ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسیې په چاپان کې د امریکا له لوري د تایفون توغندیو د ځای پر ځای کېدو په اړه خبرداری ورکړی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، مسکو د «ټایفون» ځمکني توغندیز سیستم د امریکا له‌خوا په جاپان کې د ځای پر ځای کولو پرېکړه د واشنګټن له لوري یو بل بې‌ثباته کوونکی ګام بولي.

د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنست، نوموړې په خپله څرګندونه کې زیاته کړې:«موږ دا د واشنګټن د هغې تګلارې برخه ګڼو، چې د لنډ واټن او منځني واټن ځمکني توغندیز ځواک د زیاتولو له لارې غواړي دغه سیستمونه د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای کړي. دا یو بل بې‌ثباته کوونکی ګام دی. »

ماریا زاخارووا له روسیې سره په نږدې سیمو کې د یادو توغندیو ځای پر ځای کول د مسکو لپاره مستقیم او استراتيژیک ګواښ بللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي: « دغه پرمختګونه به د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره د اندېښنې وړ پایلې ولري او د هستوي قدرتونو ترمنځ کړکېچونه به نور هم زیات کړي. »

اغلې زاخارووا زیاته کړې، مسکو ګوري چې توکیو د پوځي ځواک د چټک پرمختګ په لاره روان دی، چې پکې د پوځي تمرینونو زیاتوالی او له واشنګټن سره د پوځي ـ تخنیکي همکارۍ پراختیا شامله ده.

نوموړې ټینګار کړی، موږ دغه ګامونه په قصدي ډول دښمنانه او د روسیې ملي ګټو ته له پامه غورځول ګڼو، نو اړ یو چې مناسب پوځي ـ تخنیکي اقدامات ترسره کړو.

ماریا زاخارووا ویلي، روسیه د جاپان له حکومت څخه غواړي چې د «ټایفون» سیستمونو د ځای پر ځای کولو پرېکړه له سره وارزوي.
نوموړې زیاته کړې، که داسې ونشي مسکو به د سیمې د وضعیت د لا خرابېدو ټول مسوولیت پر جاپان واچوي.