د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۹ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۱۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۷۴۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې اووه زره او ۹۹۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۱۱ کورنیو سره ټولې پینځه میلیونه او ۴۲۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۲۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۹۳۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه ۴۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۰ تنه و، کندهار، هرات، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۲۵۱ زره کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۰ کورنیو سره ټولې ۷۸۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۸۰۴ تنه راستانه شویو کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۱۲۱ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۸۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زره او ۷۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۱۱۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶۰ تنه و، کندهار، زابل، پکتیکا او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۹۹۱ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹۳ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۶۴۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې یو زر او ۷۱۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۰۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې یو زر او ۶۳۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو نهه زره او ۶۸۷ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۶۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۱۳۶ تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته څلور میلیونه او ۹۹۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زر او ۳۷۳ کورنیو سره ټولې۱۱ میلیون او ۴۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته دوه زره او ۹۹۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
پکتیکا
انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
پکتیکا انګور اډې له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۸ کورنیو سره ټولې ۱۷۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: انګور اډه کې ۳۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هلمند
بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د هلمند له بهرامچې څخه ۲۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۶ تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته ۱۱۸ زره او ۲۵۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره ټولې۲۲۴ زره او افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۳۰۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۶۷۱ تنه و، بغلان، کندوز، تخار، بلخ، جوزجان، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون ،۳۲۰ زره او ۲۶۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: دوه زره او ۷۲۵ کورنۍ او ۱۹ زره او ۴۹۹ وګړي
لېږدول شوي کډوال: دوه زره او ۱۴۲ کورنۍ او ۱۱ زره او ۸۰۳ وګړي
مرسته شوي کډوال: دوه زره او ۴۵۳ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۲۷ عدده

