د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۱هـ ق نېټه چې د ۱۴۰۴/۹/۱ هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هلمند
بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه
دا راپور د تېرو شپږ ورځو د فعالیتونو دی.
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه
د بهرامچې له لارې ۸۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه زره او ۷۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
۶۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۱۴۲ تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او شپږ میلیونه او ۷۴۸ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
۶۳۹ کورنیو سره ټولې۱۲ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کندهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
له دغې لارې ۹۸۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه زره او ۵۳۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
۵۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۱۲۰ تنه و، کندهار، هرات، زابل، اروزګان، غزني، هلمند، فراه او کابل ته لېږدول شوې دي او څلور میلیونه او ۴۱۰ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
۸۱۷ کورنیو سره شپږ میلیونه او ۸۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
خواړه: ۱۳۰۴۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: ۸۳۳ عدده سیمکارتونه د فعالو بستو سره ویشل شوي دي.
ننګرهار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
۲۲۵ کورنۍ چې یو زر او ۱۳۵ تنه غړي یې ول، هېواد ته راستنې او بایومیټریک شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
۲۶۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۴۳۱ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي او ۹۱۳ زره او۳۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
۲۹۱ کورنیو سره دوه میلیونه او ۳۸۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
مخابرات: ۲۱۱ عدده سیمکارتونه د رایګانو بستو سره وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه
۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي، او یو زر او ۹۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
روغتیا: ۵۵۴ تنه تداوي شوي دي.
مخابرات: ۱۶ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه
۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
۱۳ کورنیو سره ۸۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له کابل څخه ۸۴۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۵۳ تنه و، بغلان، کندوز، بلخ، پکتیا، جوزجان، سرپل، فاریاب او تخار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او درې میلیونه،۶۳۹ زره او۲۳۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمیټه:
له بېلابېلو لارو راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، د هېواد وضعیت، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر، زغم، ښوونې او روزنې په اړه اړین عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوي دي.
ټولیز ارقام
ثبت شوي کډوال: دوه زره او ۱۰۲ کورنۍ او ۱۱ زره او ۸۵۵ تنه
لېږدول شوي کډوال: دوه زره او ۲۸۷ کورنۍ او ۱۳ زره او ۲۴۶ تنه
مرسته شوي کډوال: یو زر او ۷۶۰ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: یو زره او ۶۰ عدده
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د مدیریت او ادارې له روزنیز پروګرام څخه دوه زره او ۵۶۲ مجاهدین فارغ شول
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره وايي، چې په کونړ ولایت کې د دې ادارې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه دوه زره او ۵۶۲ مجاهدین د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس مولوي غلام حیدر شهامت او د کونړ یو شمېر سیمهییزو چارواکو ګډون کړی و.
مولوي غلام حیدر شهامت په فراغت غونډه کې وویل، چې دا پروګرام د اسلامي امارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دی.
نوموړي زیاته کړه، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د مجاهدینو د روزنیزې طرحې له پلي کېدو هرکلی او قدرداني کړې ده.
ښاغلي شهامت وویل: “اوس مجاهدینو د ادارې او مدیریت بنسټیز مهارتونه زده کړي او کولی شي په بېلابېلو برخو کې کار وکړي.”
دغهراز د کونړ د علماوو شورا رییس د مجاهدینو لپاره د ښوونیزو فرصتونو په برابرولو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له هڅو مننه او قدرداني وکړه.
همدارنګه د غونډې نورو ویناوالو د مجاهدینو لپاره د مدیریتي زدهکړو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د دې ارزښتناکو خدمتونو ترسره کولو لپاره د ستاینې وړ ده.
شيخ شيراحمد حقاني: اسلامي نظام د عمل نظام دی، رسنۍ او نظامونه د يو او بل په ملاتړ دوام کوي
د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شيراحمد حقاني د رسنيزو بنسټونو له استازو سره په هېواد کې د خبريالانو او رسنیزو چارو د ودې، پراختیا او ستونزو ته د رسېدنې په موخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې کې د باختر خبري اژانس ریيس مولوي ضیاءالحق حقمل، د افغانستان د خبریالانو د اتحاديې مشر حفیظ الله بارکزي، د خبريالانو د ملي کور مشر محمد یاسين متین، د ازادو خبریالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي او د نورو رسنيزو بنسټونو مشرانو او استازو ګډون کړی وو.
د ناستې په پيل کې د افغانستان د خبريالانو د ټولنې مشر حفیظ الله بارکزي وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر افغان باید خپله اړونده برخه کې ملي وجيبه ادا کړي، خبریالان او رسنۍ د ملت او دولت تر منځ د اړيکو پل دی، د افغانستان اسلامي امارت دې په هېواد کې د شته خبريالانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د دوی لاسنيوی دې وکړي.
دغهراز نوموړي زیاته کړې، خبریالان اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن دي، د واقعيتونو په خپرولو سره نه پرېږدي، چې معلوماتي خلا رامنځته او دښمنې کړۍ ورڅخه ناوړه استفاده وکړي، د خبریالانو په نړيوالو کنفرانسونو کې د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې شريکې شوي دي.
همدا راز د یادو رسنيزو بنسټونو مسولينو د افغان خبريالانو او ولايتي رسنيو د وضعيت او په اوسنيو شرايطو کې د خبريالانو او رسنيو د دندو او همغږيو په اړه خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شيراحمد حقاني د خپلو خبرو په ترڅ کې یادونه وکړه، چې اوسنی نظام هېواد ته وفاداره او تر بل هر څه ورته ملي ګټې ارزښتمنې دي، اسلامي نظام د عمل نظام دی، رسنۍ او نظامونه د يو او بل په ملاتړ دوام کوي.
نوموړي زیاته کړه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رسنيو څخه ملاتړ کوي، د رسنيو د بريښنا او فریکونسي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ریاست الوزرا عالي مقام ته وړانديز شوی، چې تر منظورېدو وروسته به يې رسنۍ په جريان کې شي.
ښاغلي حقاني په وینا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو د ملي کور حیثیت لري او دروازې يې هر وخت پرته له کوم محدوديت څخه د خبریالانو او رسنيو پرمخ خلاصې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر او په کابل کې د ایران سفیر لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي
د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د افغانستان لپاره د ایران له سفیر ښاغلی عليرضا بېکدلي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې په دوهاړخیزه اړیکو په ځانګړې توګه د کاري اړیکو پراخوالی، په کمي او کیفي ډول د افغانستان د فني او حرفوي زدهکړو د پراختیا پرڅرنګوالي، ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د وضیعت ارزونې او د کارګرو د قانوني لېږد پر موضوعاتو خبرې شوې دي.
ملا عبدالمنان عمري ویلي؛ اړینه ده، چې په افغانستان کې د فني او حرفوي زدهکړو او د کار بازار غوره مدیریت په برخو کې د ایران له کامیابو تجربو څخه ګټه واخېستل شي او دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره پر نورو فرصتونو کار وشي.
نوموړي زیاته کړې، ایران کې د افغان کارګرو شتون باید تنظیم شي او له غیرې قانوني حالت څخه وایستل شي، ترڅو د هغوی ستونزې تر ډېره بریده حل شي.
د افغانستان لپاره د ایران سفیر ښاغلي عليرضا بېکدلي ویلي، د افغانستان اسلامي امارت سره د ایران اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ډېرې پراخې شوي او لا د پراختیا په حال کې دي، دا اقتصادي او سوداګریز فرصتونه په دواړو دوستو هېوادونو کې ډیر کاري فرصتونه رامنځته کوي او نورو پانګهاچوونو ته زمینې برابروي.
ښاغلي عليرضا بېکدلي زیاته کړې، له افغانستان سره د کاري ځواک تبادلې، د کار بازار د غوره مدیریت، فني او حرفوي زدهکړو په ډګر کې د غوره او بریالیو تجربو د شریکولو او له شته فرصتونو د بحث لپاره تمه لرو، چې په نږدې راتلونکي کې د ایران د کارپنځونې مرستیال افغانستان ته سفر وکړي؛ ترڅو په ټوله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو ګټور بحث وشي.




