ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 412

مولوي عبدالکبیر د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې پرانیسته وکړه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په پرانیسته کې ګډون او وینا وکړه.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزرات وایي، د چهار اسیاب په ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یاده پروژه د دې د وزارت په تخنیکي همکارۍ او د اسلامي همکاریو د سازمان په مالي ملاتړ بشپړه شوې.

د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر ښاغلی محمد سعید العیاش له یاد سازمان سره د عامه پروژو په بشپړولو کې د کډوالو چارو وزارت له همکارۍ مننه وکړه او وې وویل، چې یاده پرروژه په ودانېزه برخه کې د اسلامي امارت او د اسلامي همکاریو د سازمان د ګډې همکارۍ ښه پیل دی.

دغه‌راز ښاغلي العیاش د مدرسو او جوماتو د رغولو په برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان د ژمنتیا یادونه وکړه او زیانه یې کړه، چې تمه ده د کډوالو چارو وزارت په تخنیکي همکارۍ ورته نورې رغنیزې چارې هم پیل کړي.

مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان فعالیت مهم یاد کړ او له افغانانو سره د یاد سازمان د بشري مرستو ستاینه یې وکړه.

نوموړي په هېواد کې د عامه پروژو د رغولو په برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستو د دوام غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي نړۍ دې د جوماتونو، مدرسو او ښوونځیو په رغولو کې ونډه واخلي.

ښاغلي وزیر څرګنده کړه، چې اسلامي امارت له هرې ممکنې شرعي لارې د جوماتونو او ښوونیزو مرکزونو د ابادولو هڅې کوي او دا لرۍ به دوام ولري.

په ترکیه کې د افغانستان او قطر سفیرانو د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

په انقره کې د اسلامي امارت لوی سفیر شیخ صنیع‌الله فرهمند د ترکیې لپاره د قطر سفارت له چارسمبالي دوکتور نایف بن جاسم محمد العبدالجبار سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قطر تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د لاپیاوړتیا ترڅنګ، د سیمې پر يو لړ سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې دي.

دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او دغه راز یې د خپلو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا هیله ښودلې ده.

مولوی عبدالولی حقاني د روغتيا نړيوال سازمان له استازو سره لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوی عبدالولی حقاني ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د روغتيا نړيوال سازمان له استازو سره لیدنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت وزارت وایي، د یادې لیدنې موخه د درملو او د هغو مرستو ارزونه ده، چې د روغتيا نړيوال سازمان يې د زلزله‌ ځپلو لپاره برابرول غواړي.

دغه ‌راز په دې لیدنه کې مولوي عبدالولي حقاني او مل تخنیکي ټیم د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو لپاره د اړینو درملو لېست جوړ او د نړيوال روغتيايي سازمان له استازو سره شريک کړ؛ تر څو په روغتونونو او روغتیایي مرکزونو کې د زلزله ځپلو لپاره د اړینو درملو اړتیاوې پوره او د درملو د کمښت ستونزې پېښې نه شي.

همدارنګه مولوی عبدالولی حقاني د روغتیا نړيوال سازمان له استازو څخه د دوامدارو همکاريو له امله مننه وکړه.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۹ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۱۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۷۴۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې اووه زره او ۹۹۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۱۱ کورنیو سره ټولې پینځه میلیونه او ۴۲۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۲۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۹۳۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه ۴۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۰ تنه و، کندهار، هرات، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۲۵۱ زره کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۰ کورنیو سره ټولې ۷۸۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۸۰۴ تنه راستانه شویو کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۱۲۱ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۸۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زره او ۷۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۱۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶۰ تنه و، کندهار، زابل، پکتیکا او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۹۹۱ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹۳ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۶۴۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې یو زر او ۷۱۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۲۰۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې یو زر او ۶۳۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو نهه زره او ۶۸۷ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۶۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۱۳۶ تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته څلور میلیونه او ۹۹۹ زره  افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زر او ۳۷۳ کورنیو سره ټولې۱۱ میلیون او ۴۹۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته دوه زره او ۹۹۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۸ کورنیو سره ټولې ۱۷۶ زره  افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: انګور اډه کې ۳۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.   

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د هلمند له بهرامچې څخه ۲۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۶ تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته ۱۱۸ زره او ۲۵۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره ټولې۲۲۴ زره او افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ‍۳۰۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۶۷۱ تنه و، بغلان، کندوز، تخار، بلخ، جوزجان، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته  یو میلیون ،۳۲۰ زره او ۲۶۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:               دوه زره او ۷۲۵ کورنۍ او ۱۹ زره او ۴۹۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          دوه زره او ۱۴۲ کورنۍ او ۱۱ زره او ۸۰۳ وګړي

مرسته شوي کډوال:             دوه زره او ۴۵۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          ۳۲۷ عدده

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۱۰۵ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، پرون سې‌شنبه پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۵ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

په شهیدانو کې لږ تر لږه ۳۲ کسان د مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي او ۵۰ نور د غزې پر ښار په بریدونو کې شهیدان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو د غزې ښار د نیولو په موخه په دې سیمه کې بې‌ له ځنډه بریدونه جاري ساتلي دي.

د الجزیرې خبریالې ویلي: “د غزې فلسطینیان اوس‌مهال په قفس کې بند پاتې دي او هڅه کوي، چې د امکان تر حده په پرله‌پسې هوايي بریدونو کې ژوندي پاتې شي. هر ځای چې دوی ځي، هوايي بریدونه یې تعقیبوي.”

نوموړې زیاتوي: “دوی همدارنګه د کلابندۍ او د مرستو او خوړو د بندښت له امله مري، ځکه چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره لومړنۍ اړتیاوې نشي پوره کولای.”

فلسطینیان د پرله‌پسې بریدونو او قحطۍ د جدي ګواښ له امله له سخت بشري ناورین سره مخ دي.

تر پرون سې‌شنبې پورې په ۲۴ ساعتونو کې د لوږې له امله ۱۳ فلسطینیانو ژوند بایللی. په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د جګړې له پیل راهیسې یوازې د لوږې له امله ۳۶۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي. په دې کې ۸۳ وروسته له هغه شهیدان شوي، چې د ملګرو ملتونو یوې ملاتړې ادارې د اګسټ پر ۲۲مه د لومړي ځل لپاره په غزه کې قحطي تایید کړه.

د ۲۰۲۳ د اکټوبر میاشتې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۳ زره او ۶۳۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۰ زره او ۹۱۴ نور ټپيان شوي دي.

کرېکټ؛ افغان اتلانو پاکستان ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په شل اوریزه لوبه کې پاکستان ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه.

په روانو لوبو کې دا د افغان اتلانو دویمه پرله‌پسې بریا وه.

د دې لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او د توپ‌وهنې پرېکړه یې وکړه.

افغان لوبډلې د ابراهیم ځدراڼ د ۶۵ او صدیق‌الله اتل د ۶۴ منډو پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.

افغان اتلانو د ښې توپ‌اچونې پر مټ له ټاکل شوي هدف څخه دفاع وکړه او بریا یې پخپل نوم کړه.

د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي، راشد خان، محمد نبي او نور احمد هر یوه دوې-دوې ویکټې واخیستې.

محمد نبي عیسی خیل د نړیوالو شل اوریزو سیالیو په ۱۳۵مه پاڼۍ کې ۱۰۰ ویکټې هم پوره کړې او دویم افغان لوبغاړی شو، چې دا ویاړ پر خپل نوم ثبتوي. له دې وړاندې راشد خان هم ۱۰۰ ویکټې پوره کړې وې.

ابراهیم ځدراڼ، چې په ۴۵ توپونو یې د ۸ څلوریزو او یوې شپږیزې پرمټ ۶۵ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو تر منځ شل اوریزه لوبلړۍ په شارجه کې کېږي، چې تر دې مهاله یې افغانستان او پاکستان دوې-دوې لوبې ګټلې دي. متحده اماراتو بیا دواړه بایللې دي.

افغان ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه پاکستان ته بایللې وه، خو په درېیمه لوبه کې یې بېرته بریا خپله کړه.

افغان اتلان به په خپله څلورمه سیالۍ کې د راتلونکې جمعې په ورځ له متحده عربي اماراتو سره مخ شي.

په دې درې اړخیزه لوبلړۍ کې ټولې اووه لوبې کېږي. هره لوبډله به له یوه او بل سره دوې-دوې لوبې کوي او یوه به پایلوبه کېږي.

مولوي مطیع‌الحق خالص د روسیې په ولادیووستوک کې د نایاب مارغانو د ساتنې او ګډو همکاریو په اړه له اړونده مسولینو سره خبرې کړي

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص د راسکانګرېس اقتصادي فورم په څنډه کې د «شاهین کور» څخه د لیدنه ترڅنګ، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره ځانګړې لیدنه وکړه.

د «شاهین کور» څخه د لیدنې پر مهال مسوولینو د نایاب مارغانو د ساتنې، د استوګنځایونو وضعیت او د خوړو د منابعو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي دي او همدارنګه د روسیې فدراسیون د سره لست حیواناتو اړوند راپور یې ورسره شریک کړی دی.

ښاغلي خالص د دې معلوماتو له وړاندې کولو مننه کړې او د علمي او تخنیکي همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې نوموړي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له استازي ښاغلي حمید الکتبي سره هم لیدنه کړې.

د دې لیدنې پر مهال د افغانستان د چاپېریالي وضعیت او د وحشي ژوو او مارغانو د ساتنې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شوې دي.

ښاغلي الکتبي د دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ په افغانستان کې د چاپېریالي پروژو او د میش‌مارغانو د نسل د زیاتوالي فارمونو پر جوړولو د پانګونې لېوالتیا څرګنده او د ګډو همکاریو ډاډ یې ورکړی دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر له ملي او نړیوالو مرستندیو بنسټونو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري، ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ختیځ زون کې د مېشتو نړیوالو بنسټونو او موسساتو سره، زیانمنو شویو هېوادوالو ته د بېړنیو مرستو د رسولو په برخو کې د لاښې همغږۍ په موخه ناسته وکړه.

په دې ناسته کې ملا عبدالمنان عمري د یادو موسساتو له فعالیتونو او مرستو څخه مننه کړې او ویلي یې دي، دا چې وضعیت بېړنی او په هره برخه کې اړینو او پراخو اقداماتو ته جدي اړتیا لیدل کېږي، نو د امارتي ادارو ترڅنګ، همکارې نړیوالې او کورنۍ موسسې او بنسټونه دې هم کونړ، ننګرهار او نورو زیانمنو شویو سیمو کې متضررو ولسونو ته د بېړنیو بشري مرستو د رسولو، د زیانمنو شویو هېوادوالو لاسنیوي، یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د رسېدنې، د ټپیانو د درملنې، سرپناه، خوراک، څښاک او نورو برخو کې خپلې هڅې او عملیات لا ګړندي کړي.

نوموړي د دې ترڅنګ چې په دې بهیر کې د نظم او اړینې همغږۍ شتون اړتیا بللې، ډاډ یې ورکړی چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت چمتو دی، ترڅو موسساتو ته د چارو د پرمختګ په برخو کې اسانتیا رامنځته او خپل کارکوونکي ورسره وګماري، ترڅو پروخت او همغږي ډول اغېزمن خدمات وړاندې شي.

ورپسې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ کوونکې ادارې( اوچا)  استازي د نورو بنسټونو او موسسو په استازولۍ، څرګنده کړې، چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د اړوندو امارتي ادارو سره په مشوره په بېلا بېلو برخو کې د خدماتو لړۍ پیل او زلزله ځپلو سیمو ته سیار ټیمونه استول شوي او د ژرغورنې عملیات لا هم روان دي.

نوموړي د دې ترڅنګ چې په چارو کې د روڼتیا او انسجام څخه ډاډ ورکړی غوښتي، چې د هوايي لېږد او اکمالاتو او د مخابراتي شبکو د فعالیت په برخو کې دې سهولتونه ډېر شي، ترڅو د مرستو وېش او اړمنو ته د لاسرسی لپاره زمینه برابره شي.

ورته مهال، یادو موسسو ته  د کار او ټولنیزو چارو د وزیر له لوري د اړینې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

په پای کې پرېکړه شوې، چې د دواړو لوریو څخه دې ګډه تخنیکي کمېټه رامنځته او په تفاهم سره دې هغه چارې تعقیب کړي، چې د دې وزارت په کاري ساحو او مسولیتونو کې شامل دي.

ملي دفاع وزارت: د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزله‌ځپلو د لېږد او مرستې په موخه ۱۵۵ الوتنې شوې

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزله‌ځپلو د مرستې په موخه د دې وزارت هوایي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې ۱۵۵ الوتنې ترسره کړي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د لومړۍ ورځې په ترڅ کې ۸۳ الوتنې شوي، چې ۱۰۰۰ تنه هېوادوال لېږدول شوي دي.

همدارنګه، په دویمه ورځ ۷۲ الوتنې ترسره شوي چې له مخې یې ۳۶۱ تنه ټپیان، ۵۴۰ تنه د ټپیانو پایوازان او روغتیا پالان او لس زره کیلو ګرامه توکي لېږدول شوي دي.

د وزارت په وینا، چې په ټوله کې یو زر او ۹۰۱ تنه هېوادوال د دغو الوتنو له لارې لېږدول شوي دي.

د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزله‌ځپلو شهیدانو د ارواح لپاره په ملي دفاع وزارت کې د قرانکریم ختم وشو

د هېواد په ختیځو ولایتو (کونړ، ننګرهار او لغمان) کې د وروستی ویرجنې زلزلې له امله چې په ترڅ کې یې سلګونه تنه شهیدان او ټپیان شول، د ملي دفاع وزارت د رهبري هییت د شهیدانو د ارواح د ارامتیا لپاره د قرانکریم ختم وکړ.

د ملي دفاع وزارت وایي، چې دغه ختم د هېواد د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز قاري محمد فصیح‌الدین “فطرت”، د دې وزارت د بېلابېلو برخو د رییسانو او یو شمېر منسوبینو په شتون کې ترسره شو.

قاري محمد فصیح‌الدین “فطرت” په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چي د ملي اسلامي اردو مرسته له ولس سره نمایشي نه ده، بلکې دا یو ایماني او وجداني مسوولیت دی، چې په سختو شرایطو کې د ملت تر څنګ ودرېږو او د مرستې لاس ورته ور وغځوو.

همدارنګه د ملي دفاع وزارت رهبرۍ هییت د ژورې خواخوږۍ په څرګندولو سره، د شهیدانو لپاره د جنت الفردوس، د ټپیانو لپاره د بېړنۍ روغتیا او د پاتې کسانو لپاره د جمیل صبر غوښتنه له لوی خدای ج له دربار څخه وکړه.

 ملي دفاع وزارت تل د هېواد د درنو او عزتمندو خلکو تر څنګ ولاړ دی او ځان متعهد ګڼي چې په هر حالت کې، په ځانګړې توګه په سختو شېبو کې، د زیانمنو شویو خلکو لاسنیوی وکړي او د هر ډول مرستې او ملاتړ لپاره خپله ټوله وړتیا او ظرفیت په کار واچوي.