هند د «بهارت ټيکس» نندارتون کې افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړې
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو ریيس شفیع اعظم او د صنعتي پارکونو لوی رییس عارف د هند د نساجۍ وزارت له مسوولینو سره کتلي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري کولو او د ټوکر او جامو سکتور د عصري کولو په برخو کې د ګډو همکاریو پر اړتیا او فرصتونو خبرې وکړې.
د یاد وزارت په وینا، د ناستې په ترڅ کې هندي لوري افغانستان رسما دعوت کړ، چې د «بهارت ټیکس» تر نامه لاندې نندارتون کې ګډون او خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر د جهادي ارزښتونو د ساتنې له لوی ریاست څخه لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزیر، شیخ شیر احمد حقاني، د جهادي ارزښتونو د ساتنې له لوی ریاست څخه د فعالیتونو د ارزونې، جهادي آثارو، آرشیف او مستنداتو د کتنې په موخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست مسولینو د یاد ریاست د فعالیتونو، مسولیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر د یاد ریاست ستونزې له نږدې واورېدې او ویې ویل:
« د تیرې جهادي دورې آثارو او مستنداتو راټولول او راتلونکو نسلونو ته د تاریخ په توګه ساتل د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست اساسي دنده ده.»
نوموړي زیاته کړې:«افغان مبارز، مجاهد او میړنی ولس د نړۍ دريو ستر ځواکمنو قدرتونو او امپراتوریو ته په پوره مېړانې سره ماتې ورکړې ده، خو د اسلامي امارت تر بیا حاکمیت پورې دې برخې ته پوره پاملرنه نه وه شوې.»
ښاغلي حقاني وویل:« د دوی مبارزې، جهادي آثار او سرښندنې راټولول او مستند کول راتلونکو نسلونو ته د مېړانې درس ورکوي او یادونه کوي چې د اشغال پر وړاندې مبارزه د افغان ملت په وینه کې نغښتې ده.»
د اطلاعاتو او کلتور وزیر د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست مسولینو ته د ستونزو د حل او هر ډول همکارۍ کولو ژمنه وکړه.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۲هـ ق نېټه چې د ۱۴۰۴/۹/۲هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
کندهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
د سپین بولدک له لارې ۹۰۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه زره او ۱۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له سپین بولدک څخه ۶۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۲۷۰ تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي، او یادو کورنیو ته پینځه میلیونه، ۶۷۹ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
له یو زر او ۷۸ کورنیو سره ټولې نهه میلیونه او لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
خواړه: نهه زره او ۶۱۶ خوراکي ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: یو زر او ۶۶ عدد سیمکارتونه له فعالو بستو سره ورکړل شوي دي.
ننګرهار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
د تورخم له لارې ۲۲۹ کورنۍ او د دوی یو زر او ۲۳۰ تنه غړي ثبت او بایومتریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
۲۵۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۳۶۱ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي، او ۹۲۵ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه ورته ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
له ۲۸۹ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۳۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
مخابرات: ۲۲۵ عدد سیمکارتونه، له فعالو بستو سره، وېشل شوي دي.
نیمروز – ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي، او همدا راز ۷۴۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
له درېیو کورنیو سره ټولې۲۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۴۷۷ تنه تداوي شوي دي.
مخابرات: درې عدد سیمکارتونه وېشل شوي دي.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه
د اسلام کلا له لارې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
له ۱۷ کورنیو سره ټولې۱۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له کابل څخه ۵۸۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۶۴ تنه و، تخار، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان، بدخشان، غزني او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي، او ټولې دوه میلیونه او ۶۳۵ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه ټولیز راپور
له ټولو لارو راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، اسلامي ارزښتونو، ښوونې او زغم په اړه پوهاوی ورکړل شوی.
ټولیز ارقام
ثبت شوي کډوال: یو زر او ۲۰۰ کورنۍ او شپږ زره ا و ۵۳۲ وګړي
لېږدول شوي کډوال: یو زر او ۴۹۲ کورنۍ او اووه زره او ۶۹۵ وګړي
مرسته شوي کډوال: یو زر او ۳۸۷ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر او ۲۹۴ عدد
شیخ نور محمد ثاقب د زړو قران کریمونو او نور سپیڅلو کتابونو د ساتنې لپاره د جوړېدونکو ځانګړو ځایونه څخه لیدنه وکړه
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب په هلمند او کندهار ولایتونو کې د زړو قران کریمونو او نور سپیڅلو کتابونو د ساتنې لپاره د جوړېدونکو ځانګړو ځایونه څخه لیدنه وکړه.
ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، دغه ډول ځایونه چې اوسمهال یې په کندهار او هلمند ولایتونو کې چارې مخ پر بشپړېدو دي، د هېواد په ټولو ولایتونو کې جوړېږي چې د لسګونو کلونو لپاره به د زړو مقدّسو نُسخو او پاڼو د خوندي ساتلو ظرفیت ولري.
ښاغلي وزیر له یادو ځایونو څخه د لیدنې پر مهال د اړوندو مسولینو هڅې وستایلې او د دواړو ولایتونو د ارشاد، حج او اوقافو رییسانو ته یې د چارو د لاښه تنظیم، پرمختګ او دوامداره څارنې په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
نوموړي وویل، چې د یادو ځایونو د جوړېدو او بشپړېدو سره سم، د خپلو سیمو له جوماتونو، مدرسو او نورو تعلیمي او دیني مرکزونو څخه د زړو مقدَّسُو نُسْخُو، پارو او اوراقو هغه نُسخې راټولې کړي، چې د تلاوت او لوستلو وړ نه وي او په جوړو شویو ځانګړو ځایونو کې یې له هر ډول بې حرمتۍ څخه محفوظې وساتي.
دغه وزارت زیاتوي، چې دغه اقدام دیني مقدساتو او ارزښتونو ته د درناوي او بې حرمتۍ څخه د دغه سپیڅلو نسخو د ساتنې په موخه ترسره کوي.
تېره میاشت کې څهباندې ۱۸ زره هېوادوالو ته د پېژندپاڼو حضوري او غیرې حضوري خدمتونه وړاندې شوي
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست د روان کال په لړم میاشت کې ۱۸ زره او ۵۷۲ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو حضوري او غیرې حضوري خدمتونه وړاندې کړي.
یاده اداره زیاتوي، چې په دې خدمتونو کې ۱۳ زره او ۳۷۰ کسانو ته حضوري او پینځه زره او ۲۰۲ بهرمېشتو هېوادوالو ته غیرې حضوري خدمتونه شامل دي.
دغهراز د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست د ۱۴۰۴ کال په یاده موده کې په حضوري ډول کابل ښار کې یو زر او ۱۷۹ کسانو ته نوې کاغذي پېژندپاڼې، ۹۳۲ کسانو ته مثنی پېژندپاڼې وېشلې او تر څنګ یې ۱۱ زره او ۲۵۹ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې کړي دي.
همدارنګه د غیرې حضوري خدمتونو له لارې دوه زره او ۱۳۸ کسانو ته نوې او ۶۸۵ کسانو ته مثنی پېژندپاڼو او دا راز دوه زره او ۳۷۹ نورو کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه وړاندې شوي دي.
د اقتصادي همکاریو سازمان د کتابتونونو اوومه غونډه کې د افغانستان کتابتون د ډیجیټل کولو کمېټو غړیتوب ترلاسه کړ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو رییس دوکتور رفیع الله صمیم د یو پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو (ECO) سازمان د غړو هېوادونو د کتابتونونو مشرانو په اوومه غونډه کې ګډون وکړ.
په دغه غونډه کې د عامه کتابتونونو رییس د غونډې برخوالو ته په افغانستان کې د عامه کتابتونونو د حالت، د اسلامي امارت په راتګ سره د کتابتونونو په برخه کې د پام وړ مثبت بدلون او د عامه کتابتونونو په وړاندې د یو شمېر ستونزو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.
په یاده غونډه کې چې له اسیا څخه د لسو هېوادونو او بنسټونو استازو پکې شتون درلود، د غړو هېوادونو ترمنځ د ډیجیټلي ارشیفونو په پراختیا، د کمیابو اثارو په ساتنې او د مسلکی ظرفیتونو او تجربو د شریکولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې په دغه غونډه کې د افغانستان کتابتون د ډیجیټل کولو، تعلیم او تحقیق کمېټو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
د غونډې په لړ کې د افغانستان د عامه کتابتونونو ریاست ریيس د اوزبیکستان، ترکیې، ایران او قزاقستان د کتابتونونو مشرانو سره د ګډو همکاریو په پراختیا خبري وکړې.
دغهراز د کاشف په نوم د کتابتونونو د مدیریت سیستم، چې د ترکیې لخوا جوړ شوی، ډاډ ورکول شو، چې په وړیا توګه د افغانستان عامه کتابتونونو ریاست سره یاد سیستم شریکوي او په دغه برخه کې به د مسلکي کسانو په روزنه کې هم د افغانستان د عامه کتابتونونو ریاست سره همکاري وکړي. د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د عامه کتابتونونو پلاوي له لوري یو شمېر کتابونه هم د غونډې ګډونوالو ته ډالۍ شول.






