ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 232

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه‌باندې ۱۴۷ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وایي، چې په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم له ۲۳مې څخه تر ۲۹مې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۴۷زره او ۱۹۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې (۱۰۴زره او ۳۱۳) ټنه، د اقینې بندر له لارې (اته زره او ۳۹۶) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۵ زره او ۳۲۸) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۱۹ زره او ۱۵۷) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۴۷ زره او ۱۹۴) ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، چې په تېره اوونۍ کې (۳۲۷) ټنه د انارو جوس له هېواد څخه بهر ته صادر شوي دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

هلمند کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه مشاعره ترسره شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت د هلمند کلتوري مرکز کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه مشاعره ترسره شوه.
د هلمند ولایت د کلتور او ګرځندوی امر وویل، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۷م فرمان د تشریح په موخه دغه مشاعره جوړه شوې، څو د لښکرګاه ښار او بېلابېلو ولسوالیو نامتو شاعرانو د شعر ژبې له لارې یاد فرمان لا ښه خلکو ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړه، په ټولنه کې لا هم داسې دودونه شتون لري، چې د اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي، نو له شاعرانو څخه مو غوښتنه ده، چې د قلم او شعر په وسیله د دغو ناوړه دودونو پر ضد غږ پورته کړي.

دغه‌راز د مشاعرې په ترڅ کې شاعرانو او نعت ویونکو خپل تیار شوي شعرونه، نظمونه او ترانې ګډونوالو ته واورولې.

په پای کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري شاعرانو او ترانه‌ویونکو ته د هغوی د ستاینې په موخه مادي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې.

کاناډا او هند د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۵۰ میلیارده ډالرو ته لوړوي

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني په سویلي افریقا کې د جي-۲۰سرمشریزې په څنډه کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره لیدنه کړې.

د هند لومړي وزیر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې هند او کاناډا د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۵۰ میلیارده ډالرو ته لوړوي.

ښاغلي مودي زیاته کړې، د دې سربېره دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د سوداګرۍ، پانګونې، ټکنالوژۍ، انرژۍ او زده‌کړو برخه کې به خپلې اړیکې پراخه کړي.

د اسلامي ملي اردو نږدې ۱۰۰ مجاهدین له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د اسلامي ملي اردو ۹۹ تنه  مجاهدین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قومندانۍ د ټیټ رتبه بریدملانو ښوونځي د ټیم‌مشرانو او ډلګی‌مشرانو له دوې میاشتنیو مسلکي زده‌کړو څخه ورورسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قومندانۍ د زده‌کړو مرستیال مولوي محمود قانع، د ټیټ رتبه بریدملانو ښوونځي قومندان مولوي محمد موسی احمدي او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مولوي محمد موسی احمدي یادو فارغانو ته د وینا پر مهال د مسولیتونو د ښه ترسره کولو په پار اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او ویې ویل: “نیتونه مو اصلاح کړئ، د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او په صداقت او ژمنتیا سره اسلامي نظام ته خدمت وکړئ.”

 ورته مهال، نویو فارغانو مسولینو ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په میړانه ساتنه کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي: د امر بالمعروف مسوولین دې د خلکو سره په نېک چلند او د منکراتو په مخنیوي کې هڅې لا زیاتې کړي

 د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت له لوري د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنيوي په تړاو د همغږۍ جوړه شوې غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

 په دې مراسمو کې د رياست الوزرا اداري مرستيال وويل، په يوه اسلامي ټولنه کې د معروفاتو اقامه، د منکراتو مخنيوی او د شکايتونو اورېدل ځانګړی اهميت لري او د اسلامي نظام له اساسي اهدافو څخه ګڼل کېږي.

 مولوي عبدالسلام حنفي زياته کړه، د اشغالګرو پر وړاندې د مبارزې دوره پای ته ورسېده او اوس د اسلامي نظام د حاکمیت او ساتنې وخت دی، چې اړینه ده مسولين همدې امر ته په پام هڅه وکړي، ترڅو په هېواد کې اسلامي نظام پياوړی او د ملت ټول حقوق ټینګ شي.

 د رياست الوزرا اداري مرستيال د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت مسولينو ته په خطاب کې وويل، ستاسو په اوږو دروند مسوليت پروت دی او د معروفاتو د اقامې او د منکراتو مخنيوي په موخه لا زياته هڅه او له خلکو سره نېک چلند وکړئ.

نوموړي د اوږدو جګړو له امله هېواد ته اوښتو زيانونو ته په اشارې زياته کړه، په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکميت سره امنيت په بشپړ ډول ټینګ شوی، اداري فساد ختم شوی او په ټول هېواد کې پراخیتایي پروژې د پلي کولو په حال کې دي.

دغه‌راز مولوي عبدالسلام حنفي د ګاونډيو هېوادونو له لوري د کډوالو د ستنېدو موضوع یاده کړه او ویې ویل، چې ټول کډوال د خپل دین، ناموس او حیثیت د ساتنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته تللي وو، خو له بده مرغه نن د قانوني اسنادو د لرلو باوجود اخراجېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د یو ځانګړي کمېسیون په جوړولو سره د کډوالو د ستنېدو د بهیر د مدیریت او کنټرول لپاره لازم اقدامات ترسره کړي، او اوس ټول راستانه شوي هېوادوال په خپل هېواد کې په باعزته ډول ژوند کوي.

ملي ټلویزیون د وزلوبې اووم پړاو لیګ د نشر حق ترلاسه کړ

د وزلوبې اووم پړاو لیګ د نشر حق ملي ټلویزیون ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه په ملي سپورټ ټلویزیون او ټولنیزو رسنیو خپرېږي.

 د وزلوبې اووم پړاو لیګ د کابل په یکه‌توت لوبغالي کې تر سره کېږي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د وزلوبې لیګونه په لوړ کیفیت ملي سپورټ ټلویزون خپاره کړي وو.

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ دوه مهمې سوداګریزې هوکړې وشوې

د بلخ ولایت مقام ویاند حاجي زید وایي، د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ مهمې هوکړې وشوې، چې له مخې به یې افغانستان نور د ډبرو سکاره د پاکستان پر ځای اوزبېکستان ته لېږي او اوزبېکستان به یې په بدل کې افغانستان ته سمېنټ صادروي.

 د بلې هوکړې له مخې به اوزبېکستان خپل با کیفیته درمل افغانستان ته رالېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر هند کې له مېشتو افغان سوداګرو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند ته په خپل سفر کې هلته له مېشتو افغان سوداګرو سره لیدنه کړې ده.

په دې سفر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې ویلي، په هند کې د افغان سوداګرو ټولې مطرح شوې ستونزې څېړل شوي او د حل په موخه به یې جدي او اړین اقدامات ترسره شي.