د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له هېواده بهر د افغانستان سیاسي استازولیو سره په کونړ او نورو ولايتونو کې له زلزلهځپلو سره د کېدونکو مرستو په اړه خبرې کړې دي.
مولوي امیرخان متقي ټولو ډیپلوماټیکو استازولیو ته سپارښتنه کړې، چې د خپل ماموريت په هېوادونو کې حکومتي مسولينو، خيريه بنسټونو او اهل خير وګړو ته د زلزلهځپلو د وضعیت په اړه معلومات ورکړي او د مرستو رسولو، اړینو اسانتیاوو او ښه مدیریت په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

