ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 406

د ملګرو ملتونو یوې ملاتړې ادارې په لومړي ځل غزه کې قحطي تایید کړه

د ملګرو ملتونو د خوړو خوندیتوب یوې ملاتړې ادارې «IPC» په لومړي ځل غزه کې قحطي تاییده کړه

د خوړو خوندیتوب د مدغم پړاو درجه بندۍ «IPC» ډلې په راپور کې ویل شوي، چې له نیم میلیونه څخه ډېر فلسطینیان د اسراییلو د جګړې تر سیوري لاندې د لوږې له ناورین سره مخ دي.

راپور زیاتوي، دغه قحطي د غزې تړانګې په شمال کې رامنځته شوې، چې د را روانې سپټمبر میاشتې تر وروستیو پورې به د غزې مرکزي او سویلي دیرالبلاح او خان یونس سیمو ته هم پراخه شي.

په دغه راپور کې روانه قحطي پینځمه درجه یاده شوې، چې د خوړو خوندیتوبه تر ټولو ناوړه کچه ښيي.

د اسراییلو یرغلګرو بریدونه هره ورځ د غزې د اوسیدونکو ژوند اخلي، او په غزه کې د لوږې له امله مړینې هم مخ پر زیاتیدو دي.

د وروستیو معلوماتو له مخې، په غزه کې د لوږې او قحطۍ له امله د قربانیانو شمېر ۲۶۹ ته رسیدلی، چې ۱۱۲ یې ماشومان دي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: افغانستان کې د خپل‌سرو ډلو د شتون په اړه د ځینې هېوادونو اندېښنې بې‌ځایه دي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد په امنیت شورا کې د ځینو هېوادونو هغه اندېښنې بې ځایه بللي، چې ګواکې افغانستان کې د نورو هېوادونو خپل‌سرې ډلې شتون لري.

ښاغلي مجاهد دغه ادعاوې رد کړي او له ټولو هغو جهتونو چې په دې اړه اندېښنې خپروي غوښتي، چې بې دلیله دې د افغانستان د بې ثباتۍ هڅې نه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېڅ شواهد نشته چې ورته ادعاوې ثابتې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی:«راځۍ د بې ځایه ادعاوو پرځای باید په افغانستان کې موجود امنیت او پرمختګ یو ښه فرصت وبولو او همکاري ورسره وکړو.»

مولوي محمد یعقوب مجاهد او مل پلاوي د ملي پراختیا شرکت د تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمدجان بلال او مل پلاوي د ملي پراختیا شرکت د فلزي عناصرو، کرنیزو او صنعتي ماشین الاتو له تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې مولوي محمد یعقوب مجاهد د هېواد د ابادۍ او ځان بسیاینې برخه کې د ملي پراختیا شرکت کړنې بېساري بللي او د هر راز مرستې او ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.

دغه راز د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش هم ډاډ ورکړی، چې په ټول توان د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره ګړندۍ هڅې کوي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د ملي پراختیا شرکت د تولیدي فابریکو دا کمپلکس ګټې اخیستې ته وسپارل شو، چې اوس مهال په کې په لسګونو ډول وسایل او وسایط تولیدېږي.

محمد سهیل شاهین قطر کې د نیدرلنډ له سفیرې سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړي

دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین قطر کې د نیدرلنډ له سفیرې لایتیسیا وان اش سره کتلي.

دوحه کې افغانستان سفارت وایي، یاده کتنه کې د بشري مرستو سربېره؛ له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو پر وضعیت، د هغوی پر اړتیاوو او د اسلامي امارت د خدمتونو په اړه خبرې شوې دي.

 ښاغلي شاهین د نیدرلنډ له سفیرې سره دغه راز د افغانستان د امنیت، سیاحتي چاپېریال، اقلیمي بدلون او اغېزو هم خبرې کړې دي.

د ناستې په پای کې دواړو لورو د ورته ناستو پر دوام ټینګار کړی او دا یې د دوه اړخیزو اړیکو او باور جوړونې لپاره مهمې بللې دي.

کابل ته د پنجشېر اوبو د لېږد په موخه له یوه خصوصي شرکت سره ناسته وشوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه خصوصي شرکت له مسولینو سره کابل ته د پنجشېر اوبو د لېږد په اړه ناسته وکړه.

ملا عبدالغني برادر اخوند په دې کتنه کې وویل، چې اسلامي امارت د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزې ته متوجې دی او په جدي او اساسي ډول یې د حل لپاره هڅې کوي.

ورته‌مهال د خصوصي شرکت مسولینو وویل، چمتو دي چې د ټولو معیارونو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره له پنجشیر سیند څخه کابل ښار ته د اوبو د انتقال پروژه کې پانګونه وکړي.

هغوی زیاته کړه، د یادې پروژې په اړه به د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د معلوماتو او اسنادو له ترلاسه کولو وروسته خپل تخنیکي ټیمونه ساحې ته ولېږي او د دوه اوونیو په جریان کې به د یادې پروژې سروې او ډیزاین بشپړ کړي.

بلخوا د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت مسولینو ته دنده وسپارله، څو د دې پروژې په اړه موجود معلومات او اسناد د یاد شرکت مسولینو ته په واک کې ورکړي.

ښاغلي برادر اخوند د بشپړې همکارۍ د څرګندولو تر څنګ، د اوبو او انرژۍ وزارت او یاد شوي شرکت له استازو څخه وغوښتل چې خپل راپور د دوو اونیو په ترڅ کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال سره شریک کړي.