ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان خلاف لاس ( ښي لاس) اشترنګ لرونکو نقلیه وسایطو په اړه د کورنیو چارو وزارت خبرتیا!

۱ هغه د افغانستان خلاف لاس ( ښي لاس) اشترنګ لرونکو نقلیه وسایطو مالکانو ته چې پخوا یې په کابل او ولایتونو کې خپل نقلیه وسایط ثبت او موقت سټیکر یې ترلاسه کړی، خبر ورکول کیږي چې په کابل کې د ترافیک پولیسو له ریاست او په ولایتونو کې د ترافیک پولیسو له مدیریتونو څخه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر یوې لنډې مودې پورې خپل موقت جواز سیرونه او نمبر پلېټونه تر لاسه کړي.

۲ ټول هغه د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس)  اشترنګ لرونکي نقلیه وسایط چې ثبت او سټیکر نه لري د (۱۴۴۷-۳-۶) هجري قمري، چې د (۸-۶-۱۴۰۴) هجري لمریز کال او (2025- 8- 30) زېږدیز کال له نېټې څخه وروسته دې، له کابل ولایت څخه ووځي او د یادو نقلیه وسایطو څېښتنان دې په لنډه  موده کې، د خپلې خوښې په ولایتونو کې د ترافیک پولیسو له مدیریتونو سره خپل نقلیه وسایط ثبت، او سټېکر دې ترلاسه کړي.

۳ همداراز هغه د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) اشترنګ لرونکي نقلیه وسایط چې قانوني اسناد نه لري ددې خبرتیا له نشرېدو وروسته دې، کابل ولایت ته له راتګ څخه په کلکه ډډه وکړي، خو هغه نقلیه وسایط چې د کابل ولایت د ټرافیک پولیسو له ریاست سره ثبت دي کولای شي چې کابل ولایت ته د خپلو موقتو پلېټونو د اخيستلو لپاره راشي.

۴: هغه د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) اشترنګ لرونکي وسایط چې په هر ولایت کې سټېکر اخلي، صرف په هماغه ولایت کې د ګرځېدا اجازه لري او نور هېڅ ځای ته نشي تللی.

۵: دا چې د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) نقلیه وسایط د ډېرو ترافيکي پېښو لامل کېږي، نو ښايي په نېږدې راتلونکي کې ور باندې نور قیودات هم وضع شي، نو له خپلو درنو هېوادوالو څخه غوښتنه کوو چې، د یادو نقلیه وسایطو له پېرلو ډډه وکړي تر څو وروسته له دې د نورو خونړیو پېښوشاهدان نه وو.

د وروستیو ترافیکي پېښو د مرګ ژوبلې ارقامو ته په کتو او په اړه یې د مخنیوي په موخه، د یادو وسایطو ټولو مالکونو ته خبر ورکول کیږي چې ذکر شویو مواردو ته پوره پاملرنه وکړي او پر ځان یې عملي کړي د نه رعایتولو په صورت کې له سرغړونکو سره  سخت قانوني چلند کیږي.

یادښت: وروسته له یادې نېټې د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) اشترنګ لرونکو نقلیه وسایطو ثبت په کابل ولایت کې نه کیږي.