ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 410

د افغان کډوالو د هویتي ستونزو د حل په موخه یو پلاوي ایران ته سفر وکړ 

په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت اړوندو ستونزو د حل په موخه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال مولوي محمد نبي نصرت په مشرۍ پینځه کسیز پلاوي یاد هېواد ته سفر وکړ.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې یاد باصلاحیته پلاوی به په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت د چارو د ښه تنظیم لارې چارې و ارزوي او هلته به د کاري ټیمونو کاري اړتیاوې بشپړې کړي، ترڅو ژر تر ژره د افغان کډوالو هویتي ستونزې حل شي.

په همدې اړه د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال ښاغلي نصرت، په ایران کې افغان کډوالو ته د اسانتیا په موخه د هویت د ثبیت او د نفوسو د احوالو ثبت اړوندو خدمتونو وړاندې کول، د دې ادارې له لومړیتوبونو یاد کړل او ژمنه یې وکړه چې د افغان کډوالو د هویتي ستونزو د حل په موخه به هر اړخېزې هڅې وکړي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره د هېواد دننه او بهر د افغانانو د هویت د تثبیت او د نفوسو د احوال ثبتولو (د کاغذي او برېښنایې پېژندپاڼو وېش) د یوازینۍ او معتبرې مرجع په توګه فعالیت کوي او هره ورځ په زرګونو هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

ملګري ملتونه: د اسرائیلو په بریدونو کې د غزې ۲۱ زره ماشومان معلول شوي

ملګرو ملتونو ویلي، چې په کلابنده غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل‌وژنې په نږدې دوه کلنه جګړه کې لږ تر لږه ۲۱ زره فلسطیني ماشومان معلول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلولیت لرونکو د حقونو کمېټې (CRPD) پرون چهارشنبه راپور ورکړی، چې شاوخوا ۴۰ زره او ۵۰۰ فلسطیني ماشومان په جګړه کې ټپیان شوي او له نیمايي ډېر یې معلول شوي دي.

په غزه کې د ماشومانو خوارځواکي هم مخ پر زیاتېدو ده، حال دا چې په ټوله تړانګه کې په بشپړ ډول قحطي هم اعلان شوې ده.

د خوړو د خوندیتوب د یوه سیسټم د اټکل له مخې، د ۲۰۲۶ تر جون میاشتې به ۱۳۲ زره له پینځو کلونو کم‌عمره فلسطیني ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ وي.

د ملګرو ملتونو یادې کمېټې ویلي، د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د روان زېږدیز کال د اګسټ تر ۲۱مې پورې لږ تر لږه د ۱۵۷ زره او ۱۱۴ فلسطینیانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی، چې له ۲۵ سلنه ډېر یې د عمري معلولیت له ګواښ سره مخ دي.

ملي دفاع وزارت: د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزله‌ځپلو د لېږد او مرستې په موخه ۱۸۵ الوتنې شوې

د ملي دفاع وزارت وایي، د هېواد په ختیځو ولایتونو کې زلزله ځپلو هېوادوالو ته د دې وزارت هوایي ځواکونو په تېرو دریو ورځو کې له کونړ څخه ننګرهار او له ننګرهار څخه کابل ته ۱۸۵ الوتنې ترسره کړي، چې لومړۍ ورځ ۸۳ الوتنې ترسره شوي او ۱۰۰۰ تنه هېوادوال یې لېږدولي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، په دویمه ورځ يې ۷۲ الوتنې ترسره کړي، چې ۳۶۱ تنه ټپیان ۵۴۰ تنه د ټپیانو پایوازان، روغتیا پالان او لس زره کیلو ګرامه توکي یې لېږدولي دي.

همدا راز په درېیمه ورځ یې ۳۰ الوتنې چې ۱۱ تنه ټپیان، ۱۴۸ تنه پایوازان، روغتیا پالان  او ۱۳ زره او۱۰۰ کیلو ګرامه طبي او خوراکي توکي یې لېږدولي دي.

د وزارت په وینا، چې په ټوله کې دوه زره او ۶۰ تنه هېوادوال او ۲۳زره او ۱۰۰ کیلو ګرامه صحي او خوراکي توکي یې د دغو الوتنو له لارې لېږدولي دي.

د یادونې وړه ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د ملي اسلامي اردو قهرمان منسوبین شپه او ورځ په هر ډول حالاتو کې د خپل ولس په چوپړ کې دي.

پرتګال کې د یوه اورګاډي د چپه‌کېدو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي

د راپورونو له مخې، د پرتګال په لیسبون ښار کې د یوه مسافر وړونکي کېبلي اورګاډي د چپه‌کېدو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

یاد اورګاډی له پټلۍ څخه تر وتلو وروسته چپه شوی دی.

چارواکو د قربانیانو پېژندګلوي او ملت نه دي روښانه کړي، خو ویلي یې دي، چې ځینې وژل شوي بهرنیان دي.

د لیسبون ښاروال ویلي: “دا زموږ د ښار لپاره غمجنوونکې ورځ ده. لیسبون په ماتم کې دی. دا یوه تراژېدي او غمجنه پېښه ده.”

د پرتګال ولسمشر مارسلو ربلو دي سوسا خواخوږي څرګنده کړې او دا پېښه یې تراژیدي بللې ده. نوموړي له چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژره دې د پېښې لامل معلوم کړي.

د پرتګال حکومت نن پنجشنبه د دې پېښې له امله ملي ماتم اعلان کړی دی.

په قزاقستان کې افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل شوه

 په استانه کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت وایي، چې د دې سفارت د شارژدافیر مفتي محمدالرحمن له لوري، د لومړي افغان پاسپورټ په ورکولو سره د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل شوه.

 یاد وزارت زیاتوي، چې له دې وروسته په قزاقستان کې مېشت ټول افغانان کولای شي، د اړتیا په مهال د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره ياد سفارت ته مراجعه وکړي.

مولوي عبدالکبیر: نړیوال بنسټونه دې له بې‌ځایه شویو سره د مرستې په برخه کې خپل امکانات نه سپموي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ډنمار د کډوالو شورا له مشرې اغلې چارلت سلنته سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره د ډنمارک د کډوالو شورا مسوولینو هم ګدون درلود، په افغانستان کې د زلزلې له امله بیځایه شویو او له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو رسولو په اړه خبرې شوې دي.

اغلې چارلت سلنته په زلزله کې د هېوادوالو د مرګ ژوبلې له امله خپله غمشریکي له ښاغلي وزیر سره شریکه کړې او زیاته یې کړې یې ده، چې د ډنمارک د کډوالو شورا(DRC) خپلې بېړنۍ مرستې د افغانستان ختېځ ته لېږلي دي او همکاران یې له اسلامي امارت سره په همغږۍ مرسته رسونه کوي.

نوموړې له کډوالو چارو وزارت سره په همکارۍ ټېنګار کړی او د اسلامي امارت لخوا راستنېدونکو ته د وړاندې کېدونکي خدمتونو ستاینه یې کړې ده.

دغه‌راز چارلت سلنته، پر وخت د کډوالو لاس نیوي لپاره د اداري لړۍ د ساده او لنډېدو وړاندېز کړی او ویلي یې دي، چې د لنډ مهاله مرستو سربېره باید د کډوالۍ پر دایمي حللارو فکر وشي.

نوموړې په جبري ډول د کډوالو ستنول د اندېښنې وړ یاد کړی او زیاته کړې یې ده، چې له پاکستاني او ایراني چارواکو سره به د افغان کډوالو په اړه اندېښنې شریکې کړي او دغه راز به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څنډه کې د افغان کډوالو ستونزې تر اړوندو هېوادونو ورسوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د ډنمارک د کډوالو شورا چارواکو او مسوولینو ته ښه راغلاست ویلي او د هغوي بشري مرستې یې ستایلې دي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د زلزلې له امله بیځایه شوي هېوادوال بېړنیو خوراکي او غیري خوراکي مرستو ته اړتیا لري او اسلامي امارت یوې کمیټې ته دنده سپارلې چې مرستې په ښه ډول اغېزمنو ته ورسوي.

دغه‌راز نوموړي بیځایه شویو ته پر نقدي مرستو او د هغوي د کورونو پر بیارغونه ټېڼګار کړی او ویلي یې دي، چې نړیوال بنسټونه دې له بېځایه شویو سره له مرستې په برخه کې خپل امکانات نه سپموي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت راستنو شویو ته د دندې موندې هڅې کوي او د کډوالۍ د دایمي حل لپاره لاس په کار دی.

ډاکټر فاروق اعظم د UNDP له مشره سره د کونړ په زلزله‌ځپلو سیمو کې د لمریزې برېښنا پروژو پر پلي کېدو خبرې کړې

د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم  د یو، این، ډي، پي، موسسې له مشر ښاغلي سټیفن رودریک سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کونړ ولایت په زلزله‌ځپلو سیمو کې د لمریزې برېښنا پروژو د پلي کولو په اړه خبرې شوې دي.

ډاکټر فاروق اعظم  د یادې موسسې له رییس سره د کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو او د سپین غر او هغو ځایونو کې چې غرونه یې خاوره لري او هوا یې مساعد ده، د لمریزې برېښنا څخه د ځنګلونو د احیا، د سړو خونو جوړولو، د خوړو امنیت، راستنېدونکو افغان کډوالو ته د کار د زمینې چمتوکولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې کړې دي.

همدارنګه سټیفن رودریک ویلي، موږ هره بودیجه چې لرو، غواړو هغه د مشورې او همکارۍ له لارې له تاسو سره مصرف کړو.

ډاکټر عبدالباري عمر د اوزبیکستان له یوه خصوصي شرکت سره د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژې د عملي کېدو پر چارو خبرې کړې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د اوزبیکستان د «نیګو پانګوال» شرکت له مسوولینو سره د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا د لېږد پروژې اړوند د لګښتونو او تخنیکي اړخونو په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

ډاکټر عبدالباري عمر د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاریو او د پراختیايي پروژو د اسانتیاوو رامنځته کول د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم بللي دي.

دغه‌راز نوموړي زیاته کړې، چې دواړه لوري به د ۵۰۰ کېلوولټ پروژې د ارزښتونو، د کاري بهیر پر مهال د ستونزو پر وخت حل او د لګښتونو په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ګډ کار ته دوام ورکړي.

د ډاکټر عبدالباري عمر په وینا، په راتلونکې کې به د دواړو لوریو د همغږۍ ګډې ناستې دوام وکړي، څو د دې سترې پروژې چارې پر وخت پیل او بشپړې شي.

د افغانستان برېښنا شرکت او اوزبیکستان ترمنځ د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژې تړون څه موده وړاندې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د امارتي شرکتونو د لوی ریاست د رییس مولوي احمدجان بلال په شتون کې لاسلیک شوی و.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې په عملي کېدو سره به د هېواد د برېښنا ګڼې ستونزې هوارې او د پېرېدونکو اړتیاوې پوره شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی د بشري مرستو له څلورو الوتکو سره کابل ته راورسېد

د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دې هېواد د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په امر د قطر د بشري مرستو څلور الوتکې کابل ته رسېدلې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دغه مرستې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مریم بنت علي ناصر المسند په مشرۍ او د ژغورنې او پلټنې د یو نړیوال ټیم په ملتیا افغانستان ته رسېدلي.

د یاد وزارت په وینا، دې بشري مرستو کې دوه ګرځنده روغتیایي مرکزونه، خوراکي توکي، اړین درمل او د بېړنۍ سرپناه لوازم شامل دي، چې شاوخوا ۱۱ زره زلزله‌ځپلي به ترې برخمن شي.

ډیپلوماټیکو استازولیو ته د بهرنیو چارو د وزیر سپارښتنه؛ د مرستو راټولو په موخه هېوادونو او خیریه بنسټونو ته معلومات ورکړئ

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له هېواده بهر د افغانستان سیاسي استازولیو سره په کونړ او نورو ولايتونو کې له زلزله‌ځپلو سره د کېدونکو مرستو په اړه خبرې کړې دي.

مولوي امیرخان متقي ټولو ډیپلوماټیکو استازولیو ته سپارښتنه کړې، چې د خپل ماموريت په هېوادونو کې حکومتي مسولينو، خيريه بنسټونو او اهل خير وګړو ته د زلزله‌ځپلو د وضعیت په اړه معلومات ورکړي او د مرستو رسولو، اړینو اسانتیاوو او ښه مدیریت په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.