ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 396

مولوي عبدالسلام حنفي په دوبۍ کې د اسلامي امارت له سرقونسل سره لیدنه کړې

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د عربي متحده اماراتو په دبۍ کې د افغانستان اسلامي امارت سرقونسلمولوي عبدالرحمن فدا سره لیدنه کړې.

د دې لیدنه په پيل کې، لومړی مولوي عبدالرحمن فدا د يادې قونسلګرۍ د فعاليتونو، کړنو او پروګرامونو او همداراز په دبۍ کې د مېشت افغان کډوالو د وضعيت په اړه خپل راپور د رياست الوزرا اداري مرستيال ته وړاندې کړی دی.

مولوي عبدالرحمن فدا ویلي، په دبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ د مېشتو کډوالو د ستونزو حل لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونې پر اساس دوی په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا لپاره ډېر کوښښ کوي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال په دوبۍ کې د اسلامي امارت سرقونسل ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې عربي متحده امارات او افغانستان د دوو مسلمانو او دوستو هېوادونو په توګه ګڼ مشترکات لري او د دواړو هېوادونو مسوولین کولای شي له دغو مشترکاتو څخه د اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ګټه واخلي.

مولوي عبدالسلام حنفي په عربي متحده اماراتو کې د مېشتو افغانانو د ملاتړ پر ژمنتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې په دوبۍ کې د اسلامي امارت قونسلګري به د دغه هېواد د افغانانو د ستونزو د حل لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.

د افغانستان خلاف لاس ( ښي لاس) اشترنګ لرونکو نقلیه وسایطو په اړه د کورنیو چارو وزارت خبرتیا!

۱ هغه د افغانستان خلاف لاس ( ښي لاس) اشترنګ لرونکو نقلیه وسایطو مالکانو ته چې پخوا یې په کابل او ولایتونو کې خپل نقلیه وسایط ثبت او موقت سټیکر یې ترلاسه کړی، خبر ورکول کیږي چې په کابل کې د ترافیک پولیسو له ریاست او په ولایتونو کې د ترافیک پولیسو له مدیریتونو څخه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر یوې لنډې مودې پورې خپل موقت جواز سیرونه او نمبر پلېټونه تر لاسه کړي.

۲ ټول هغه د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس)  اشترنګ لرونکي نقلیه وسایط چې ثبت او سټیکر نه لري د (۱۴۴۷-۳-۶) هجري قمري، چې د (۸-۶-۱۴۰۴) هجري لمریز کال او (2025- 8- 30) زېږدیز کال له نېټې څخه وروسته دې، له کابل ولایت څخه ووځي او د یادو نقلیه وسایطو څېښتنان دې په لنډه  موده کې، د خپلې خوښې په ولایتونو کې د ترافیک پولیسو له مدیریتونو سره خپل نقلیه وسایط ثبت، او سټېکر دې ترلاسه کړي.

۳ همداراز هغه د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) اشترنګ لرونکي نقلیه وسایط چې قانوني اسناد نه لري ددې خبرتیا له نشرېدو وروسته دې، کابل ولایت ته له راتګ څخه په کلکه ډډه وکړي، خو هغه نقلیه وسایط چې د کابل ولایت د ټرافیک پولیسو له ریاست سره ثبت دي کولای شي چې کابل ولایت ته د خپلو موقتو پلېټونو د اخيستلو لپاره راشي.

۴: هغه د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) اشترنګ لرونکي وسایط چې په هر ولایت کې سټېکر اخلي، صرف په هماغه ولایت کې د ګرځېدا اجازه لري او نور هېڅ ځای ته نشي تللی.

۵: دا چې د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) نقلیه وسایط د ډېرو ترافيکي پېښو لامل کېږي، نو ښايي په نېږدې راتلونکي کې ور باندې نور قیودات هم وضع شي، نو له خپلو درنو هېوادوالو څخه غوښتنه کوو چې، د یادو نقلیه وسایطو له پېرلو ډډه وکړي تر څو وروسته له دې د نورو خونړیو پېښوشاهدان نه وو.

د وروستیو ترافیکي پېښو د مرګ ژوبلې ارقامو ته په کتو او په اړه یې د مخنیوي په موخه، د یادو وسایطو ټولو مالکونو ته خبر ورکول کیږي چې ذکر شویو مواردو ته پوره پاملرنه وکړي او پر ځان یې عملي کړي د نه رعایتولو په صورت کې له سرغړونکو سره  سخت قانوني چلند کیږي.

یادښت: وروسته له یادې نېټې د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) اشترنګ لرونکو نقلیه وسایطو ثبت په کابل ولایت کې نه کیږي.

د مشاعرو د تنظیم قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت، د مشاعرو د تنظیم قانون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا له توشېح څخه وروسته د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذوالحجة الحرام د میاشتې په ۲۶مه نېټه په ۱۴۶۹ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ.

یاد وزارت وایي، د مشاعرو د تنظیم په قانون کې چې په رسمي جریده کې خپور شوی تمهید، مقدمه، درې بابونه، دوه فصلونه او ۱۳ مادې شاملې دي.

دغه وزارت زیاته کړې، یاد قانون د مشاعرې د غونډو څرنګوالی، په دغو غونډو کې د شاعرانو د اشعارو محتوا او د مشاعرې د ارزونې هییت وظایف تنظیموي او د اطلاعات او فرهنګ وزارت یې د تطبیق مرجع ده.

د دغه قانون پر بنسټ شاعران د مشاعرې له غونډې څخه مخکې او د هغې په جریان کې مکلف دي، چې اسلامي شعائرو ته له سپکاوي، د قومونو، ژبو او مسلمانانو له تحقیر او تفریق، د غیر اسلامي اخلاقو او ناروا دودونو، د انجونو او هلکانو ستاینه یا له دوی سره دوستۍ ته له دعوتولو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو، حکمونو او پرېکړو له نقد کولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي او د لمانځه، اذان او د جماعت وخت ته درناوی رعایت کړي.

دغه راز قانون شاعران مکلف کړي چې د خپلو اشعارو په محتوا کې اسلامي اخلاق، شرعي سیاست، د نفس تزکیه، د اسلامي عقیدې تحکیم، د امت وحدت او اسلامي غوښتنو ته بلنه په پام کې ونیسي او شعر یې باید له ناروا خواهشاتو او بې‌ځایه احساساتو څخه خالي اوسي.

په دې قانون کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت او اړوند ولایتي ریاستونه یې مکلف دي چې مشاعرې ثبت کړي او د ارزونې هییت لخوا د مشاعرې له تصفیې څخه وروسته، هغه د یوه ځانګړي ادرس لخوا نشر کړي.

د یاد قانون پر اساس په مرکز او ولایتونو کې د مشاعرې د ارزونې هییت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باصلاحیته استازي په ګډون د مشر په توګه او د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت او د علماوو شورا د استازو په غړیتوب رامنځته کېږي.

دا هییت دنده لري چې مشاعرې مخکې او وروسته له ترسره کېدو وارزوی او مثبت او منفي ټکي یې په ګوته کړي، د منفي ټکو پر حذفولو او د مثبتو ټکو ځای پر ځای کولو اقدام وکړي.

د مشاعرو د تنظیم قانون له مخې، هغه شاعران او ترانه ویونکي چې په خپل شعر او نثر سره یې د ټولنې د اصلاح په برخه کې فعالیت کړي وي، په مناسبه توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا مکافات کېږي او له دغه قانون څخه سرغړونکي د شریعت له حکمونو سره سم مجازات کېږي.

د یادونې وړ ده، چې هېوادوال کولی شي د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په برېښنایي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویب‌پاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي.

روسیې په چاپان کې د امریکا له لوري د تایفون توغندیو د ځای پر ځای کېدو په اړه خبرداری ورکړی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، مسکو د «ټایفون» ځمکني توغندیز سیستم د امریکا له‌خوا په جاپان کې د ځای پر ځای کولو پرېکړه د واشنګټن له لوري یو بل بې‌ثباته کوونکی ګام بولي.

د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنست، نوموړې په خپله څرګندونه کې زیاته کړې:«موږ دا د واشنګټن د هغې تګلارې برخه ګڼو، چې د لنډ واټن او منځني واټن ځمکني توغندیز ځواک د زیاتولو له لارې غواړي دغه سیستمونه د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای کړي. دا یو بل بې‌ثباته کوونکی ګام دی. »

ماریا زاخارووا له روسیې سره په نږدې سیمو کې د یادو توغندیو ځای پر ځای کول د مسکو لپاره مستقیم او استراتيژیک ګواښ بللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي: « دغه پرمختګونه به د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره د اندېښنې وړ پایلې ولري او د هستوي قدرتونو ترمنځ کړکېچونه به نور هم زیات کړي. »

اغلې زاخارووا زیاته کړې، مسکو ګوري چې توکیو د پوځي ځواک د چټک پرمختګ په لاره روان دی، چې پکې د پوځي تمرینونو زیاتوالی او له واشنګټن سره د پوځي ـ تخنیکي همکارۍ پراختیا شامله ده.

نوموړې ټینګار کړی، موږ دغه ګامونه په قصدي ډول دښمنانه او د روسیې ملي ګټو ته له پامه غورځول ګڼو، نو اړ یو چې مناسب پوځي ـ تخنیکي اقدامات ترسره کړو.

ماریا زاخارووا ویلي، روسیه د جاپان له حکومت څخه غواړي چې د «ټایفون» سیستمونو د ځای پر ځای کولو پرېکړه له سره وارزوي.
نوموړې زیاته کړې، که داسې ونشي مسکو به د سیمې د وضعیت د لا خرابېدو ټول مسوولیت پر جاپان واچوي.

ننګرهار کې د سېلابونو له امله ۱۳ تنه مړه او ټپیان شوي

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاتو امر مولوي صدیق الله قریشي ویلي، د دغه ولایت په روداتو، هسکه مېنه او چپرهار ولسوالیو کې سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي، چې تر اوسه پورې پینځه تنه مړه او اته یې نور ټپیان کړي.

 نوموړي زیاته کړې، راوتلو سېلابونو  زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، لویې لارې او یو شمېر سربندونه له منځه وړي.

د یادونې وړ ده، چې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ټیمونه پر وخت سیمې ته رسېدلي او دا مهال د پېښځپلو د ژغورنې هڅې دوام لري.

د ۱۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د نورستان قیمتي او نیمه‌ قیمتي ډبرې وپلورل شوې

د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ په مرکز کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ(بولۍ) د یاد ولایت د کانونو رییس مولوي سید رحیم، د کمېټې غړو، سیمه‌ییزو مسوولینو او ۲۵۰ پانګوالو په شتون کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.

د کانونو او پترولیم وزارت وایي، چې په دغه داوطلبۍ کې بېروج او سوټکي بېروج د شاوخوا ۱۴۲میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شول.

د یاد وزارت په وینا، له دې پلور څخه د اسلامي امارت ونډه ۱۴.۲ میلیونه افغانۍ شوې ده، چې دا د عوایدو د زیاتوالي، د پانګوالو لپاره د پانګونې د نویو فرصتونو برابرولو او د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د قانوني استخراج په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

ملا تاجمیر جواد: د ټولنې هر وګړی د منکراتو او ناوړه دودونو پر وړاندې ګډ مسوولیت لري

خوست ولايت مرکز اړوند قلموال مېنه کې، د نیازیو قوم له‌خوا، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ١٧مې ګڼه فرمان د تطبيق پر بنسټ، د بدو رواجونو او ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ستره غونډه وشوه.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د استخباراتو لوی ریاست لومړي مرستیال ملا تاجمير “جواد” د ولایت مقام مسوولینو، د اړوندو ادارو چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ټولنې بېلابېلو اقشارو ګډون کړی و.

د غونډې په ترڅ کې د استخباراتو لومړي مرستیال ملا تاجمیر جواد ویلي، د ټولنې هر وګړی مکلف دی چې د منکراتو او بدو رواجونو مخنیوی وکړي.

نوموړي زیاته کړې، له افغانستان څخه د خلکو تېښته او په سختو لارو وتل، یوازې د بدو رواجونو او ناوړه دودونو پایله ده.

ښاغلي جواد په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په ډېرو برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.

دغه‌راز استخباراتو لومړي مرستیال د ښځو د حقونو پر خوندیتوب یې ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي، چې د اسلامي امارت ملاتړ وکړي او د تبلیغاتو ښکار ونه ګرځي.

ملا تاجمیر جواد ویلي، چې افغانستان له یو ستر بحران څخه راوتلی او د تېرو څلورو کلونو په موده کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته‌راوړنې لري.

همدارنګه نوموړي د نیازیو قوم مشرانو، علماوو او ځوانانو ته په خطاب کې ویلي، چې د ټولنې د اصلاح او سوکالۍ لپاره باید یو موټی پاتې شي.

ښاغلي جواد د تړونونو د اهمیت په اړه زیاته کړې، تړون د وعدې مثال لري، ماتول یې حرام دي، او عملي کول یې پر ټولو واجب دي.

د غونډې په وروستيو کې، د خوست ولایت مقام د دفتر رییس مولوي محمد صابر “صابري” د نيازيو قوم له‌خوا د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ١٧مې ګڼه فرمان پر بنسټ، د بدو رواجونو او ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ځانکړی پريکړه‌ليک ولوست او له ټولو یې د عملي کولو غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال د غونډې ګډونوالو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ١٧مې ګڼه فرمان پر بنسټ، د ياد پرېکړه‌لیک د بشپړ عملي کولو ژمنه کړې او ډاډ یې څرګند کړی دی، چې د پلي کولو په برخه کې به یې ګډې هڅې کوي او د ټولنې د اصلاح، اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او د سالمو دودونو د ترویج لپاره به هر اړخیزه زمینه برابروي.