د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ته ښاغلي مردفالقاشوطي، چې پخوا یې د قطر د دولت د شارژدافیر په توګه دنده ترسره کړې، په کابل کې د نوي سفیر په توګه د خپل باورلیک نسخه وړاندې کړه.
مولوي امیر خان متقي د قطر د دولت نوي سفیر ته د هرکلي ترڅنګ په نوي ماموریت کې د بریا هیله څرګنده کړه او وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې له شته فرصتونو ښه ګټه واخیستل شي او دوه اړخیزې اړیکې دې لا پیاوړې شي.
دغهراز نوموړي د افغانستان اسلامي امارت او د قطر دولت اړیکې تاریخي وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د سوداګرۍ د پراختیا ترڅنګ دې قطر ته د افغان کاري ځواک د استولو لړۍ چټکه شي.
مردفالقاشوطي د قطر دولت نوي سفیر د افغانستان او قطر د حکومتونو او ولسونو اړیکې تاریخي وبللې او ژمنه یې وکړه، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې به هڅې زیاتې کړي.
ښاغلي القاشوطي همدارنګه ټینګار وکړ، چې هېواد به یې د منځګړیتوب په برخه کې خپل سیاست ته دوام ورکړي او د افغانستان او نړیوالې ټولنې د دریځونو د لا نږدې کېدو لپاره به هڅې وکړي.

