د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم د یو، این، ډي، پي، موسسې له مشر ښاغلي سټیفن رودریک سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کونړ ولایت په زلزلهځپلو سیمو کې د لمریزې برېښنا پروژو د پلي کولو په اړه خبرې شوې دي.
ډاکټر فاروق اعظم د یادې موسسې له رییس سره د کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو او د سپین غر او هغو ځایونو کې چې غرونه یې خاوره لري او هوا یې مساعد ده، د لمریزې برېښنا څخه د ځنګلونو د احیا، د سړو خونو جوړولو، د خوړو امنیت، راستنېدونکو افغان کډوالو ته د کار د زمینې چمتوکولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې کړې دي.
همدارنګه سټیفن رودریک ویلي، موږ هره بودیجه چې لرو، غواړو هغه د مشورې او همکارۍ له لارې له تاسو سره مصرف کړو.

