونوالو ته وړاندې کړې او ژمنه یې وکړه، چې بشپړ معلوماتو به يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له تخنیکي کمېټي سره شریک کړي.

د هنر او کلتور مرستيال د اطلاعاتو او کلتور وزارت، MCC کمپنۍ او د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ د ګډې کاري هوکړې شتون اړین وباله.

ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د پامیر المونیمي قطیو تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده


د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د هرات ولایت په صنعتي پارکونو کې د پامیر المونیمي قطیو تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.

د ریاست‌ الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، دا په افغانستان کې د المونیمي قطیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیونه ډالر پانګونه پکې کېږي.

د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه جوړېږي او یو زر او۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه برابر کړي.

خلیفه سراج الدین حقاني: که څه هم په امکاناتو کې کمزوري یو، خو ایمان او عزم مو پیاوړی دی

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د پولیسو د فراغت په غونډه کې ویلي، چې مشرتابه هڅه کوي د رامنځته کېدونکو ستونزو لپاره معقول حل‌لارې او تګلارې رامنځته کړي، څو له نړۍ سره د غلط فهمۍ سبب نه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې اوسنی افغانستان د دوحې هوکړې ته ژمن دی او هېڅ هېواد ته ترې ګواښ نه متوجه کېږي.

ښاغلي حقاني ویلي، دا نظام دومره بې‌کفایته او کمزوری نه دی، چې د خپل ولس پوښتنه ونه‌شي کړای.

د نوموړي په وینا، د شته ستونزو په تړاو د خبرو دروازې تړلې نه دي او حکومت د ستونزو د حل لپاره د معقولې او مشروع لارې په لټه کې دی.

د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د خبرو له لارې غواړي ستونزې، بې‌اعتمادي او یا هم غلط فهمۍ هوارې کړي.

خلیفه سراج‌الدین حقاني زیاته کړې، چې دوی د مقابلې امتحان ورکړی، که څه هم په امکاناتو کې به کمزوري یو، خو ایمان او عزم مو  پیاوړی دی.

همدرانګه نوموړي ولس ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې تشویش دې نه کوي او خپل یووالي دې همداسې وساتي؛ لکه څنګه چې ۲۰ کلنې جهادي دوره کې الله تعالی زموږ د سپېڅلې عقیدې نصرت وکړ، اوس به مو هم نصرت وکړي.

د پلازمېنې کابل سربېره په فارياب او بلخ ولايتونو کې د ولسواليو په کچه غونډې ترسره شوې

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د ولسواليو په کچه د اسلامي اخوت او خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې جوړيدونکو غونډو په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په سروبي ولسوالي مرکز اوزبين، د فارياب ولايت په اندخوی او شيرين تګاب، د بادغيس په قلعه نو، د پروان په شيخ علي او سالنګ ولسوالي او د بلخ ولايت په مارمل ولسوالي کې  له ولسي خلکو، علماوو او قومي مشرانو سره په بېلا بېلو وختونو کې لويې ولسي غونډې ترسره شوې.

د دغو غونډو پر مهال مسولينو د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه‌ الله هغه فرمان ولوست، چې د سيمه ‌ييزو ناوړه دودونو او رواجونو د مخنيوي په اړه صادر شوی دی.

دوی له خلکو وغوښتل، چې د ياد فرمان د عملي کولو په برخه کې خپل مسوليت ادا کړي او د اسلامي اصولو په پلي کولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

مسولينو همداراز ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د هرې لويې او وړې ستونزې د حل لپاره يې شپه او ورځ هڅې کوي او دا خپل  ايماني، اسلامي او هېوادنی مسوليت ګڼي.

قومي مشرانو د غونډو پر مهال په خپلو ويناوو کې د اوسني نظام له خدمتونو مننه وکړه او ياد نظام يې د هېواد د ثبات، امنيت او ولسونو د خونديتوب لپاره مهم وباله.

دوی له مسولينو مننه وکړه، چې د ولس غږ ته غوږ نيسي او د خلکو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال نورستان ته سفر کړی

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ستر پاسوال محمد ابراهیم صدر د یو پلاوي په ملتیا نورستان ولایت ته رسمي سفر کړی.

یاد وزارت وایي، چې د ياد سفر په ترڅ کې، ستر پاسوال ښاغلی صدر له ولایتي مسولینو، علماوو، قومي مخورو او ولسي خلکو سره غونډه کړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین د لارښوونو په رڼا کې یې مهمې سپارښتنې شریکې کړې دي.

په دې غونډه کې د نورستان والي قاري زین العابدین عابد، د یاد ولایت امنیه قومندان مل پاسوال اختر محمد مزمل، د نورستان او لغمان ولایتونو مرستیالانو، ملکي او نظامي مسولینو، ولسوالانو، علماوو، قومي مخور او ولسي وګړو ګډن کړی وو.

په پیل کې د نورستان والي قاري زین العابدین عابد ویلي، چې په یاد ولایت کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی او د امنیتي او ملکي ادارو ترمنځ ښه همغږي شتون لري.

وروسته، ستر پاسوال محمد ابراهیم صدر د مشرتابه د لارښوونو په رڼا کې پر یو لړ مهمو موضوعاتو ټینګار کړی، چې پکې د نشه‌یي توکو پر وړاندې جدي مبارزه، له قومي تعصب او تفرقې څخه ځان ساتل، د یو ارګان په چارو کې د بل ارګان نه مداخله، د سیرت او صورت اصلاح، د امنیتي ځواکونو منظم او مسلکي چلند، د رسمي یونیفورم کارول، د رسمي وخت پر مهال د ځیرک موبایل نه استعمال او له ولس سره ښه او نرم چلند شامل وو.

دغه‌راز نوموړي د ولس د همکارۍ او قربانیو ستاینه کړې او مسولینو ته یې سپارښتنه کړې، چې د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي صدر زیاته کړې، چې مسولین باید ولسوالیو ته سفرونه وکړي، د ولس له ستونزو ځان خبر کړي او د حل لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي.

همدارنګه په غونډه کې د قومونو په استازیتوب شيخ محمد نور او حافظ عبدالقیوم ویناوې کړې دي.

دوی د نورستان والي د ښه رهبریت ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې په دې ولایت کې د ابادۍ او پرمختګ لپاره کوټلي ګامونه اخیستل شوي دي.

دغه‌راز دوی د نورستان ولسونو ستونزې او غوښتنې هم شریکې کړي او ډاډ یې ورکړی، چې د یاد ولایت ولسونه د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ دي او د نظام د دفاع لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو دي.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلي ستر پاسوال ملا محمد ابراهیم صدر د خپل سفر په ترڅ کې د نورستان والي، امنیه قومندان، د امنیتي ادارو مسولینو، علماوو او قومي مشرانو سره جلا ـ جلا لیدنې او ناستې هم ترسره کړې دي.

نن په هرات کې د برېښنا نهه لویې پروژې پرانیستل کېږي

ټاکل شوې نن (پنجشنبه، د مرغومي ۴مه) په هرات ولایت کې د ۳.۹۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا د لېږد او وېش نهه لویې پروژې ګټې اخیستنې وسپارل شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، دغه پرژوې به د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شي.