ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر عبدالباري عمر د اوزبیکستان له یوه خصوصي شرکت سره د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژې د عملي کېدو پر چارو خبرې کړې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د اوزبیکستان د «نیګو پانګوال» شرکت له مسوولینو سره د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا د لېږد پروژې اړوند د لګښتونو او تخنیکي اړخونو په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

ډاکټر عبدالباري عمر د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاریو او د پراختیايي پروژو د اسانتیاوو رامنځته کول د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم بللي دي.

دغه‌راز نوموړي زیاته کړې، چې دواړه لوري به د ۵۰۰ کېلوولټ پروژې د ارزښتونو، د کاري بهیر پر مهال د ستونزو پر وخت حل او د لګښتونو په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ګډ کار ته دوام ورکړي.

د ډاکټر عبدالباري عمر په وینا، په راتلونکې کې به د دواړو لوریو د همغږۍ ګډې ناستې دوام وکړي، څو د دې سترې پروژې چارې پر وخت پیل او بشپړې شي.

د افغانستان برېښنا شرکت او اوزبیکستان ترمنځ د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژې تړون څه موده وړاندې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د امارتي شرکتونو د لوی ریاست د رییس مولوي احمدجان بلال په شتون کې لاسلیک شوی و.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې په عملي کېدو سره به د هېواد د برېښنا ګڼې ستونزې هوارې او د پېرېدونکو اړتیاوې پوره شي.