ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 220

قزاقستان غواړي په افغانستان کې یو معیاري ۲۰۰ بستريز روغتون جوړ کړي

د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د افغانستان لپاره د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او بشري همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

ملا محمد یوسف وفا ویلي، چې افغانستان له نږدې څلورو لسیزو جګړو وروسته د بیا رغونې او اقتصادي ودې نوې مرحلې ته داخل شوی او اسلامي امارت هڅه کوي، چې له سیمې او نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې پراخې کړي.

دغه‌راز نوموړي د قزاقستان له لوري د پانګونې او بشري همکاریو د پراختیا هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د پیاوړتیا مهم ګام بللی دی.

همدارنګه د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف ویلي، چې هېواد یې چمتو دی په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه یو معیاري ۲۰۰ بستريز روغتون جوړېدو سربېره يو شمېر معیاري ښوونځي هم جوړ کړي.

 نوموړي زیاته کړې، چې دا پروژې به د افغانانو د روغتیايي او علمي ستونزو د کمښت تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشردوستانه همکاریو نوی فصل پرانیزي.

روسیې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې د پراختیا او جوړولو په برخه کې لېوالتیا ښودلې

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک د روسیې ۲۴ تلویزیوني شبکې سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې روسیه د نړۍ له سویلي هېوادونو سره د ترانسپورټي اړیکو د پراخولو لپاره په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ جوړولو او پراخولو ته لېواله ده.

ښاغلي اورچوک زیاته کړې، چې د افغانستان په ټوله خاوره کې د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو لپاره انتخابونه تر بحث لاندې دي او روسي متخصصین اوس مهال د افغانستان په خاوره کې د ریل پټلۍ د امکان سنجونې په اړه مطالعه کوي.

په تهران کې افغان سفیر د چابهار بندر او نګین مکران پېټروکیمیايي کمپلېکس څخه لیدنه کړې

تهران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقانی چابهار ازادې سیمې ته د خپل سفر په ترڅ کې د شهید بهشتي له بندر او د نګین مکران د پېټروکیمیايي تصدیو کمپلیکس څخه لیدنه کړې.

 تهران کې د افغانستان سفارت وايي، چې د دې لیدنې پرمهال د یادو مرکزونو مسولینو مولوي فضل محمد حقاني ته د چابهار بندر له لارې د ترانزیت ظرفیتونو، د پانګونې فرصتونو او اقتصادي همکاریو په اړه معلومات ورکړي او د بندر د شته ظرفیتونو په چوکاټ کې یې له افغان سوداګرو سره د همکارۍ لپاره پر خپل چمتووالي ټینګار کړی دی.

په عمان کې افغان سفیر د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

په عمان کې د افغانستان سفیر حافظ عمر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیخ خلیفة بن علي بن عیسی الحارثي سره لیدنه کړې.

په عمان کې افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د اوسني وضعیت سربېره؛ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي دي.

همداراز یاد سفارت زیاته کړې، چې په یاد هېواد کې د مېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو د ښه‌والي غوښتنه شوې ده.

ورته مهال د عمان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیخ خلیفة بن علي بن عیسی الحارثي د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

پاکستان د مالي ستونزو له امله (PIA) نړیوال هوایي شرکت وپلوره

پاکستان د مالي ستونزو له امله د (PIA) نړیوال هوایي شرکت د دې هېواد پر خصوصي سکتور وپلوره.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دې شرکت ۷۵ سلنه اسهام د یوې دواطلبۍ له لارې په ۱۳۵ میلیارده کلدارې چې د ۴۸۲.۱۴ میلیونه ډالرو معادل کېږي د دې هېواد پر خصوصي سکتور پلورل شوي دي.

ټاکل شوی د پاکستان نړیوال هوایي شرکت ( PIA) د را روان زېږدیز کال د اپریل میاشتې وروسته د نوي مالک له لوري اداره شي.

ایران د کار او ټولنیزو چارو وزیر ته د سفر بلنه ورکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د افغانستان لپاره د ایران له سفیر علي‌رضا بېکدلي سره په لیدنه کې، پر دوه‌اړخیزو کاري همکاریو، ایران ته د افغان کارګرانو پر قانوني لېږد، د کاري ځواک پر ښه تنظیم، د ګډو همکاریو پر پراختیا او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د وضعیت پر ارزونې خبرې وکړې.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د افغان مهاجرینو لپاره د قانوني کاري جوازونو د ورکړې په بهیر کې باید اسانتیاوې رامنځته شي او همدارنګه په افغانستان کې د فني او حرفوي زده‌کړو پروګرامونه له کمي او کیفي پلوه پراخ شي.

 نوموړي زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې په همغږۍ سره ګډ تخنیکي او حرفوي روزنیز پروګرامونه پلي شي او په ایران کې دې د افغان کارګرانو بشري او کاري حقونه تضمین شي، چې پکې عادلانه مزد، خوندي او مصوون کاري چاپېریال او د کاري اختلافاتو د حل لپاره د ګډ کمېسیون جوړول شامل دي، څو د مېشتو او نويو تلونکو افغان کارګرانو ستونزې په اغېزمن ډول حل شي.

ملا عبدالمنان عمري همدارنګه وویل، چې اسلامي امارت غواړي له ایران سره د مسلکي او ماهرو کارګرانو د منظم، قانوني او ګټور لېږد، په یاد هېواد کې د هغوی د حقونو د خوندي کولو او د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې ګډ تفاهم ته ورسېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاري ځواک تبادله وشي.

ورته مهال، د ایران سفیر په دې لیدنه کې وویل، چې ایران چمتو دی د افغان کډوالو د منظم انتقال او ټولنیز ملاتړ په برخه کې د ګډو پروژو د پلي کولو له لارې له افغانستان سره همکاري وکړي.

نوموړي همد راز ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره همکاري نه یوازې یو انساني مسؤلیت دی، بلکې د سیمې د ثبات لپاره هم اړینه ده.

دښاغلي بېکدلي په وینا، ایران له افغانستان سره د کاري ځواک تبادلې ته لیواله دی او هڅه کوي، چې افغان ماهر کارګرانو ته د ایران په کاري بازار کې او ایراني ماهرو کارګرانو ته د افغانستان په کاري بازار کې د فعالیت زمینه برابره شي.

د ایران سفیر دغه راز له افغانستان سره د ایران د دوامدارو همکاریو ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي، کلتوري او دیني اړیکې باید لا پراخې شي.

دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د کاري بازار د پراختیا، د فني او حرفوي زده‌کړو د پیاوړتیا او د کډوالو د چارو د تنظیم په برخه کې به ګډو همکاریو ته دوام ورکړي.

د یادې لیدنې په پای کې، د ایران سفیر د کار او ټولنیزو چارو وزیر ته ایران ته د رسمي سفر بلنه ورکړه، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاري همکاریو د پراختیا لارې چارې لا زیاتې وڅېړل شي.

پکتیکا کې ۹ ښوونځیو او یوې مدرسې لپاره نوې ودانۍ جوړې شوي

د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه وایي، چې پکتیکا ولایت کې د ډيورنډ‌ فرضي کرښې ته څيرمه پرتو ولسوالیو کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ ښوونځیو او یوې مدرسې لپاره د نویو ودانیو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې د پرانیستې په مراسمو کې د پکتیکا والي، امنیتي او ملکي مسولينو، علما‌ی کرامو او د امارتي ادارو استازو ګډون درلود.

د ښاغلي حمزه په وینا، یادو پروژو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري ۸۰ میلیونه افغانۍ بودیجه منظوره شوې وه.

د پکتیکا والي په خپلو خبرو کې وویل، د دغو ودانیو پرانیستنه به د زده‌کړو د ودې او د پوهنې کیفیت په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

همدا راز د یاد ولایت د پوهنې رییس ویلي، چې د دې ودانیو په بشپړېدو سره زرګونه زده‌کوونکي له مناسب تعلیمي چاپېریال څخه برخمن شول.

د یادونې وړ ده، چې هره ودانۍ اته درسي ټولګي، احاطوي دېوال، د پاکو اوبو سیستم او اړینې اسانيتاوې لري.