د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو محصلانو ته په جوړ شوي دیني-اصلاحي سمینار کې هر اړخيزه اصلاحي وینا وکړه.
نوموړي محصلینو ته د نورو توصيو تر څنګ سپارښتنه کړې، چې دیني او عصري زدهکړې دې د الله تعالی د رضا، اسلام او ټولنې د خدمت لپاره وکړي.
ښاغلي ندیم ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت د متعهدو او متخصصو ځوانانو د روزنې لپاره دوامداره هڅې کوي.
په ياد سمینار کې د لوړو زدهکړو د وزیر او مل پلاوي تر څنګ د ننګرهار مرستیال والي او د پوهنتون رهبرۍ هم ګډون کړی و.
دغه شپږ ورځنی سمینار د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د لغمان، ننګرهار او د ننګرهار خصوصي پوهنتونونو محصلینو لپاره جوړ شوی دی.

