له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان ګډ اقتصادي کمېسیونونه فعالېږي
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
غونډې ته له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان د اقتصادي کمېسیونونو د فعالېدو او په دې کمېسیونونو کې د نویو غړو د زیاتېدو موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه.
له هراړخیز بحث وروسته د یادو کمېسیونونو بیا فعالېدل تایید او نوي غړي ور زیات شول.
دغه کمېسیونونه به د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، په افغانستان کې د پانګونې او ګډو اقتصادي همکاریو په اړه همغږي لا پياوړې کړي.
همدارنګه، په غونډه کې صنعتکارانو او پانګوالو ته د بلخ ولایت د حیرتان صنعتي ښارګوټي د ځمکو د ورکړې په اړه د ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې شو.
د راپور له اورېدو وروسته پرېکړه وشوه، چې د حیرتان صنعتي ښارګوټي ځمکې دې لومړی د اداراتو تر منځ د ملکیتونو په معلومولو سره تصفیه شي.
همداراز دې په ورته وخت کې د کور او ښار جوړولو وزارت د موجوده تاسیساتو په پام کې نیولو سره د یاد ښارګوټي لپاره اصلاحي انکشافي پلان هم جوړ کړي.
په غونډه کې د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د سکندره سیمې د نفرایټو د ظواهرو د قرارداد ورکړه او د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحې هم تایید شوې.
یادې پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی دفتر ته واستول شوې.
د قطر نوي سفیر د خپل باورلیک نسخه د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې کړه
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ته ښاغلي مردفالقاشوطي، چې پخوا یې د قطر د دولت د شارژدافیر په توګه دنده ترسره کړې، په کابل کې د نوي سفیر په توګه د خپل باورلیک نسخه وړاندې کړه.
مولوي امیر خان متقي د قطر د دولت نوي سفیر ته د هرکلي ترڅنګ په نوي ماموریت کې د بریا هیله څرګنده کړه او وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې له شته فرصتونو ښه ګټه واخیستل شي او دوه اړخیزې اړیکې دې لا پیاوړې شي.
دغهراز نوموړي د افغانستان اسلامي امارت او د قطر دولت اړیکې تاریخي وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د سوداګرۍ د پراختیا ترڅنګ دې قطر ته د افغان کاري ځواک د استولو لړۍ چټکه شي.
مردفالقاشوطي د قطر دولت نوي سفیر د افغانستان او قطر د حکومتونو او ولسونو اړیکې تاریخي وبللې او ژمنه یې وکړه، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې به هڅې زیاتې کړي.
ښاغلي القاشوطي همدارنګه ټینګار وکړ، چې هېواد به یې د منځګړیتوب په برخه کې خپل سیاست ته دوام ورکړي او د افغانستان او نړیوالې ټولنې د دریځونو د لا نږدې کېدو لپاره به هڅې وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ترکیې ته روان شو
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د اقتصادي همکاریو سازمان(اېکو) د وزیرانو په ناسته کې د ګډون په موخه ترکیې ته روان شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دغه سفر د ترکیې په رسمي بلنه شوی او ټاکل شوې ښاغلی عزیزي د اېکو سازمان د وزیرانو په ناسته کې د ګډون سربېره د حلال ۲۰۲۵ نندراتون د پرانیستې په مراسمو کې هم برخه واخلي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر به دغه راز د ترکیې د خصوصي سکټور له غړو سره افغانستان ته د پانګونې د جذب په تړاو هم خبرې وکړي.
په تېره میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۵۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي
د ټولګټو وزارت وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم مياشتې له پيله تر پايه د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۹۶ زره او ۷۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د حیرتان بندر له لارې ۴۲ زره او ۶۴۵۱ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۳۸ زره او ۹۶۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۷ زره او۲۴۲ ټنه او د خواف –هرات ۵۴ زره او۱۴۰ له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۵۹۶ زره او ۷۹۷ ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، چې په تېره میاشت کې یو زر او ۵۱۲ ټنه د انارو جوس او وچه مېوه له هېواد څخه بهر ته صادره شوي ده.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ډاکټر عبدالباري عمر: د برېښنا انرژۍ د کورني تولید پر سرچېنو چټک کار روان دی
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د برېښنا انرژۍ د کورني تولید پر سرچېنو چټک کار روان دی، چې له ۷۱۹ مېلیونه ډالرو زیاته پانګونه پرې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان برېښنا شرکت ټول پېرودونکي دې د برېښنا سپما ته ځانګړې پاملرنه وکړي او خپلې اړوند ستونزې دې له موږ سره شریکې کړي.
ډاکټر عبدالباري عمر ویلي، له کابل څخه کندهار او له کابل څخه ننګرهار، دغه راز کابل، بامیان ته د برېښنا لېږد مزو غځونې زموږ سترې پروژې دي، چې دا ټولې زموږ د پرلپسې هڅو څرګندويي کوي، خو دا چې په تېر کې دې برخو کې کار نه دی شوی، نو اوس وخت ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې، زموږ تخنیکي کارکوونکي شپه او ورځ پر شبکې منظمه څارنه کوي، رامنځته شوې تخنیکي عارضې د شپې پر مهال هم حل کوي، تر څو د پېرودونکو برېښنا ټکنۍ نه شي.
د ښاغلي عمر په وینا، موږ ثابته کچه برېښنا لرو، خو په ټوله کې مو د برېښنا وېش غځولی دی، چې دې سره د برېښنا تقاضا زیاته شوې او دې تقاضا ته د ځواب ویلو لپاره مو د برېښنا تولید او لېږد پر پروژو کار کړی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ویلي، د برېښنا تولید سرچنېو پراختیايي پروژو باندې دا مهال کار روان دی، چې بشپړېدل یې وخت ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې، په هېواد کې د برېښنا شبکه له اول څخه غیرې معیاري او ضعیفه جوړه شوې ده، چې نشي کولی د برېښنا اوسنۍ تقاضا پوره کړي.
ډاکټر عبدالباري عمر ویلي، موږ داسې پلان درلود چې تر راتلونکي کال پورې مو باید ۱۴ ولایتونو ته بشپړه برېښنا ورکړې وه، خو له بده مرغه د نوي برېښنا لېږد مزي پروژې کې تخنیکي ستونزه رامنځته او یو بدلون ته اړتیا پېښه شوه.
دغهراز ښاغلي عمر زیاته کړې، موږ لږترلږه لسو کلونو ته اړتیا لرو، چې تر ۲۰زرو مېګاواټه کورنۍ برېښنا تولید کړو او پېرودونکو ته یې ووېشو.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ویلي، د برېښنا تولید سرچنېو پراختیايي پروژو باندې دا مهال کار روان دی، چې بشپړیدل یې وخت ته اړتیا لري.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ویلي، چې د اوبو برېښنا کورنیو تولیدي سرچېنو کې د وچکالۍ له امله د اوبو کچه راکمه شوې ده، چې له امله یې د برېښنا تولید هم په کم ډول راکم شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، د صنعتي او ښاري برخې غوړېدا، هېواد بندونو کې د اوبو کمښت او کمې برېښنا توليد، د برېښنا لېږد مزو او سيستمونو کم ظرفيت، د برېښنا سپما کې نهپاملرنه د برېښنا انرژۍ په وروستيو پارچاويو کې اساسي رول لري.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي ریيس ډاکټر عبدالباري عمر ویلي، کابل، ننګرهار، بلخ، لوګر، لغمان، هرات، خوست، بغلان او جوزجان ولايتونو بېلابېلو برخو کې عملا د ۷۱۹،۲ ميليونه ډالرو په ارزښت د نږدې ۱۲۰۰ مېګاواټه برېښنا انرژۍ توليد پروژې تر کار لاندې دي.
مولوي ذبیحالله مجاهد: د پاکستاني ملېشو د تېرې شپې بریدونو ته به په مناسب وخت کې اړین ځواب ورکړل شي
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، د پاکستاني ملېشو له لوري د پکتيکا، خوست او کونړ ولایتونو پر ځینو سیمو د تېرې شپې هوايي بریدونه د افغانستان د حریم ښکاره نقض او د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منل شویو نړيوالو نورمونو سره څرګند ټکر دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستاني ملېشو دا ډول «جنایت» نه یوازې کومه لاسته راوړنه نه لري، بلکې یو ځل بیا ثابته شوه چې د ناسمو معلوماتو پر بنسټ اقدام د وضعیت د لا ترینګلتیا او د پاکستان د پوځي رژیم د ناکامۍ او رسوایۍ لامل ګرځي.
مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، د افغانستان اسلامي امارت دغه سرغړونه او بریدونه په کلکه غندي او یو ځل بیا ټینګار کوي، چې له خپل هوايي او ځمکني حریم او خلکو څخه دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به اړین ځواب ورکړي.






