ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 411

ډیپلوماټیکو استازولیو ته د بهرنیو چارو د وزیر سپارښتنه؛ د مرستو راټولو په موخه هېوادونو او خیریه بنسټونو ته معلومات ورکړئ

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له هېواده بهر د افغانستان سیاسي استازولیو سره په کونړ او نورو ولايتونو کې له زلزله‌ځپلو سره د کېدونکو مرستو په اړه خبرې کړې دي.

مولوي امیرخان متقي ټولو ډیپلوماټیکو استازولیو ته سپارښتنه کړې، چې د خپل ماموريت په هېوادونو کې حکومتي مسولينو، خيريه بنسټونو او اهل خير وګړو ته د زلزله‌ځپلو د وضعیت په اړه معلومات ورکړي او د مرستو رسولو، اړینو اسانتیاوو او ښه مدیریت په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۲مه پخپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي رضابېکدلي سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو پراختیا، د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د هېواد د نفتو او ګازو د اکتشاف، استخراج او د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه بحث او نظرونه شریک کړي.

د ایران سفیر په افغانستان کې بشپړ امنیت او بډایه کاني زېرمې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره یوه ښه فرصت بللی دی. دغه راز یې د ایراني شرکتونو د پانګونې او کانونو په برخه کې د تجربو شرېکولو او ګډ کارغوښتنه کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزیر د ایراني شرکتونو له لوري د کانونو په برخه کې د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او د اړینو همکاریو ژمنه یې ورسره کړې ده.

په جوزجان کې د سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بين الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمريز کال د سنبلې مياشتې پر ۱۱ مه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

غونډې ته له اجنډا سره سم د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه وړاندې شوه.

د دې طرحې له مخې خصوصي سکټور د ښاروالۍ پر ۲۲۰۰ متره مربع ځمکه پینځه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړوي، چې دوکانونه او د موټرو پارکینګ به ولري.

یاده طرحه د پانګونې بين الوزارتي کمېټې له خوا د تعدیل په راوستلو سره د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصميم په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

د پانګونې بين الوزارتي كمېټې غونډې ته د خصوصي سکټور له خوا په هېواد کې دننه د برېښنايي وسایلو او تجهیزاتو د توليد فابریکې د جوړولو، په جوزجان ولایت کې د کورنیو چارو وزارت پر ځمکه د خصوصي سکټور له خوا د مارکېټ جوړولو او د یوه خصوصي شركت له خوا د نوي کابل په ښار کې د پانګونې طرحې وړاندې شوې.

له هر اړخیز بحث وروسته اړوند ادارو ته دنده وسپارل شوه، چې یادې طرحې دې په هر اړخیز ډول وڅېړي او خپل راپور دې په ټاکلي وخت د پانګونې بين الوزارتي کمېټې سره شریک کړي.

مولوي مطیع‌الحق خالص د شاهین د ساتنې په نړیوال فورم کې ګډون او وینا وکړه

د روسیې په ولادیوستوک ښار کې د شاهین د ساتنې درېیم نړیوال فورم په رسمي ډول پرانیستل شو.

په دې نړیواله غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د لوی رییس مولوي مطیع‌الحق خالص په مشرۍ افغان پلاوي ګډون کړی.

یاد فورم د روسیې د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې د ښکار کوونکو نادرو مرغانو د ساتنې او د نسل ورکېدو د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.

دا غونډه چې نن د سپټمبر پر ۳مه د فار ایسټرن فدرال پوهنتون کې پيل شوې د سپټمبر تر ۶مې به دوام وکړي.

په دې درېیم نړیوال فورم کې د ګڼو هېوادونو د چاپېریال ساتنې ادارو استازو، د طبیعت د ساتنې نړیوالې اتحادیې غړو، د څېړنیزو مرکزونو متخصصینو او د ایکو-توریزم فعالانو ګډون کړی.

د اجنډا مهم ټکي یې د نادرو مرغانو د ساتنې لارې چارې، د طبیعي نفوسو د بیا احیا میتودونه، د روزنې او بیا رغونې مرکزونو تجربې، د ناقانوني ښکار د مخنیوي تدابیر، د نوې ټکنالوژۍ ګټې، عامه پوهاوی او د ایکو-توریزم پراختیا ښودل شوي دي.

په دې غونډه کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی ریيس د هېواد د نادرو مارغانو د اوسني وضعیت، د دولت او اړوند ادارو د تدابیرو او د راتلونکو عملي پروګرامونو په اړه وینا کړې ده.

نوموړي ویلي، چې افغانستان د ډېرو نادرو مرغانو طبیعي ټاټوبی دی. دغه مرغان زموږ د فرهنګي ارزښتونو یوه برخه ده او په اسلامي نړۍ کې ځانګړی ځای لري. د هغوی ساتنه یوازې چاپېریالي اړتیا نه، بلکې زموږ د دیني، فرهنګي او انساني مسولیت یوه مهمه برخه هم ده.

مولوي مطیع الحق خالص زیاته کړې، اسلامي امارت باور لري چې د طبیعي شتمنیو ساتنه د نسلونو پر وړاندې زموږ د ټولو ګډ مسولیت دی، له همدې امله موږ په دې برخه کې د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره بشپړي همکارۍ ته چمتو یو.

ښاغلي خالص د افغانستان د ملي ستراتیژیک پلان او د ژوند بڼو ملي ستراتیژۍ (NBSAP) د جوړېدو یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې دا به د طبیعي شتمنیو د ساتنې، د ایکو-توریزم د ودې او د چاپېریالي ارزښتونو د بېرته راژوندي کولو لپاره یو عملي چوکاټ برابر کړي.

مولوي مطیع‌الحق خالص د نړیوالو ګډونوالو نه غوښتي، چې د ښکار کوونکو مرغانو د ساتنې په برخه کې ګډ کار ته دوام ورکړي او د ناقانوني ښکار د مخنیوي لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي.

سږ کال په دې نړیوال فورم کې د “شاهین مرغانو نړیوال لیلام” هم کېږي، چې عواید به یې د شاهین کورنۍ د ساتنې مرکزونو، علمي څېړنو او د اکولوژیکي ګرځندوی د ودې لپاره ځانګړي شي.

د افغانستان د پلاوي ګډون په دې نړیوال فورم کې د هېواد لپاره یو ارزښتناک ډیپلوماتیک او چاپېریالي ګام ګڼل کېږي، ځکه شاهین د افغانستان د طبیعي شتمنیو له مهمو سمبولونو څخه دی او په اسلامي نړۍ کې ځانګړی ارزښت لري.

شیخ شیر احمد حقاني د اطلاعاتو او کلتور د نوي وزیر په توګه خپله دنده پيل کړه

شیخ شیر احمد حقاني د اطلاعاتو او کلتور د نوي وزیر په توګه کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او خپله دنده یې پيل کړه.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د اطلاعاتو او کلتور مخکیني وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د وزارت مرستیالانو او د یو شمېر ادارو استازو ګډون کړی و.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رییس ویلي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه ټاکنې له شریعي اصولو سره برابري دي. په اسلامي نظام کې مسولین ورسپارل شوی مسولیت ته د امانت په نظر ګوري او هر مسول کوښښ کوي، چې خپل مسولیت په ښه او احسنه توګه ادا کړي.

دغه‌راز په اسلامي نظام کې تغیر او تبدیل او له احکامو پیروي د نظام مهم اصل دی.

ملا خیرالله خیرخواه ویلي، چې د تېرو شاوخوا څلورو کلونو په موده کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بېلابېلو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

نوموړي نوي معرفي شوي وزیر ته د الله تعالی له دربار څخه په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه کړې او د وزارت له کارکوونکو یې غوښتي، چې د چارو ښه ترسره کولو په موخه دې د تېر په څېر له نوي وزیر سره هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

شیخ شیر احمد حقاني د ښاغلي خیرخواه لاسته راوړنې او هڅې ستایلې او ویلي یې دي، د خوښۍ ځای دی، چې د اسلامي امارت ټول مسولین د ولس د خدمت په موخه د چارو په ترسره کولو کې نیک نیت لري او دا مسولیت چې موږ ته سپارل شوی دی، یو لوی امانت دی.

نوموړي د یاد وزارت په ټولو مسولینو او کارکوونکو غږ کړی، چې د اصولو په رڼا کې به په بشپړه ایماندارۍ، صداقت او ژمنتیا سره ولس ته خدمت کوي.

د یادونې وړ ده، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس د لغمان ولایت مخکينی والي شیخ شیر احمد حقاني د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په توګه او د اطلاعاتو او کلتور مخکینی وزیر ملا خیرﷲ خیرخواه د میدان‌وردګ د والي په توګه معرفي شوي دي.