د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
په دې مراسمو کې د یاد ولایت والي مفتي محمد ادریس انوري، د ټولګټو رییس مولوي عزتالله عارف، سیمهییز مسولینو او قومي مشرانو ګډون درلود.
د ټولګټو وزارت په وینا، یاد سړک د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ځانګړي حکم پر بنسټ د وزارت په پلان کې شامل شوی، او د رغنیزو چارو قرارداد یې د وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د دې پروژې کار به د شاوخوا ۲۵ کاري میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
همدرانګه د دغې پروژې د پلي کېدو له پیل سره د سیمې اوسېدونکو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د سړک په بشپړېدو سره به د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو لېږد ـ رالېږد او همدارنګه د خلکو د تګ راتګ ستونزې په بشپړه توګه هوارې شي.

