ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 397

شیخ ندا محمد ندیم: د دنیا او اخرت سرلوړي د دیني او عصري علومو په زده کړه کې ده

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم کندهار پوهنتون کې د سویل لوېدیځ خصوصي او دولتي پوهنتونونو د محصلینو لپاره په دیني – علمي سمینار کې ګډون او وینا وکړه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رییس، د کندهار ولایت جهادي مدرسې رییس، د ولایتي ادارې یو شمېر رییسانو، علماء کرامو، د کندهار، اناسټو او د یاد ولایت خصوصي پوهنتونونو مشرتابه پلاوي، استادانو او زرګونو محصلینو ګډون کړی و.

شیخ ندا محمد ندیم ویلي، چې په دې ډول دیني مجالسو کې ګډون کول زموږ ایمان تازه کوي، زړونه مو قوت مومي، خپلو اعمال ته لا متوجه کېږو، دغه راز الله تعالی مو ګناهونه رابخښي او الله تعالی ته لا رجوع کوو.

همدارنګه نوموړي په ټولنه کې د علماء کرامو ارزښت بیان کړی او ویلي یې دي: “لکه څنګه چې یوه سخته ناروغي د ماهرو ډاکټرانو درملنې ته اړتیا لري، همداسې ټولنه د علماء کرامو لارښوونې او علم ته اړتیا لري؛ علماء کرام د دین ساتونکي دي او په تاریخ کې یې د الله تعالی له دین، کتاب او نبوي سنتو څخه دفاع کړې ده.”

ښاغلي ندیم زیاته کړې، علماء کرامو تر موږ او تاسو دین را رسولی، نو پکار ده چې د خپلو علماء کرامو ټول اقوال په زړه کې وساتو او عمل پرې وکړو.
 
د لوړو زده کړو وزیر محصلانو ته په خطاب کې ویلي، که غواړئ په دونیا او اخرت کې سرلوړي ترلاسه کړئ؛ نو په دواړو علومو دیني او عصري ځانونه ښه سمبال کړئ.

 دغه راز شیخ مولوي ندا محمد ندیم د خپلو خبرو په وروستیو کې محصلانو ته بېلابېلي سپارښتني کړې دي.

 د یادونې وړ ده، چې دغه اووه ورځنی سمینار په کندهار پوهنتون کې د سهیل لوېدیځ زون لسو امارتي او خصوصي پوهنتونونو (کندهار، اناسټو، هلمند، نیمروز او فراه امارتي او همدا راز ميرویس نیکه، ملالۍ، سبا، بېنوا او لمر خصوصي پوهنتونونو) ٥٥٠ تنو محصلانو ته جوړ شوی و.

د درملو او خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي قانون د پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د درملو، خوراکي توکو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون پلي کولو په موخه د بین الوزارتي هییت د همغږۍ دوهم پړاو غونډه وشوه.

په دې غونډه کې ښاغلي وزیر د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد او د بېلا بېلو امارتي ادارو د مرستیالانو او رییسانو ګډون درلود.

 مولوي نور جلال جلالي ویلي، د درملو، خوراکي توکو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري توشیح شوی، جدي، اړین او خورا مهم دی.

دغه‌راز نوموړي له اړوندو ادارو څخه غوښتي، چې د دې قانون د پلي کولو لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي.

د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد ویلي، موږ د دې قانون د پلي کولو لپاره تطبیقي پلان چمتو کړی او د قانون په رڼا کې مو د هرې ادارې دندې مشخصې کړې دي، ترڅو په اړه یې راتلونکي اجراات تر سره شي.

همداراز نوموړي له همکارو ادارو څخه غوښتي، چې په دې برخه کې له دوی سره بشپړه همکاري وکړي.

ښاغلي زاهد د دې قانون له توشیح وروسته د یادې ادارې د اقداماتو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړي دي.

بل لور ګډونوالو په دې غونډه کې د درملو، خوراکي توکو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق مخنیوي قانون د ښه والي او غوره پلي کولو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک او ژمنه یې کړې، چې دوی به په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره بشپړه همکاري کوي.

ترکیې له اسرائیلو سره ټولې سوداګریزې اړیکې پرې کړې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د دې هېواد په پارلمان کې د غزې په تړاو ځانګړې غونډې ته ویلي، چې دغه هېواد له اسرائیلو سره ټولې سوداګریزې اړیکې پرې کړي.

 ښاغلي فیدان زیاته کړې، دغه هېواد د اسرائیلي الوتکو پر وړاندې خپل هوایي حریم تړلی او د ترکیې بېړیو ته هم اجازه نه ورکوي، چې اسرائیلي بندرونه ته تګ وکړي.

 د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر غزه کې د صهیونیستي رژیم ظلم او وحشت ته په اشاره ویلي، اسرائیلي رژیم له تېرو دوو کلونو راهېسې په غزه کې د نسل‌وژنې جنایتونه کوي او د نړۍ د سترګو پر وړاندې بنسټیز بشري ارزښتونه له پامه غورځوي.

 د فیدان په وینا، هغه جنایتونه چې په غزه کې شوي، ” د انسانیت په تاریخ کې د تیاره څپرکو څخه د یو څپرکي په توګه ثبت شوي دي.”

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ننګرهار او خوست ولايتونو د پاکستاني پوځ د بريدونو په غبرګون کې، چې په ترڅ کې يې درې تنه ملکي وګړي شهيدان او اووه تنه ټپيان شوي، په کابل کې د یاد هېواد سفیر احضار کړی او د افغانستان د احتجاج‌ليک يې ور سپارلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر ولسي وګړو هوايي بريدونه په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکې عمل يې ګڼي.

یاد وزارت زياته کړې، همداراز پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه، چې د افغانستان د حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بې‌مسوولیته کړنې حتما خپل عواقب لري.

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۸۲ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیرې خبري شبکې د روغتیایي سرچینو له قوله ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله لږ تر لږه ۸۲ فلسطینیان شهیدان شوي.

راپور زیاتوي، چې له دې ډلې ۱۹ تنه د بشري مرستو د ترلاسه کولو پرمهال په نښه شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش ویلي، چې دا چاره په جګړه کې د «یو نوي او خطرناک پړاو» پیل ښيي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي اشغالګرو د جګړې له امله لږ تر لږه ۶۲ زره او ۹۶۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۵۹ زره او ۲۶۶ نور ټپيان شوي دي.