ملګرو ملتونو ویلي، چې په کلابنده غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسلوژنې په نږدې دوه کلنه جګړه کې لږ تر لږه ۲۱ زره فلسطیني ماشومان معلول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلولیت لرونکو د حقونو کمېټې (CRPD) پرون چهارشنبه راپور ورکړی، چې شاوخوا ۴۰ زره او ۵۰۰ فلسطیني ماشومان په جګړه کې ټپیان شوي او له نیمايي ډېر یې معلول شوي دي.
په غزه کې د ماشومانو خوارځواکي هم مخ پر زیاتېدو ده، حال دا چې په ټوله تړانګه کې په بشپړ ډول قحطي هم اعلان شوې ده.
د خوړو د خوندیتوب د یوه سیسټم د اټکل له مخې، د ۲۰۲۶ تر جون میاشتې به ۱۳۲ زره له پینځو کلونو کمعمره فلسطیني ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ وي.
د ملګرو ملتونو یادې کمېټې ویلي، د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د روان زېږدیز کال د اګسټ تر ۲۱مې پورې لږ تر لږه د ۱۵۷ زره او ۱۱۴ فلسطینیانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی، چې له ۲۵ سلنه ډېر یې د عمري معلولیت له ګواښ سره مخ دي.

