د افغانستان سفارت سرپرست ناروې کې د افغان ډاکټرانو ټولنې له استازو سره وکتل
په ناروې کې د افغانستان سفارت سرپرست نجيبالله شاهين په دغه هېواد کې مېشت د افغان ډاکټرانو ټولنې له استازو سره وکتل.
په ناروې کې د افغانستان سفارت وايي، چې دې کتنه کې د هېواد پر روغتيايي وضعیت او خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د رسولو پر بېلابېلو پروګرامونو هر اړخیزې خبرې شوې دي.
تېر میاشت کې نږدې ۲۰ زره هېوادوالو ته د تذکرو حضوري او غیرحضوري خدمتونه وړاندې شوي دي
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په لېندۍ میاشت کې ۱۹ زره او ۶۶۸ کسانو ته د کاغذي تذکرو حضوري او غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.
په دې خدمتونو کې ۱۳ زره او ۴۲۰ کسانو ته حضوري او ۶ زره او ۲۴۸ بهرمېشتو هېوادوالو ته غیر حضوري خدمتونه شامل دي.
د نفوسو د احوالو ثبتولو خدمتونو ریاست د ۱۴۰۴ کال په یاده موده کې په حضوري ډول کابل ښار کې ۱۰۲۲ کسانو ته نوې کاغذي تذکرې، ۹۶۶ کسانو ته مثنی تذکرې وېشلې او تر څنګ یې ۱۱ زره او ۲۳۲ کسانو ته د کاغذي تذکرو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې کړي دي.
همدارنګه د غیر حضوري خدمتونو له لارې ۲ زره او ۹۱۵ کسانو ته نوې او ۷۵۴ کسانو ته مثنی تذکرې او دا راز ۲ زره او ۵۷۹ نورو کسانو ته د کاغذي تذکرو اصلاحي خدمتونه وړاندې شوي دي.
د يادولو ده چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري بڼه د کاغذي تذکرو اړوند خدمتونو مسوولیت په غاړه لري او هېوادوالو ته د چټکو او رڼو (شفافو) خدمتونو وړاندېکولو ته ژمن دی.
هند ته د مولوي نورجلال جلالي سفر؛ د روغتیایي همکاریو نوي باب پراختیا موندلې
د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د یوې خبرې ناستې پرمهال هند ته سفر د روغتیا برخه کې د یاد هېواد او افغانستان ترمنځ د نوي باب د پراختیا په معنا بللی.
د عامې روغتیا وزیر وویل، هند ته یې سفر د روغتیا برخه کې د لاستهراوړنو ډک و.
مولوي نورجلال جلالي زیاته کړه، چې د هند د روغتیا له مسوولینو سره په ترسره شویو لیدنو کې د روغتیا په سکتور کې پر پانګونې، د معیاري درملو پر وارداتو او د سنتي طب په برخه کې پر همکاریو خبرې شوې دي.
د هېواد د عامې روغتیا وزیر دغه راز وویل،د هند د روغتیا وزیر جګت پراکاش ندا ژمنه وکړه ،چې هېواد یې هڅه کوي افغانستان د روغتیا په برخه کې پر ځان بسیا هېواد وګرځوي
د ښاغلي جلالي په وینا، د هېواد د روغتیايي سکتور پیاوړتیا، افغان ډاکټرانو ته د ویزو برابرول، له افغانستان سره د روغتیايي تجهیزاتو او بېلابېلو واکسینونو مرسته او افغانانو ته د ویزو د صادرولو په برخه کې د اسانتیاوو برابرول هغه ژمنې دي چې په دې لیدنه کې وشوې.
په دې خبرې ناسته کې مولوي نورجلال جلالي دغه راز وویل، چې د هند روغتیایي مسوولینو د روغتیايي مرستو برخه کې مهمې ژمنې وکړې.
د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د بېلابېلو واکسینونو مرسته، د ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره د رادیوټراپي ماشین مرسته، د ۱ میلیون ډالرو په ارزښت د سرطاني ناروغیو د درملنې درملو مرسته، د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د سيټيسکن ماشین مرسته، د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د هېواد په یوه روغتون کې د تالاسیمیا د مرکز جوړول، د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو لپاره د پروګرامونو برابرول، د هېواد د روغتیا په سکتور کې پانګونه، او په کابل کې د سنتي طب د انسټیټوت او څېړنیز مرکز جوړول هغه ژمنې دي چې شوې دي.
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې طبي لابراتوار پرانیستل شو
د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي لابراتوار چې ۳۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، پرانیست.
د لوړو زدهکړو وزیر د دې لابراتور د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د شته وسایلو څخه باید په مناسبه او موثره توګه ګټه واخیستل شي.
ښاغلي ندیم ویلي چې د دې لابراتوار په فعالیدو سره به د هېواد له متخصصو او تکړه ډاکټرانو سره تخنیکي او مسلکي اړیکې پراخې شي، تر څو د زده کړو کیفیت لا لوړ شي.
لوړو زدهکړو وزارت وایي چې دغه لابراتور په پرمختللو طبي وسایلو، د معایناتو په طبي موادو او نورو اړینو وسایلو سمبال دی.
د یادونې وړ ده، چې لوړو زده کړو وزارت محصلینو لپاره د نظري زدهکړو تر څنګ، عملي او څېړنیزو اسانتیاوو برابروي ته ژمن دی او سږ کال یې هم په زيات شمېر امارتي پوهنتونونو لپاره ګڼ شمېر نوي لابراتوارونه ايجاد او ګټې اخيستنې ته سپارلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ننګرهار ولایت ته سفر وکړ
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ستر پاسوال ملا محمد ابراهیم صدر ننګرهار ولایت ته سفر کړی.
ښاغلي صدر د یوې غونډې پرمهال له مسولینو، علماوو او ولس سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله فرامین، حکمونه او لارښوونې شریکې کړې او د نشهیي توکو او تعصب مخنیوي، د رسمي نظامي یونیفورم کارولو، له ولس سره غوره اړیکو ساتلو او د اداري اصولو په عملي کولو یې ټینګار وکړ.
ښاغلي صدر دغه راز د ولس د همکارۍ او قربانیو ستاینه وکړه او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د ولس ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
ورته مهال، د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی د ولایت د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ او څرګنده یې کړه چې په ننګرهار کې بشپړ امن او ثبات ټینګ دی، جنايي جرمونه کم شوي او د ادارو ترمنځ همغږي او همکاري موجوده ده.
قوشتېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو تړون لاسلیک شو
د اوبو او انرژۍ وزارت او یوه قرار دادي شرکت ترمنځ نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د جوزجان قوشتېپې او درزاب ولسوالیو ته د څه باندې ۱.۸۸۶ میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا رسولو تړون لاسلیک شو.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او برېښنا وزارت د نوې کېدونکي برېښنا عمومي رییس مولوي عبدالرحمن رحماني وویل، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د جوزجان، قوشتېپې او درزاب نږدې ټولې کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.
نوموړي زیاته کړه، په دې پروژه کې د ۸۵.۴ کیلومتره په اوږدوالي د شبرغان له پل خراسان څخه تر قوشتېپې او درزاب ولسوالیو پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزې غځول، په یادو ولسوالیو کې دسبسټېشنونو جوړول او د برېښنا وېش شامل دي.






