ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 395

د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د یوې نسبتاً زورورې زلزلې له امله سلګونه هېوداوال شهیدان شوي

تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د رېښتر په کچه ۶.۲ یوې نسبتاً زورورې زلزلې د هېواد ختیځ ولایتونو په ځانګړې توګه کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه لړزولي، چې له امله یې هېوادوالو ته ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

کونړ ولايت کې د پېښو پر وړاندې د چمتو والي ادارې مسوولین وایي، چې د تېرې شپې زلزلې له امله د دې ولایت په نورګل، څوکۍ، وټپور، ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو کې شاوخوا ۲۵۰ تنه شهیدان شوي او ۵۰۰ تنه نور ټپیان دي.

د سرچینو په وینا، په ټپيانو کې ځينې یې د کونړ د لیلیې محصلین دي چې د وېرې له امله یې ځانونه له لیلیې راغورځولي دي.

ورته مهال د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي، چې د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ اړوند ستن کلي کې د زلزلې له امله ۹تنه شهیدان شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي او د ځينو نورو روغتیايي حالت هم ډېر نازک ښودل شوی دی.

دغه‌راز د لغمان له پېښو سره د مبارزې او اماده ګۍ رییس قاري خیرمحمد غازي وایي، په دې ولایت کې د زلزلې له امله د ټپیانو شمیر ۴۴ تنه ته ورسیده چې زیاتې یې میرمنې دي، همدازار د نوموړي په وینا تراوسه مړینو راپورو نشته.

د سرچینو په وینا، د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتي روغتونونو ته د یادې زلزلې له امله د ټپیانو د لېږدونې بهیر دوام لري، خو لا تر اوسه یې کره شمېر نه دی مشخص شوی.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدنه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي سره لیدنه کړې.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې افغانستان ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزیر په سفر، دوغارون سرحد کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي، سوداګریزو، کاني او نفتي کمېټو د دوه اړخیزو غونډو په جوړېدو، ایران ته د پنبې او کاني توکو په صادراتو خبرې شوې دي.

 دغه راز دې لیدنه کې د ایران سفیر ویلي، چې هېواد یې د افغانستان په لویو کانونو پانګونې ته لېواله دی.

زلمی خلیل‌زاد: پاکستان کې د داعش پراخېدونکی حضور د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت عملیات لامل شوی، چې د دې ډلې مشران پاکستان ته وتښتي.

ښاغلي خلیل‌زاد خبردارۍ ورکړی، چې پاکستان کې د داعش د پراخېدونکو ځالو حضور د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي.

نوموړي له امریکا غوښتي، چې پر پاکستان فشار راوړي، څو د دې ډلې پر وړاندې اقدام وکړي.

د یادونې وړ دی، چې د امریکا پخواني استازي له دې وړاندې په خپلو خبرو کې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په پار ویلي وو چې د لسیزو جګړو وروسته اوس په دې خاوره کې امنیت زیات شوی او اسلامي امارت د مخدره توکو پر وړاندې مهمې لاسته راوړنه لری.

ملا عبدالغني برادر اخوند د سالنګونو د لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

ملا عبدالغني برادر د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو له ترسره شویو کارونو د ستاینې ترڅنګ، دوی ته سپارښتنه وکړه، څو د کیفیت په پام کې نیولو سره د ژمي تر را رسېدو وړاندې د یادې مهمې لارې پاتې کارونه هم بشپړ کړي.

د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو مسوولینو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره د سالنګونو لویې لارې کارونه دوام لري او ژمن دي، چې د روان کال لپاره پلان شوي کارونه به د ژمي تر را رسېدو وړاندې بشپړ کړي.

د یادونې وړه ده، چې اوسمهال د سالنګونو لویې لارې د جنوبي سالنګ د ۱۰مې تر ۱۵مې ګالرۍ پورې د بیارغونې کارونه بشپړ شوي، چې په ټوله کې د جنوبي سالنګ کارونه ۵۵ سلنه پرمخ تللي دي.

په یادو بشپړو شویو ګالریو باندې په خورا لوړ کیفیت ۸۵ سانتي متره کانکریټ اچول شوی دی. په ورته وخت کې د شمالي سالنګ د بیارغونې کارونه هم په چټکۍ سره روان دی.

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه‌باندې ۹۱زره مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت وایي، په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د زمري له ۳۱مې د وږي تر شپږمې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۱ زره او ۶۷۱مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې ۶۰ زره او ۶۰۲ ټنه، د اقینې بندر له لارې پینځه زره او ۸۳۳ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۳ زره او ۱۲۰ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۲ زره او ۱۱۶ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال ۹۱ زره او ۶۷۱ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې ۱۲۶ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه ده.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.  ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد او رالېږد بهیر روان او چټک وساتي

غزه؛ د صهیونیستي رژیم د تېرې ورځې په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۷ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، تېره ورځ (شنبه، د وږي ۸مه) د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله په غزه تړانګه کې لږ تر لږه ۷۷ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د راپور له مخې، له دې ډلې ۱۱ تنه د خوراکي توکو د ترلاسه کولو پرمهال په نښه شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي اشغالګرو د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ۶۳ زره او ۳۷۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۵۹ زره او ۸۳۵ نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې پخوانی عمومي رییس له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لارې هېواد ته راستون شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخوانی عمومي رییس اذرخش حافظي له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لارې له جرمني څخه هېواد ته راستون شو.

اذرخش حافظي وایی، هېواد ته په راتګ سره د خوشحالۍ احساس کوي او زیاتوي چې د بې مخینې امنیت له برکته افغانستان په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی.

نوموړي زیاته کړې، خپل هېواد ته د کار کولو په موخه راغلی او پر سوداګرو او پانګوالو غږ کوي چې هېواد کې د ننه پانګونه وکړي.

ورته مهال د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هېواد ته د شخصیتونو را ګرځولو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایي او په بهر کې له مېشتو افغانانو غواړي، چې افغانستان ته راستانه او د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لارې تر دې دمه شاوخوا یو زر او ۲۴۰ تنه افغان شخصیتونه او د تېرې ادارې چارواکي هېواد ته راستانه شوي دي.

پوتین د شانګهای همکارۍ سازمان ناسته کې د ګډون په موخه چین ته رسېدلی

ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شانګهای همکارۍ سازمان ناسته کې د ګډون په موخه د چین تیانجین ښار ته رسېدلی.

د راپور له مخې پوتین د چین ولسمشر شي جین‌پینګ په بلنه یاد هېواد ته تللی او ټاکل شوې د ۲۰ نورو هېوادونو د مشرانو په ګډون د شانګهای همکارۍ سازمان ناسته کې ګډون وکړي.

دغه ناسته نن (یکشنبه، د اګسټ ۳۱مه) په تیانجین ښار کې پیلېږي او سبا دوشنبې ورځې پورې دوام کوي.

د چین د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر لیو بین په وینا، دا سرمشریزه به د سازمان په تاریخ کې تر ټولو لویه پېښه وي.

نوموړي یادونه کړې، چې د غونډې ګډونوال پلان لري د شانګهای همکارۍ سازمان فعالیتونه وارزوي، د راتلونکې پراختیا لاره وټاکي او په نړیواله اجنډا کې په مهمو موضوعاتو د همغږۍ او اجماع کچه لوړه کړي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو او ځینو نورو هېوادونو د مشرانو سربېره، پر دې سرمشریزه کې به د لسو نړیوالو سازمانونو مشران هم ګډون ولري، چې پکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش، د خپلواکو هېوادونو د ټولنې (CIS) عمومي منشي سرګي لیبیدوف، او د سویلي ختیځې اسیا د هېوادونو د اتحادیې (ASEAN) عمومي منشي کاؤ کیم هورن شامل دي.

یاد سازمان په وروستیو کلونو کې خپل غړیتوب پراخ کړی څو د هند، پاکستان، ایران او بیلاروس په څېر سیاسي ځواکمن هېوادونه د بشپړو غړو په توګه شامل کړي.

د شهیدانو او معلولینو وزارت: په تېرو درېیو میاشتو کې یتیمانو او معلولینو ته نږدې اووه میلیارده افغانۍ ورکړل شوې دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، د روان ۱۴۰۴ مالي کال په تېرو درېيو میاشتو کې یې د هېواد په کچه  شپږ میلیارده او ۹۴۳ میلیونه افغانۍ یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتني مساعدت په توګه حواله کړي او دغه لړۍ په منظم ډول روانه ده.

د یاد وزارت مسولین زیاتوي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته له بانکي لارې د دوی د حقونو ورکړه د یوې منظمې او شفافې تګلارې پر بنسټ  تر سره کېږي، چې د ځنډ او خنډ مخه یې نیول شوې ده.

دغه‌‌راز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ټولو مستحقو کورنیو ته ډاډ ورکوي، چې حقوق به یې پر خپل وخت ادا کړي او هڅه کوي، د روان کال ځانګړې بودیجه پر هغوی ووېشي.