ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 413

ملا عبدالغني برادر اخوند د بلخاب ډبرو سکرو کان د استخراج پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر ترڅ کې تېره ورځ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۱ نېټه د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې په مسلکي ډول د بلخاب ډبرو سکرو کان د استخراج او د کانونو ترمنځ د نښلېدونکو سړکونو پرانیسته وکړه.

ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت د بلخاب ډبرو سکرو کان کې جوړو شویو مراسمو کې وویل، افغانستان د بېلابېلو طبیعي زېرمو له اړخه غني هېواد دی او دغه زېرمې د اوږدمهاله زېربنايي پروژو د تمویل، د صنعتي پرمختګ او د ملي عوایدو د سترې سرچینې په توګه له اساسي او ستراتیژیک ارزښت څخه برخمنې دي، چې په مسلکي استخراج سره به یې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر لور چټک ګامونه واخلو.

نوموړي زیاته کړه، په هېواد کې له شته طبیعي زېرمو څخه د اعظمي ګټې اخیستنې په موخه باید یوازې د خامو موادو پر صادراتو بسنه ونه کړو؛ بلکې د هېواد دننه د پروسس او تولید کارخونې جوړې کړو ترڅو کاري فرصتونه زیات او داخلي صنعت قوي کړو.

ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د بلخاب ډبرو سکرو کاني حوزه د هېواد له مهمو او غني زېرمو څخه ده، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري یې د استخراج پروسه تر دې دمه ښه روانه ده.

نوموړي زیاته کړه، د ملي پراختیا شرکت د دغه کان د استخراجي چارو د تسهیل او تسریع په موخه له ۲۰۰ کیلومتره زیات سړکونه په معیاري توګه جغل اندازي کړي، چې د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو کانونه یو له بل سره نښلوي.

د ښاغلي برادر اخوند په خبره، په دې سره به کارګران او قراردادي شرکتونه د کان کېندنې چارو ته په سمه توګه رسېدنه وکړای شي. 

ملا عبدالغني برادر اخوند د ملي پراختیا شرکت له هڅو مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د استخراج چارې لا ډېرې معیاري، له هر ډول ضایعاتو څخه مخنیوی ترسره او د چاپیریال ساتنې معیارونه په پام کې ونیسي.

همداراز نوموړي د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د اړتیا وړ د ډبرو سکاره به په  کم قیمت دوی ته ورکول کېږي او همداراز به دوی ته د سړکونو، روغتونونو او نورو برخو کې هم ټولنیز خدمات لا زیات شي.

په پای کې ښاغلي برادر د سرپل والي او ځایي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې وخت په وخت د بلخاب له ولسونو سره ناستې وکړي، د هغوی ستونزې واوري او د حل هڅې یې وکړي.

 د یادونې وړ ده، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري د بلخاب ډبرو سکرو د مسلکي استخراج لپاره شاوخوا ۱۰۰ صوفونه کېندل شوي، چې اوسمهال پکې له دوه زره زیات هېوادوال په مستقیم ډول په کار مصروف او په کلني ډول ترې ۵۰۰ زره ټنه سکاره استخراجیږي.

له دې کان څخه استخراج شوي د ډبرو سکاره به په کورنیو کارخونو کې د انرژۍ تولید او د صنعت د پراختیا ترڅنګ د هېواد واردات هم زیات کړي او د کاري فرصتونو په زیاتولو سره به د بې‌وزلۍ کچه راټیټه او په لویه کې به د هېواد اقتصاد ورسره پیاوړی شي.

زلزله‌ځپلو لپاره د هند د بشري مرستو لومړۍ جوپه کابل ته راورسېده

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې‌شنکر ویلي، چې د هوا له لارې د افغانستان زلزله‌ځپلو سره د دې هېواد د مرستو لومړۍ جوپه تېره شپه (سه‌شنبه) کابل ته ورسېده.

د ښاغلي شنکر په وینا، په دغه ۲۱ ټنه مرسته کې کمپلې، خیمې، د پخلنځي لوښي، طبي وسایل او یو شمېر نور اړین لومړني توکي شامل دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر دغه راز زیاته کړې، چې هند په سیمه کې د وضعیت څارلو ته دوام ورکوي او راتلونکو ورځو کې به نوره بشري مرسته هم واستوي.

د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون نوبتي غونډه؛ زلزله‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو پر لا چټکتیا ټینګار شوی

د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون غونډه کې زلزله‌ځپلو ته د بیړنیو مرستو په رسولو خبرې شوي.

 په دې غونډ کې مولوي محمد یعقوب مجاهد د زلزله‌ځپلو غم «ګډ غم» بللی او د امنيتي ځواکونو، ملکي ادارو او ولسونو د ګډو هڅو او خدمتونو ستاينه یې کړې ده.

 ښاغلي مجاهد ویلي، امنيتي ځواکونه به تر هغو د خلکو په خدمت کې وي، چې لومړنۍ اړتياوې یې نه وي پوره شوې.

 دغه راز دې غونډه کې اړوندو ادارو ته جدي لارښوونې شوې، څو د بيړنيو مرستو په رسولو کې لا زياته چټکتيا راولي او د زلزله‌ځپلو د ژوند د عادي کېدو لپاره هر اړخيز اقدامات وکړي.

د غونډې په پای کې پر دې ټینګار شوی، چې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو په ګډون ټول امنيتي او ملکي ارګانونه دې د ولس خدمت د لومړيتوب په توګه په ګډه او بشپړه همغږۍ پرمخ يوسي.