د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره د مخې ښې لیدنه وکړه.
د ناستې په پیل کې روزا اوتنبایوا په وروستۍ زلزله کې د زیانمنو شویو په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې ملګري ملتونه له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
اغلې اوتنبایوا د خپل ماموریت پر مهال د اسلامي امارت لخوا د ورسره شوې همکارۍ له امله مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د هڅو په اړه نړیوال قانع شوي دي.
د نوموړې په وینا، که روانې هڅې دوام ولري افغانستان به د سویلي او منځنۍ اسیا یو فعال هېواد وګرځي.
روزا اوتنبایوا د اسلامي امارت په تېره څلور کلنه دوره کې پر ستونزو سربېره د طبیعي پيښو او د کډوالو لړۍ مدیریت ستایلی او ویلي یې دي، چې د افغانستان په تړاو به کره معلومات له نړیوالو سره شریک کړي.
د یوناما مشرې له افغانانو سره پر بشري مرستو ټېنګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د ملګرو ملتونو ۲۵ ډلې زلزله ځپلو سیمو ته رسیدلې او د حالت له ارزولو وروسته به مرستې پیل شي.
هغې د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې ملګري ملتونه د کډوالۍ دایمي حل په موخه د افغانستان په شمال کې له کډوالو وزارت سره په همغږۍ د ۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژه پلې کوي او دویم پړاو به یې په نیمروز او فراه ولایتونو کې تطبیق شي.
مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت په دویمه دوره کې د یوناما د مشرې د هڅو او خدمتونو ستاینه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اغلې روزا اوتنبایوا د ماموریت پر مهال یو شمېر مهم کارونه کړي او تمه ده، چې لامثبت ګامونه واخیستل شي.
مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې، چې اسلامي امارت زلزله ځپلو ته د مرستې رسولو په موخه یوې کمیټې ته دنده سپارلې او نړیوال بنسټونه دې خپلې مرستې له حکومت سره په همغږۍ ووېشي.
د ښاغلي وزیر په وینا، د کډوالو چارو وزارت د کډوالۍ د انګېزې ختمولو په موخه ستراتیژي چمتو کړې او له تخنیکي ارزونې وروسته به بشپړه شي.
د ناستې په پای کې د کډوالو وزیر د یوناما له چارو ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده، چې د کډوالو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له ادارو سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

