ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 224

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیالان د فرهنګي وضعیت ارزونې په موخه پروان ته تللي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال او د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي پروان ولایت ته سفر کړی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیالانو د دې سفر موخه د دې ولایت فرهنګي حالت څیړل، دغه ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لازیاتو فعالیتونو ترسره کول او د یاد ولایت د فرهنګي او لرغونو ځایونو ساتنه او ورته پاملرنه یاده کړې.

دوی د پروان له سیمه‌ییزو مسوولینو سره لیدنه کې ویلي، د فرهنګي فعالیتونو پراختیا، د لرغونو او سیاحتي ځایونو ساتنه او نظارت د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دي.

بل لور ته د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري د یاد ولایت تاریخي، کلتوري او تمدني ارزښتونو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مشرتابه د پاملرنې څخه مننه وکړه.

د مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د کډوالۍ د دایمي حل لپاره جوړ شوي کاري ګروپ ناسته وکړه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا د کډوالۍ د دایمي حل لپاره د جوړې شوې طرحې د مسودې بشپړولو په موخه جوړ شوي کاري ګروپ ګډه ناسته وکړه.

په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته ۶.۸ میلیونه افغانان له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه په جبري او داوطلب ډول راستانه شوي او ۱.۳ میلیونه په کور دننه د طبیعي پيښو له امله بېځایه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې: «په افغانستان کې ثبات او پر ټولې جغرافیې د اسلامي امارت واکمني د کډوالۍ د کمېدو سبب شوې او بهر ته د کډوالو په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی دی.»

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ د کډوالۍ د دایمي حل او د بیځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې برخه کې به د کډوالۍ د دایمي حل طرحه اغېزمنه وي او د اړوندو حکومتي او نړیوالو ادارو تر منځ به د همغږۍ سربېره د مرستو جلب، اړتیاو پېژندل او کاري ساحه روښانه کړي.

د ناستې پر دوام د پوهنې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، عامې روغتیا وزارتونو، افغان سرې میاشتې او د کابل ښاروالۍ مرستيالانو او د ادارو استازو د کډوالۍ د دایمي حل د طرحې د مسودې په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

ورته مهال، د یادې مسودې د غني کولو په موخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو د مسودې متن له ادارو سره شریک کړي او د راتلونکې ناستې لپاره چمتووالی ولري.

د پاکستان مېوو د خرابېدو خطر؛ د مالټو او کینو صادرات له نیم ډېر را کم شوي

پاکستان روان فصل کې د لېږد را لېږد قېمتونو لوړوالي، د اغیزناک دولتي ملاتړ نه شتون، د سوداګریزو په ځانګړي ډول له افغانستان سره د لارو تړل کېدلو له امله د مالټو او کېنو د صادراتو له شدید کمښت سره مخ دی.

 د پاکستان «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې د بیو ټیټوالی، د تولیدونکو د زیان او د میلیونونه ټنو مېوو د خرابېدو سبب شوی او صادرات له نیم څخه هم کم شوي.

د راپور پر اساس، سږ کال به پاکستان وکولی شي له ۴۰۰ تر ۴۵۰ زره ټنه کینو صادر کړي، چې یاده اندازه له اصلي ظرفیت څخه په مراتبو کمه ده.

شنونکو په پاکستان کې خبرداری ورکړی چې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدل د صادراتو لړۍ په ټپه درولې او د بسته بندۍ لسګونه کارخونې تعطیل شوي.

د هغوی په وینا، د یاد وضعیت دوام به سلګونه زره کاریګر د بېکارۍ له خطر سره مخ کړي.

کابل او تهران د خوړو، درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم برخه کې عملی تطبیق پلان لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد ایران ته د سفر په ترڅ کې د خوړو، درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیمي چارو د لا ښه‌والي، د درملیزو محصولاتو د تولید او توریدي بهیر د سمون په موخه د مخکیني لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک پر بنسټ، یو عملي تطبیقي پلان ترتیب او لاسلیک کړ.

په یاد تطبیقي پلان کې د ایراني کمپنیو او اړوندو اقلامو د ثبت او ارزونې پروسې د معیاري چټکتیا، د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د توریدي چارو لا ښه تنظیم، د درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق پر وړاندې ګډه مبارزه، د ایراني کمپنیو له لوري په افغانستان کې پانګونه، بېلابېلو برخو کې ظرفیت لوړونه، د تنظیمي چارو ډیجیټلایز کول او د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د کیفیت کنټرول او د لابراتوارونو ترمنځ تخنیکي همکارۍ شاملې دي.

د افغانستان او ایران ترمنځ یاده هوکړه په ۱۴۰۲ کال کې لاسلیک شوې وه

اسراییل په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې ۱۹ نوي ښارګوتي جوړوي

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، د اسراییل امنیتي کابینې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د ۱۹ نویو یهود مېشتو ښارګوټو د جوړولو طرحه تصویب کړې؛ هغه ګام چې د خپلواک فلسطین شتون ګواښي.

د صهیونیستي رژیم د مالیې وزیر بزالل اسموتریچ ویلي چې دغه ګام د یوه خپلواک فلسطیني هېواد د جوړېدو د مخنیوي په موخه اخیستل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرئیلي ښارګوټو جوړول د نړیوالو قوانینو له مخې غیرې قانوني ګڼل کېږي.

ورته‌مهال، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم د اسراییلي رژیم دغه ګام غندلی او دا یې د نړیوالو قوانینو څرګند نقض بللی دی.

بل لوري، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې د اسراییلي رژیم له لوري په پرلپسې توګه د ښارګوټو جوړول ځمکې ته د فلسطینیانو لاسرسی محدودوي او د یو خپلواک فلسطیني دولت شتون ګواښي.

د اندونیزیا سفیر د غزني له موزیم او تاریخي سیمو څخه لیدنه وکړه

په افغانستان کې د اندونیزیا سفیر ډاکټر ناندا اوالیست غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له موزیم او تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې

د اندونیزیا سفیر ویلي، هېواد یې غواړي چې له افغانستان سره پراخې فرهنګي، اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري او د افغانستان واقیعتونه نړۍ ته ور وپېژني.

همداراز د غزني والي، ملا عبدالصمد جاوید، د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ اړیکې تاریخي او دوستانه یادې کړې او د یاد هېواد له مثبت دریځ او همکاریو یې مننه کړې ده.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي، چې په دې موزیم کې تر اسلامي دورې وړاندې او د اسلامي دورې زرګونه تاریخي اثار ساتل کېږي چې د افغانستان په تاریخي هویت کې مهم رول لري.

د یادونې وړ ده، چې د اندونیزیا سفیر د البیروني عامه کتابتون څخه هم لیدنه وکړه او په پای کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د ابو ریحان البیروني په اړه یو څېړنیز کتاب نوموړي ته د ډالۍ په توګه وړاندې شو.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال لغمان ولایت ته سفر وکړ

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ستر پاسوال ملا محمد ابراهیم صدر د یوه پلاوي په مشرۍ لغمان ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي صدر د یاد ولایت ځايي مسولینو ته سپارښتنه کړې، څو له ولس سره لا ډېر نېک چلند وکړي او د مشرتابه ټول فرامین او احکام په جدیت سره تعقیب او عملي کړي.

دغه راز نوموړي په جلا جلا ناستو کې د علماوو، قومي مشرانو او مخورو ستونزې او غوښتنې هم واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

عمران خان پاکستان کې د پراخو لاریونونو غوښتنه کړې

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې اوسمهال په زندان کې دی، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د بند هغه سزا چې ده او مېرمنې ته یې ورکول شوې، رواني شکنجه ده، نوموړي ویلي، خپلو حقونو او امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

د یاد هېواد پخواني لومړي وزیر له خلکو غوښتي د محکمې د هغه حکم پر وړاندې چې پکې ده او مېرمنې ته یې ۱۷ کاله بند سزا ورکړې اعتراض وکړي.

نوموړي ویلي، پاکستان کې د قانون پر ځای د دې هېواد د لوی درستیز عاصم منیر ارادې حاکمې دي چې احکام له وړاندې لیکل شوي وي او په محکمه کې یوازې ویل کېږي.

د عدلیې وزارت د خپلې کورنۍ د ملکیت په اړه د مغرضو رسنیو راپورونه رد کړل

د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي د ځینو کړیو او مغرضو رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د عثمان په نوم د عدلیې د وزیر زوی، نوي کابل ښارګوټي کې دفتر پرانیستی دی.

د عدلیې وزیر ویلي، چې نه د عثمان په نوم زوی لري او نه یې کوم زوی سوداګريز دفتر لري، دغه راز یې هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې د خپلې مېرمنې یا وروڼو په نوم ځمکې لري.

شیخ عبدالحکیم شرعي زیاته کړې؛ د سناتوریم سیمې کورونه د محکمې د پرېکړې له مخې تخلیه شوي او د اړوند وزارت له لوري په قانوني ډول په کرایه ورکړل شوي دي.

ښاغلي شرعي ټینګار کړی، چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېسیون له هر ډول فشار پرته خپل کار ته دوام ورکوي او غاصب که د هر قوم او مذهب وي، د قانون منګولو ته یې سپاري.

د عدلیې وزیر څرګنده کړې؛ خیریه بنسټونه د قانون له مخې جواز اخلي او که له اصولو سرغړونه وکړي، د نظام د قوانینو له مخې یې فعالیتونه بندېږي.