ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 398

پکتیا کې د شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت دوې پروژې ګټې اخیستنې وسپارل شوې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال مولوي صدراعظم عثماني له لوري پکتیا کې د شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه لوی کانال او یوې معیاري سړې خونې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دا معیاري سړه خونه د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ دفتر (تیکا) له لوري جوړه شوې، چې د ۲۰۰ مټریک ټنه توکو د ساتلو ظرفیت لري.

دغه راز د ۲.۵ کیلو متره په اوږدوالي د اوبو کانال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي همکارۍ جوړ شوی دی.

د پکتیا اوسېدونکي او بزګران دا پروژې مهمې بولي او هیله څرګندوي، چې پر بنسټ به یې ګڼې ستونزې هوارې شي.

روزا اوتونبایوا د اطلاعاتو او کلتور له وزیر سره د مخې ښې لیدنه کړې ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د اطلاعاتو او کلتور له وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره د مخې ښې لیدنه کړې ده.

مېرمن روزا اوتنبایوا د فرهنګي میراثونو په ارزښت او ساتنه خبرې کړې او د افغانستان ملي ارشیف او ملي موزیم یې د افغانستان د تاریخ او کلتور خزانه بللې ده.

نوموړې د افغانستان فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې د اړوندو ادارو په ځانګړې توګه د یونسکو د همکاریو په اړه ډاډ ورکړی دی.

ملا خیر الله خیر خواه د افغانستان اسلامي امارت د تېرو څلور کلونو لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې، اداري فساد له منځه وړلو او په ټول هېواد کې د امنیت تامینولو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان وروسته له ۴۵ کلونو د یو مقتدر مرکزي نظام خاوند شوی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر زیاته کړې، چې د هېواد له فرهنګي میراثونو څخه ساتنه د دې وزارت په کاري لومړيتوبونو کې ده. دغه‌راز فرهنګي میراثونه یې د بشریت مشترک میراث بللی دی.

په اندراګاندي روغتون کې د کوچنیانو د زړه جراحي څانګه پرانیستل شوه

د لومړي ځل لپاره د هېواد په دولتي روغتیایي سکټور کې د ماشومانو د زړه جراحي او هیموډیالیز څانګې پرانیستل شوې.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د اسلامي امارت ګڼو چارواکو او د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، ایمرجنسي بنسټ، سره صلیب او افغاني سرې میاشتې استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر په دې مراسمو کې ویلي، د خوښۍ او ویاړ ځای دی، چې په اندراګاندي د ماشومانو د درملنې په روغتون کې د لومړي ځل لپاره د ماشومانو د زړه جراحي او هیموډیالیز څانګې پرانیستل شوې.

نوموړي زیاته کړې، زه دا اقدام د فوق تخصصي خدمتونو وړاندې کولو پر لور یو لوی او تاریخي ګام ګڼم. دغه‌راز د هېواد روغتیایي ټیم تر دې دمه په دې څانګه کې د زړه جراحي درې بریالي عملیاتونه کړي دي.

د مولوي نورجلال جلالي په خبره، عامې روغتیا وزارت د خپلې ستراتیژۍ پر بنسټ د نویو سیسټمونو په جوړولو، د مسلکي کارکوونکو په روزنه او په پرمختللو تجهیزاتو سره د روغتونونو په سمبالولو کار کړی او نن ورځ د ماشومانو د زړه ناروغیو د درملنې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ویلي، چې نن ورځ موږ په ټول هېواد کې د نویو خدمتونو شاهدان یو او زه د عامې روغتیا وزارت ټولو کارکوونکو او ډاکټرانو ته د دې لویې لاسته راوړنې مبارکي وایم.

د ښاغلي متقي په خبره، د ماشومانو د زړه جراحي په برخه کې لاسته‌راوړنې او پرمختګ د ویاړ خبره ده.

نوموړي پر نړیوالو ادارو غږ کړی، چې بشري مرستې دې په پراختیايي مرستو بدلې کړي، تر څو په هېواد کې زیربناوې او بنسټیز کارونه وشي او زموږ هېوادوال په کور دننه ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.

عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې د اکمال تخصص پروګرام له لارې ډاکټران وروزي او په ټول هېواد کې د زړه جراحي د خلاصو عملیاتونو زمینه برابره کړي.

کورنیو چارو وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه بېړنۍ غونډه وکړه

د کورنیو چارو وزارت د دفتر رییس لوی پاسوال مولوي زین‌الله عابر په مشرۍ د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه بېړنۍ غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د وزارت د امنیتي چارو د ستر معنیت مرستیال، د کابل امنیه قومندان، د ترافیکو لوی رییس او نورو چارواکو ګډون کړی و.

دا غونډه د کابل-کندهار پر لویه لاره د وروستیو ترافیکي پېښو د مخنیوي او شننې په موخه جوړه شوې وه، چې له امله یې ګڼو هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د غونډې ګډونوالو د ترافیکي پېښو د مخنیوي او عامه خونديتوب د ښه‌والي لپاره اړینې لارښوونې او سپارښتنې کړې دي.

په ناسته کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي پر عملي لارو چارو بحث شوی او د ترافیک پولیسو او عامه امن پولیسو تر منځ پر دوامداره همغږۍ ټینګار شوی دی.

همداراز پرېکړه شوې، چې د امنیتي چارو د ستر معینیت په همغږۍ دې له ترافیکي قوانینو سرغړوونکي موټر ودرول شي او د کابل د امنیې قومندانۍ پولیس دې د سرغړوونکو د نیولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

اسلامي امارت د کابل-کندهار پر لویه لاره د ترافیکي پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی

د افغانستان اسلامي امارت د کابل-کندهار پر لویه لاره د ارغندۍ په سیمه کې د دردوونکې ترافیکې پیښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او شهیدانو ته یې د جنت الفردوس، ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا او کورنیو ته یې د اجر غوښتنه کړې ده.

د اسلامي امارت د تسلیت په پيغام کې راغلي: “په ډېره خواشینۍ سره، چې یو ځل بیا د کابل-کندهار پر لویه لاره د ارغندۍ په سیمه کې د یوه بس موټر د اوښتو له امله ګڼ شمېر افغانان شهیدان او ټپیان شوي دي. انا لله و انا الیه راجعون”

دغه‌راز مسولو ارګانونو ته سپارښتنه شوې، چې د پېښې د لاملونو جدي څېړنه وکړي او د ټپيانو درملنې ته پوره پاملرنه وکړي.

په دې خونړۍ ترافیکي پېښه کې ۲۵ کسان مړه او ۲۶ نور ټپيان شوي وو.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د موسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر ملا محمد یونس اخندزاده په مشرۍ د موسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د یاد وزارت وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، مرکزي رییسانو، د یونیسف دفتر د واش کلسټر مسول او د نورو موسساتو استازو ګډون کړی و.

په پیل کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې غونډې د اهمیت په اړه وینا کړې ده.

نوموړي ویلي، اوبه د انسان د ژوند لپاره اړین رول لري او د خوښۍ ځای دی، چې اوس‌مهال په هېواد کې د اوبو رسولو د سترو پروژو چارې روانې دي.

هغه د اوبو مدیریت ته په اشارې زیاته کړې، چې د اوبو رسولو پروژې باید د خلکو د اړتیاوو پر اساس تطبیق شي. دغه‌راز زموږ ټولو مسولیت دی چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خپل ولس لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې کړو.

د لوړو زده‌کړو وزیر د ځوانانو د روزنې لپاره پر دوامداره هڅو ټینګار کړی

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو محصلانو ته په جوړ شوي دیني-اصلاحي سمینار کې هر اړخيزه اصلاحي وینا وکړه.

نوموړي محصلینو ته د‌ نورو توصيو تر څنګ سپارښتنه کړې، چې دیني او عصري زده‌کړې دې د الله تعالی د رضا، اسلام او ټولنې د خدمت لپاره وکړي.

ښاغلي ندیم ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت د متعهدو او متخصصو ځوانانو د روزنې لپاره دوامداره هڅې کوي.

په ياد‌ سمینار کې د لوړو زده‌کړو د وزیر او مل پلاوي تر څنګ د ننګرهار مرستیال والي او د پوهنتون رهبرۍ هم ګډون کړی و.

دغه شپږ ورځنی سمینار د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د لغمان، ننګرهار او د ننګرهار خصوصي پوهنتونونو محصلینو لپاره جوړ شوی دی.

عزیزي انرژي ګروپ به د لس زره مېګاواټه برېښنا تولیدي پروژې د لومړي فاز عملي چارې ژر پيل کړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په پینځمه پخپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او د عزیزي انرژي ګروپ شرکت له لوی رییس میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره وکتل.

د دې لیدنې پر مهال میرویس عزیزي د لس زره مېګاواټه پروژې د چارو د پرمختګ راپور د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ته وړاندې کړی دی.

ښاغلي عزیزي ویلي، د هوکړې له لاسلیک وروسته یې خپل ټیمونه د اړوندو وزارتونو د تخنیکي ټیمونو سره یوځای بغلان، بلخ، جوزجان، هرات او بامیان ولایتونو ته لېږلي، چې د تېرو شاوخوا دوو اوونیو په جریان کې یې د یو شمېر پروژو ابتدايي سروې کړې او تخنیکي معلومات یې راټول کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژه یې په درېیو فازونو وېشلې، چې لومړی فاز یې د څلور زره مېګاواټه برېښنا ظرفیت لري.

د عزیزي انرژۍ ګروپ شرکت د مسولینو د معلوماتو له مخې، د لومړي فاز د پروژو عملي چارې به له اړوند وزارتونو او ادارو سره په ګډه ژر پيل شي.

ښاغلي عزیزي په دې اړه خپلې غوښتنې هم د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال او د اړوند وزارتونو او ادارو مسولینو د یادو غوښتنو د پوره کولو پوره اطمینان او ډاډ ورکړی دی.

د غونډې په پای کې د ملا عبدالغني برادر اخوند د لارښوونې پر اساس د اړوند وزارتونو او ادارو او عزیزي انرژي شرکت له استازو څخه ګډه کمېټه جوړه او دنده ورته سپارل شوې، تر څو د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولیدي پروژو د کارونو تعقیب او نظارت وکړي او راپور یې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له مقام سره وخت پر وخت شریک کړي.