د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه خصوصي شرکت له مسولینو سره کابل ته د پنجشېر اوبو د لېږد په اړه ناسته وکړه.
ملا عبدالغني برادر اخوند په دې کتنه کې وویل، چې اسلامي امارت د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزې ته متوجې دی او په جدي او اساسي ډول یې د حل لپاره هڅې کوي.
ورتهمهال د خصوصي شرکت مسولینو وویل، چمتو دي چې د ټولو معیارونو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره له پنجشیر سیند څخه کابل ښار ته د اوبو د انتقال پروژه کې پانګونه وکړي.
هغوی زیاته کړه، د یادې پروژې په اړه به د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د معلوماتو او اسنادو له ترلاسه کولو وروسته خپل تخنیکي ټیمونه ساحې ته ولېږي او د دوه اوونیو په جریان کې به د یادې پروژې سروې او ډیزاین بشپړ کړي.
بلخوا د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت مسولینو ته دنده وسپارله، څو د دې پروژې په اړه موجود معلومات او اسناد د یاد شرکت مسولینو ته په واک کې ورکړي.
ښاغلي برادر اخوند د بشپړې همکارۍ د څرګندولو تر څنګ، د اوبو او انرژۍ وزارت او یاد شوي شرکت له استازو څخه وغوښتل چې خپل راپور د دوو اونیو په ترڅ کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال سره شریک کړي.

