ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پوتین د شانګهای همکارۍ سازمان ناسته کې د ګډون په موخه چین ته رسېدلی

ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شانګهای همکارۍ سازمان ناسته کې د ګډون په موخه د چین تیانجین ښار ته رسېدلی.

د راپور له مخې پوتین د چین ولسمشر شي جین‌پینګ په بلنه یاد هېواد ته تللی او ټاکل شوې د ۲۰ نورو هېوادونو د مشرانو په ګډون د شانګهای همکارۍ سازمان ناسته کې ګډون وکړي.

دغه ناسته نن (یکشنبه، د اګسټ ۳۱مه) په تیانجین ښار کې پیلېږي او سبا دوشنبې ورځې پورې دوام کوي.

د چین د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر لیو بین په وینا، دا سرمشریزه به د سازمان په تاریخ کې تر ټولو لویه پېښه وي.

نوموړي یادونه کړې، چې د غونډې ګډونوال پلان لري د شانګهای همکارۍ سازمان فعالیتونه وارزوي، د راتلونکې پراختیا لاره وټاکي او په نړیواله اجنډا کې په مهمو موضوعاتو د همغږۍ او اجماع کچه لوړه کړي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو او ځینو نورو هېوادونو د مشرانو سربېره، پر دې سرمشریزه کې به د لسو نړیوالو سازمانونو مشران هم ګډون ولري، چې پکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش، د خپلواکو هېوادونو د ټولنې (CIS) عمومي منشي سرګي لیبیدوف، او د سویلي ختیځې اسیا د هېوادونو د اتحادیې (ASEAN) عمومي منشي کاؤ کیم هورن شامل دي.

یاد سازمان په وروستیو کلونو کې خپل غړیتوب پراخ کړی څو د هند، پاکستان، ایران او بیلاروس په څېر سیاسي ځواکمن هېوادونه د بشپړو غړو په توګه شامل کړي.