ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 223

تېره میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۸۴ مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د ليندۍ مياشتې له پيله تر پايه د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۸۴ زره او ۱۰۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

 نوموړي زیاته کړې، چې د حیرتان بندر له لارې ۴۸۹ زره او ۶۴۲ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۵۰ زره او ۷۵۲ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۴ زره ۸۷۴ ټنه او د خواف –هرات له لارې ۶۸ زره ۸۳۴ ټنه انتقالات شوي، چې په کې نفتي، غیرې نفتي او نور توکي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

ښاغلي حق‌شناس په وینا، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، چې په تېره میاشت کې یو زر او ۵۸۱ ټنه د انارو جوس او وچه مېوه له هېواد څخه بهر ته صادره شوي ده.

یادونې وړ ده، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

محمد سهیل شاهین د پولنډ له ځانګړي استازي سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړي

په دوحه کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین افغانستان لپاره د پولنډ ځانګړي استازي ویتولد سوبکو سره لیدلي.

دوحه کې افغانستان سفارت وایي، دواړو لوریو د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو، پولنډ کې افغان کډوالو ته د قونسلي خدماتو وړاندې کولو، افغانستان لپاره د پولنډ بشردوستانه مرستو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړي.

د ترکمنستان-هرات برېښنا په موقتي ډول بېرته ونښلول شوه

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د دې شرکت د تخنیکي کارکوونکو دهڅو په پایله کې د ترکمنستان ـ هرات ۲۲۰ کیلوولټ لېږد مزی په موقت ډول بېرته ونښلول شو.

دغه شرکت زیاته کړې، چې د دې مزي اساسي ترمیم باندې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به برېښنا په دایمي او باثباته ډول بېرته فعاله شي.

د یادونې وړ ده چې د واورې د زیات ورښت او کنګل له امله هرات ولایت ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا جریان پری شوی و.

مولوي عبدالکبیر د مخابراتو له مرستیال او د بلخ راستنېدونکو له استازو سره وکتل

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له مرستیال ملا محمد امین جان عمري او د بلخ راستنېدونکو له یو شمېر استازو سره وکتل.

د راستنو شویو کډوالو استازو په مزار شریف ښار کې کډوالو ته د ځانګړي شوي ښارګوټي اړوند وړاندیزونه له وزیر سره شریک کړل.

یادو استازو په دې لیدنه کې ویلي، چې په بلخ کې راستانه شوي کډوال له دایمي سرپناه سربېره لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ورته مهال، ملا محمد امین جان د راستنو شویو د ستونزو په حل کې شوې هڅې اغېزمنې وبللې او د کډوالو ځينې وړانديزونه یې په ناسته کې شریک کړل.

همدا راز مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي، چې د راستنو شویو ستونزو ته رسېدنه د اړوندو امارتي ادارو لومړیتوب دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په مزار شریف کې د ښارګوټي وړانديز به د کډوالو له عالي کمېسیون سره شریک شي.

د کډوالو چارو وزیر څرګنده کړې، چې په مزار شریف کې راستنو شویو ته د مرستو د وېش په اړه به اقدام وکړي او اړوندې برخې به لاس په کار شي.