ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 221

د لیبیا د پوځ لوی درستیز ترکیه کې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې ژوند بایللی

د لیبیا د پوځ لوی درستیز محمد علي احمد الحداد او د دې هېواد څلور نورو لوړ پوړو نظامي چارواکو، تېره ورځ (سې‌شنبه، د مرغومي ۲مه) د ترکیې په پلازمینې انقره کې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې ژوند بایللی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي چې هغه الوتکه چې دوی یې لیږدول د انقرې د اسن‌بوغا هوایی ډګر څخه له الوتنې څو دقیقې وروسته د بریښنا د پرې کېدو له امله د تخنیکي ستونزې سره مخ شوې او غورځیدلې ده.

د نوموړي په وینا، د دې الوتکې ټوټې د انقرې په هایمان سیمه کې موندل شوې دي.

د امریکا په تګزاس ایالت کې د یوې الوتکې د لوېدو له امله ۶ تنه وژل شوي

د امریکا د تګزاس ایالت په سواحلو کې د یوې مکسیکویي الوتکې د لوېدو له امله د یو ماشوم په ګډون ۶ تنه وژل شوي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغې الوتکې یوه دوه کلن ماشوم چې سخت سوځېدلی و، د درملنې لپاره امریکا ته لېږدولو.

د یادونې وړ ده چې په یاده شوې الوتکه کې ۸ تنه سپاره و، چې له ډلې یې دوه تنه ژغورل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغیزو کموالي برخه کې همکاري کوي

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د افغانستان د اقلیمي زیانونو د ارزونې په موخه تخنیکي ناسته وکړه.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي، د دې ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې سیمې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د یادې ادارې په وینا، د کډوالۍ نړیوال سازمان استازو په دې ناسته کې ویلي، یاد سازمان په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغیزو کموالي او بېرته راستنېدونکو ته د رسېدنې برخو کې همکاري کوي.

کابل او مسکو د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې برخه کې په لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر، کابل کې د روسیې هېواد له سفیر دمیتري ژیرنوف او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي منیر بزګرانو ته د بدیل معیشت او د روږدو کسانو د درملنې برخه کې د روسیې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دغه راز د روسیې سفیر د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې او ویلي یې دي چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت لاسته‌راوړنې د افغانستان په تاریخ کې بې‌سارې دي.

همد راز دواړو لوریو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې برخه کې د لا زیاتې همکارۍ ژمنه کړې ده.

مولوي فضل محمد حقاني د چابهار د ازادې سیمې سازمان له مسوول سره کتلي

تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست سفیر مولوي فضل محمد حقاني د ایران د چابهار ازادې سیمې د بورډ له مشر او اجرائیوي رییس دوکتور محمد سعید اربابي سره وکتل.

تهران کې د افغانستان سفارت وایي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی او د چابهار د ازادې سیمې له ظرفیتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د صادراتو د اسانتیا، د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي، د ترانزیټ د پراختیا او د شته ستونزو د حل په اړه خبرې شوې دي.

مولوي قدرت‌الله جمال: اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی سکتور پیاوړتیا خپل مسولیت بولي

د هرات ولایت د سیاحتي شرکتونو ټولنې رییس محمد فاریابي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال سره د سیاحتي شرکتونو د چارو لا ښه تنظیم، انسجام او پرمختګ په موخه وکتل.

په دې کتنه کې د سیاحتي شرکتونو د اصنافو په درجه ‌بندۍ، د جوازونو صادرولو، تمدید او تجدید بهیر د ساده‌، معیاري او چټک کولو او د قانوني فعالیتونو پر ملاتړ او له غیرې قانوني شرکتونو سره په جدي او قانوني چلند ټینګار شوی دی.

ښاغلي جمال له سیاحتي شرکتونو سره هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی سکتور پیاوړتیا خپل مسولیت بولي.

داکتر ملا عبدالواسع د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې له مسولینو سره وکتل

د ریاست‌الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس، ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې عمومي رییس حاجي خان محمد فروتن او د دې خونې له یو شمېر مسولینو سره وکتل.

ارګ له لوري په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې یادو استازو د اسلامي امارت د همکارۍ او ملاتړ قدرداني وکړه او په بېلابېلو برخو کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست‌الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس سره شریک کړل.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې مسولینو د دغې خونې د کړنو او ستونزو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د افغانستان صادرات په روان کال کې زیات شوي او له افغانستان سره د پاکستان د لاړو تړل کېدو د هېواد پر تولیداتو اغېز نه دې کړی، همداراز د افغانستان صادرات او واردات له نورو لارو په ښه توګه جریان لري.

دوی دېته په اشارې چې هڅه کوي د هېواد په پرمختګ کې لازیاته ونډه واخلي، د اسلامي امارت له رهبرۍ وغوښتل چې د هېواد د کرنې او مالدارۍ، کسبګرو او صنعت کارانو خونو څخه لازیات ملاتړ وکړي.

ورته مهال، ډاکټر ملا عبدالواسع په دې لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت تل د هېواد د اقتصادي ودې په موخه د پانګوالو، سوداګرو او کسبګرو له داخلي تولیداتو ملاتړ کړی.

نوموړي یادو استازو ته ډاډ ورکړی چې له اړوند ادارو سره به یې د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړي.