ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 407

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۱۱ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۱۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۷۸۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۹۵۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۶۷) کورنیو سره مجموعًا (۵۸۲۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۱۳۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۷۳)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۲۶۲)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه (۳۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۰)تنه و، فراه، هرات، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۱۵۹۰۰۰) کرایه ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۲۳)کورنیو سره مجموعًا (۹۷۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۹۱۱)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۱۳۱)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲۶۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۲۱)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۱۵۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۰۲)تنه و، هرات، زابل، هلمند، خوست، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۰۲۹۲۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۱۴)کورنیو سره مجموعًا (۱۷۶۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۹۴۲)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۱۴)عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۷۰۳)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۱۰۲۳۰)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۴۲۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۰۸۸)تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۱۷۰۶۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۶۱۸)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

پکتیکا

انګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې له لارې (۲۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۴) کورنیو سره مجموعًا (۱۳۸۶۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱۰۷۰)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۸۰۰)تنه و، بلخ، جوزجان، کندوز، تخار، خوست، بغلان، پکتیا، فاریاب، کندهار، سرپل، سمنګان، میدان وردګ، دایکندي، لوګر، بدخشان، پروان او لغمان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۲۵۵۳۷۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: (۲۹۰۱)کورنۍ او (۲۲۱۱۹)افراد

لېږدول شوي کډوال: (۲۶۸۲)کورنۍ او (۱۴۸۴۰)افراد

مرسته شوي کډوال: (۱۱۴۸)کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۹۶۳)عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې سره د مخې ښې لیدنه وکړه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره د مخې ښې لیدنه وکړه.

د ناستې په پیل کې روزا اوتنبایوا په وروستۍ زلزله کې د زیانمنو شویو په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې ملګري ملتونه له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

اغلې اوتنبایوا د خپل ماموریت پر مهال د اسلامي امارت لخوا د ورسره شوې همکارۍ له امله مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د هڅو په اړه نړیوال قانع شوي دي.

د نوموړې په وینا، که روانې هڅې دوام ولري افغانستان به د سویلي او منځنۍ اسیا یو فعال هېواد وګرځي.

روزا اوتنبایوا د اسلامي امارت په تېره څلور کلنه دوره کې پر ستونزو سربېره د طبیعي پيښو او د کډوالو لړۍ مدیریت ستایلی او ویلي یې دي، چې د افغانستان په تړاو به کره معلومات له نړیوالو سره شریک کړي.

د یوناما مشرې له افغانانو سره پر بشري مرستو ټېنګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د ملګرو ملتونو ۲۵ ډلې زلزله ځپلو سیمو ته رسیدلې او د حالت له ارزولو وروسته به مرستې پیل شي.

هغې د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې ملګري ملتونه د کډوالۍ دایمي حل په موخه د افغانستان په شمال کې له کډوالو وزارت سره په همغږۍ د ۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژه پلې کوي او دویم پړاو به یې په نیمروز او فراه ولایتونو کې تطبیق شي.

مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت په دویمه دوره کې د یوناما د مشرې د هڅو او خدمتونو ستاینه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اغلې روزا اوتنبایوا د ماموریت پر مهال یو شمېر مهم کارونه کړي او تمه ده، چې لامثبت ګامونه واخیستل شي.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې، چې اسلامي امارت زلزله ځپلو ته د مرستې رسولو په موخه یوې کمیټې ته دنده سپارلې او نړیوال بنسټونه دې خپلې مرستې له حکومت سره په همغږۍ ووېشي.

د ښاغلي وزیر په وینا، د کډوالو چارو وزارت د کډوالۍ د انګېزې ختمولو په موخه ستراتیژي چمتو کړې او له تخنیکي ارزونې وروسته به بشپړه شي.

د ناستې په پای کې د کډوالو وزیر د یوناما له چارو ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده، چې د کډوالو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له ادارو سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو په اړه کنفرانس جوړېږي

د لوړو زده کړو وزارت په نوښت د وردګ پوهنتون له لوري «له اسلامي قيادت څخه تر ټولنیز، سياسي، اقتصادي، فرهنګي او شرعي پرمختگونو پورې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالى ورعاه د فرامینو اغېزې» تر نامه لاندې داخلي کنفرانس جوړېږي.

لوړو زده‌کړو وزارت د یاد کنفرانس موخې په شرعي، ټولنيزو، سياسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د امیر المؤمنين حفظه الله د فرمانونو اغېزې، حکمت، شرعي فلسفه او همدا راز د رعیت او اسلامي نظام تر منځ د اعتماد فضا رامنځ ته کول، د اسلامي حاکمیت د فکري تصویر نړیواله تشریح او د ټولنې د ټولو اړخونو په اړه د اسلامي قیادت ماهیت، ژورلید او شرعي لیدلوري روښانه کول ښودلي دي.

الامداد خیریه بنسټ د کونړ له زلزله ځپلو سره مرسته کوي

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د الامداد ( AICT ) خیریه بنسټ له رییس سره وکتل.

اقتصاد وزارت وایي، چې دې کتنه کې د زلزلې له زیانمنو او نورو اړمنو سره په مرستې خبرې شوې دي.

د اقتصاد وزیر د یاد بنسټ د مرستو هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې، چې د بشري مرستو د دوام او زیانمنو سیمو کې د هېوادوالو د وضعیت ښه کېدو په موخه اوږد مهاله بنسټیزې پروژې پلې کړي.

دغه بنسټ به له ټاکل شوې کمېټې سره په ګډه کونړ کې زیانمنو ته اړین خدمتونه وړاندې کړي.

د کرنې وزارت پلاوي د ترکیې د ادیرنې له والي سره په دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ یوه پلاوي ترکیې ته د سفر په ترڅ کې د ادیرنې له والي سره وکتل.

په دې کتنه کې د ادیرنې والي د افغانستان د کرنې او علمي څېړنو په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراخېدو ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی، چې سیمه‌ییزه اداره یې له افغانستان سره په تخنیکي او د تجربو د تبادلې په برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو ده.

مولوي صدراعظم عثماني د ترکیې له همکاریو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې دغه همکارۍ به لا زیاتې شي. دغه‌راز د دواړو هېوادونو اړیکې به د کرنیز پرمختګ په برخه کې نورې هم پياوړې شي.

د دې تر څنګ افغان پلاوي د ترکیې له کرنیزو ماشینریو او شرکتونو څخه هم لیدنه کړې ده.