د لوړو زده کړو وزارت په نوښت د وردګ پوهنتون له لوري «له اسلامي قيادت څخه تر ټولنیز، سياسي، اقتصادي، فرهنګي او شرعي پرمختگونو پورې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالى ورعاه د فرامینو اغېزې» تر نامه لاندې داخلي کنفرانس جوړېږي.
لوړو زدهکړو وزارت د یاد کنفرانس موخې په شرعي، ټولنيزو، سياسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د امیر المؤمنين حفظه الله د فرمانونو اغېزې، حکمت، شرعي فلسفه او همدا راز د رعیت او اسلامي نظام تر منځ د اعتماد فضا رامنځ ته کول، د اسلامي حاکمیت د فکري تصویر نړیواله تشریح او د ټولنې د ټولو اړخونو په اړه د اسلامي قیادت ماهیت، ژورلید او شرعي لیدلوري روښانه کول ښودلي دي.

