ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 230

د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشې د ازمیر په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشې قاري حمیدالله تمکین د ترکیې په ازمیر ښار کې «د روغتیا، کلتور او ګرځندوی» تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، دغه درې ورځنی کنفرانس د ۱۳ هېوادونو د سفیرانو او د ۳۲ هېوادونو د دیپلوماتانو او اتشو په ګډون د څو اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و.

د کنفرانس په پیل کې د ترکیې د روغتیا وزیر او د ساتکوف (SATKOF) سازمان ریيسې مېرمن ای ‌سون بای د ګډونوالو هرکلی وکړ او د نړیوالو تعاملاتو پر ارزښت یې ټینګار وکړ.

دوی څرګنده کړه، چې دغه تعاملات د روغتیايي نظامونو د پرمختګ، د کلتوري ظرفیتونو د لوړولو او د ګرځندوی د ودې لپاره مهم رول لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وینا، دغه کنفرانس د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي، کلتوري او ګرځندوی همکاریو د پیاوړتیا سربېره د متقابلې پېژندنې او د اړیکو پراختیا زمینه لا پراخه کړه.

خلیلزاد: د افغانستان او پاکستاني رژیم کړکېچ له ډیپلوماتیکو لارو حل کېږي؛ نه په بریدونو

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر اېکس لیکلي، چې د پاکستاني ملېشو له لوري پر افغان خاوره د تېرې شپې بریدونه غندي او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.

زلمي خلیلزاد ویلي، چې د ملکي وګړو شهیدانول او د پراخې جګړې رامنځته کېدو خطر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته ستونزو حل نه دی؛ بلکې زغم او ریښتینې ډیپلوماسي د ستونزو د حل تر ټولو غوره لارې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ترکیې یو پلاوی پاکستان او ښايي افغانستان ته سفر وکړي او وروسته به په انقره کې یو ګډ څارونکی مرکز پرانیستل شي، چې د قطر، ترکیې، افغانستان او پاکستان استازي به پکې ګډون ولري.

د خلیلزا په وینا، دغه مرکز به یوازې د پېښو څارنه نه کوي، بلکې د هر ډول ادعاوو یا راپورونو د ترلاسه کېدو پر مهال به د ستونزو د حل هڅه هم کوي.

همدارنګه ملا عبدالسلام ضعیف ویلي:« د پنجابي بې کفایته پوځي دیکتاتور رژیم د تېري شپي یرغل زموږ د هېواد پرحریم ښکاره تېری او په ګربزو ولسوالۍ کې د بې‌ګناه خلکو، ښځو او ماشومانو شهادت د هغوی د فساد بزدلانه عمل دی، په داسي کړنو سره هغوی وښودله چې د سولې لپاره لېوالتیا او وړتیا دواړه نلري.»

نوموړي د شهید شویو هېوداوالو کورنیو او دوستانو ته د الله له درباره څخه د اجرعظیم او صبر جمیل غوښتنه کړې ده.

همدارنګه ملا عبدالسلام ضعیف ویلي: «د پنجابي بې‌کفایته پوځي دیکتاتور رژیم د تېرې شپې یرغل زموږ د هېواد پر حریم ښکاره تېری دی او په ګربزو ولسوالۍ کې د بې‌ګناه خلکو، ښځو او ماشومانو شهادت د هغوی د فساد بزدلانه عمل دی. په داسې کړنو سره هغوی وښودله چې د سولې لپاره نه لېوالتیا لري او نه هم وړتیا. »

نوموړي د شهید شویو هېوادوالو کورنیو او دوستانو ته د الله له دربار څخه د اجر عظیم او صبر جمیل غوښتنه کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، تېره شپه ۱۲ بجې د متجاوز پاکستاني پوځ له لوري د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د یوه ملکي وګړي ولایت خان پر کور هوايي برید شوی، چې د دغه برید له کبله د یوې مېرمنې په ګډون ۹ ماشومان شهیدان شوي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې د دې سربېره په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې هم متجاوزینو هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۴ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره د مخه ښې لیدنه وکړه

د رياست الوزرا اداري مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال او مل پلاوي سره د مخه ښې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې لومړی د ترکیې سفیر جنک اونال د خپل ډیپلوماتیک ماموریت پرمهال د افغانستان اسلامي امارت له همکارۍ مننه وکړه او په افغانستان کې يې خپل دوه کلن ماموریت د ځان لپاره ویاړ وباله.

دغه‌راز نوموړي د ترکیې او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا کې د خپلو کوښښونو یادونه وکړه او ويې ویل، د دواړو لوریو د ګټو تامین زما له کاري لومړیتوبونو څخه و، چې په دې برخه کې مو پرمختګونه درلودل.

د ترکیې سفیر همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو ته اشاره وکړه او ويې ویل، ترکیې ته د افغانستان د سوداګریزو مالونو د لېږد او د ټرانسپورتي لارو د رامنځته کولو په اړه هڅې شوې دي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ترکیې سفیر جنک اونال سره په کتنه خوښي څرګنده کړه او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا کې یې د نوموړي د کوښښونو قدرداني او په راتلونکو ماموریتونو کې یې د بریا هیله ورته وکړه.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان او ترکیه زیات مشترکات لري او تل یې د دوو ملګرو او ورونو هېوادونو په توګه عمل کړی.

مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو لکه: سیاسي، اقتصادي، روغتیایي او کلتوري برخو کې د دواړو لوریو د اړیکو د لا زیاتې پراختیا غوښتونکی او هیله من دی، چې د سوداګریزو او روغتیایي ویزو د اسانتیا په برخه کې اقدامات وشي.

عمان کې د افغانستان او روسیې سفیرانو لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي

په عمان کې د افغانستان سفیر حافظ عمر د دغه هېواد لپاره د روسیې له سفیر الیګ ولیمروویچ لیون سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او مثبت تعامل خبرې کړي.

دې لیدنه کې حافظ عمر څرګنده کړې، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متوازن او اقتصاد محوره سياست پر بنسټ د ښو اړيکو او رغنده تعاملاتو غوښتونکی دی.

 همدا راز یاد هېواد کې د روسیې سفیر د افغانستان اقتصادي او امنیتي ثبات د ټولې سیمې په ګټه بللی او د ګډې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

د متحده عربي اماراتو نوي سفیر د خپل باورلیک نسخه د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې کړه

 بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ته په کابل کې د متحده عربي اماراتو نوي سفیر سيف محمد الکتبي د خپل باورلیک نسخه وړاندې کړه.

 د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو نوي سفیر ته د هرکلي ترڅنګ په نوي ماموریت کې د بریا هیله کړې او ټینګار یې کړی چې دواړو هېوادونه باید له شته فرصتونو ښه ګټه واخلي.

 دغه راز مولوي امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو لا پراختیا او افغانانو ته د اماراتو ویزو کې د اسانتیاوو رامنځ ته کول مهم بللي دي.

 همدا راز د متحده عربي اماراتو نوي سفیر ژمنه کړې، چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره پر نویو پروژو کار کوي او هڅه کوي، چې افغان سوداګرو ته د ویزو برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

ترکمنستان له افغانستان سره سوداګریزې راکړې ورکړې ته لېوالیتا ښودلې

د ترکمنستان سرقونسل د هرات له والي شیخ مولانا اسلام‌جار سره په لیدنه کې د سوداګریزو همکاریو او د دوه اړخیزو ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.

 د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر د ترکمنستان د سرقنسل له قوله لیکلي، چې د سیمې بازارونو ته د افغانستان د تازه او وچو مېوو د صادرېدو او د سمېنټو او درملو وارداتو لپاره هڅې کوي.

 دغه راز دې لیدنه کې د هرات والي، له ترکمنستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د افغانستان پر خاوره د پاکستاني متجاوز پوځ تازه هوایي بریدونه؛ د ۹ ماشومان په ګډون ۱۰ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، تېره شپه ۱۲ بجې د متجاوز پاکستاني پوځ له لوري د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د یوه ملکي وګړي ولایت خان پر کور هوايي برید شوی، چې د دغه برید له کبله د یوې مېرمنې په ګډون ۹ ماشومان شهیدان شوي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې د دې سربېره په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې هم متجاوزینو هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۴ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.