د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس په روسیه کې له افغان محصلینو سره لیدنه وکړه
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص د روسیې ولادیوستوک ښار ته د خپل سفر پر مهال له افغان محصلینو سره ځانګړې ناسته او خبرې وکړې.
نوموړي د علم او زدهکړې پر ارزښت ټینګار وکړ او محصلینو ته یې وویل، چې زدهکړه باید له اخلاقو او صداقت سره مل وي.
دغهراز نوموړي غوښتنه وکړه، چې محصلین دې هیڅ وخت خپل عمر بې ځایه ضایع نه کړي او د افغان ولس په وړاندې دې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.
ښاغلي خالص په دې ناسته کې د افغانستان د سفیر ګډون د اسلامي امارت د ژمنتیا نښه وبلله، چې له خپلو وګړو په بهر کې ملاتړ کوي او پرته له تبعیض ټولو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس زیاته کړه، افغان ځوانان باید د کوربه هېواد له تجربو او علمي پرمختګونو څخه د افغانستان د ګټې لپاره کار واخلي، نه دا چې د بهرنیو ټولنو له فرهنګونو اغېزمن شي.
مولوي مطیعالحق خالص وویل: «افغانستان په ځانګړي ډول مسلکي ډاکترانو او متخصصینو ته اړتیا لري او تاسو محصلین د دې ملت راتلونکي جوړوونکي یاست.
نوموړي محصلین وهڅول چې له تحصیلي اسانتیاوو او لابراتوارونو بشپړه ګټه واخلي، خپلې زدهکړې تر دوکتورا پورې ورسوي او د هېواد د پرمختګ لپاره یې وکاروي.
همدارنګه په ناسته کې د محصلینو په استازیتوب یو تن خپلې شته ستونزې له ښاغلي خالص سره شریکې کړې.
د کډوالو او بېرته او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د ناروې د بشري مرستو ادارې له رییس سره لیدنه وکړه
د کډوالو او بېرته راستنيدنکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د ناروې د بشري مرستو رییس اریک ابیلد او مل پلاوي سره په لیدنه کې د ایران څخه د جبري راستنېدونکو کډوالو او د هېواد په ختیځ کې د زلزلې د زیانمنو شویو پر وضعیت او د مرستو پر ډېروالي خبرې وکړې.
په اسلام اباد کې د ناروې سفارت سلاکار وویل، چې ناروې د افغانستان پخوانی دوست هېواد دی.
نوموړي زیاته کړه، اوسمهال په افغانستان کې امنیت ټینک شوی دي او په ډاډه زړه مو د افغانستان له طبیعي منظرو څخه خوند واخیست.
نوموړي وویل، د اسلامي امارت څلور کلن مزل ډېر بریالی په دې و، چې دوی د خپلو وګړو سره په هره طبیعي او غیر طبیعي برخه کې اوږه پر اوږه روان و.
دغهراز نوموړي د اسلام قلعه او په ختیځ کې د زلزلې یادونه وکړه، چې د امارت چارواکو او خیریه بنسټونو په دې برخه کې له ځپلو سره اوږه پر اوږه ولاړ و او په هر حالت کې یې د هغوی لاسنوی وکړ.
نوموړي زیاته کړه، چې موږ تر اسلام قلعه لاړو، خو دې مسلې ډېر حیران کړو، چې د امارتي ادارو د خپلو راستنېدونکو ډېره ښه پلنه کوله.
هغه د کونړ د زلزلې په اړه خواشنیني څرګنده کړه او د امارت د هڅو ستاینه یې وکړه.
د غونډې په جریان کې د ناروې د بشري مرستو رییس اریک ابیلد وویل: دا ډېره هیښوونکې وه، چې د کونړ د زلزلې ځپلو سره د امارت چارواکي په یوه ټغر ناست و او د کاغذ پرانۍ او بیو کراسۍ پرته یې په بېړنۍ توګه د هغوی لاسنوی وکړ.
نوموړي زیاته کړه، همدا ډول په اسلام قلعه کې موږ ولیدل، چې چارواکي د خپلو کډوالو د پالنې په موخه له هغوی سره اوږه پر اوږه ولاړ دي.
ښاغلي ابیلد وویل، ناروې د خپلو شریکانو او خیر بنسټونو له لارې د افغانانو سره ۵۸ میلیونه ډالرو مرسته کړې او د نورو مرستو پر موخه به هم اقدام وکړي.
دغهراز نوموړي ډاډ ورکړ، جې د ناروې وکړي له افغانانو سره متحد دی او په سختو شرایطو کې به یې یوازې نه پریږدي.
مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د دوی د ډاډ او د مرستو د دوام او ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل، چې شاوخوا په ۶ میاشتو کې د ایران او پاکستان هېوادونو څخه څه باندې ۱۶ لکه افغانان په زوره را ایستل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، موږ د خدای تعالی (ج) پر وړاندې د خپلو ولسونو د پالنې په برخه کې مسوول یو او له زموږ څخه پوښتنه کیږي، نو په همدې اساس به د خپلو ولسونو په پالنه کې هیڅ وخت بغوري ونه کړو.
شیخ کلیم الرحمن فاني وویل، دا ډېره خواشینونکې ده، چې زموږ افغان کډوالو په کوربه هېوادونو کې په خپل همت ښه ژوند د ځان لپاره مهیا کړی و، مګر یو ناڅاپه او په زوره اېستنه د دې باعث شوه، چې د دوی ژوند بېرته له صفر څخه شروع کړي، چې دا ډير سخت حالت دی.
نوموړي زیاته کړه، موږ هیله لرو چې دوی سره د د سرپنا، روغتیا، زده کړو او نورو اړینو برخو کې مرستې وشي.
دغهراز په پای کې دواړو لوریو د کډو همکاریو په اړه ډاډ څرګند کړ.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۱۰ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۱۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۷۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۲۴۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۸۲ کورنیو سره ټولې پینځه میلیونه او ۲۴۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۵۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۹۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۱۲۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه ۱۳کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۳ تنه و، هرات، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۱۲۱ زره کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۸ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوال ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۹۰۵ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۱۵۱ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۶۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۱۵۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۸۶ تنه و، کندهار، زابل، پکتیکا او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته یو میلیون، ۲۶۵ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸۰ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۵۲۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۲۰۸۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۴۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې یو زر او ۷۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو لس زره او ۱۷۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه یو زر او ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه زره او ۸۲۹ تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې میلیونه، نهه زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زر او ۳۹۴ کورنیو سره ټولې۱۱ میلیونه او ۷۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوال ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته دوه زره او ۲۱۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشلشوي دي.
هلمند
بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د هلمند له بهرامچې څخه ۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۴ تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته ۱۴۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره ټولې۱۰۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه یو زر او ۴۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې اووه زره او ۶۲۶ تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵ پینځه میلیونه،۶۳۸ زره او ۵۴۲ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال : دوه زره او ۷۲۸ کورنۍ او ۱۶ زره او ۶۰ وګړي
لېږدول شوي کډوال : دوه زره او ۶۱۲ کورنۍ او ۱۴ زره او ۴۷۸ وګړي
مرسته شوي کډوال : دوه زره او ۴۰۵ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: دوه زره او ۵۰۵ عدده
د کور او ښار جوړولو وزیر د کونړ د کډوالو ښارګوټي له ودانیزو چارو لیدنه وکړه
د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني، کونړ ته د خپل سفر په ترڅ کې په ياد ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي له ودانیزو چارو لیدنه وکړه.
مولوي نجیب الله حیات حقاني، په کونړ کې د کور اوښار جوړولو ریاست رییس مولوي نبی الله طلحه او نورو اړوندو مسوولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
نوموړي ټینګار وکړ چې د یادې پروژې چارې باید له کیفیته ډاډمن او پر ټاکلي مهال بشپړ شي، څو د کډوالو لپاره مناسب استوګن ځای برابر شي.
ښاغلي حقاني له مسوولینو سره د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو د استوګنې د شرایطو ښه کولو ته ژمن دی او د کور او ښار جوړولو وزارت به د ښارګوټو جوړولو ته جدي پاملرنه کوي.
کونړ کې د کور او ښار جوړولو رییس مولوي نبی الله طلحه وایي، دغه ښارګوټی په ۳۷۴ جریبه امارتي ځمکه کې جوړېږي، چې په کې ۳۸۲ استوګنیزې نمرې په منظمه نقشه وېشل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال په دغه ښارګوټي کې، عمومي او فرعي سړکونه د ۱۲.۵ مترو په عرض سره جوړېږي، څو اوسېدونکو ته د تګ او راتګ اسانتیاوې برابرې شي.
د څښاک اوبو لپاره د څاهګانو کیندل، د څښاک پاکو اوبو سیستم برابرول، او د فاضله اوبو د مدیریت لپاره بنسټیز اقدامات نور هغه څه دي چې په روانو چارو کې شامل دي.
د افغان کډوالو د هویتي ستونزو د حل په موخه یو پلاوي ایران ته سفر وکړ
په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت اړوندو ستونزو د حل په موخه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال مولوي محمد نبي نصرت په مشرۍ پینځه کسیز پلاوي یاد هېواد ته سفر وکړ.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې یاد باصلاحیته پلاوی به په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت د چارو د ښه تنظیم لارې چارې و ارزوي او هلته به د کاري ټیمونو کاري اړتیاوې بشپړې کړي، ترڅو ژر تر ژره د افغان کډوالو هویتي ستونزې حل شي.
په همدې اړه د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال ښاغلي نصرت، په ایران کې افغان کډوالو ته د اسانتیا په موخه د هویت د ثبیت او د نفوسو د احوالو ثبت اړوندو خدمتونو وړاندې کول، د دې ادارې له لومړیتوبونو یاد کړل او ژمنه یې وکړه چې د افغان کډوالو د هویتي ستونزو د حل په موخه به هر اړخېزې هڅې وکړي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره د هېواد دننه او بهر د افغانانو د هویت د تثبیت او د نفوسو د احوال ثبتولو (د کاغذي او برېښنایې پېژندپاڼو وېش) د یوازینۍ او معتبرې مرجع په توګه فعالیت کوي او هره ورځ په زرګونو هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.
ملګري ملتونه: د اسرائیلو په بریدونو کې د غزې ۲۱ زره ماشومان معلول شوي
ملګرو ملتونو ویلي، چې په کلابنده غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسلوژنې په نږدې دوه کلنه جګړه کې لږ تر لږه ۲۱ زره فلسطیني ماشومان معلول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلولیت لرونکو د حقونو کمېټې (CRPD) پرون چهارشنبه راپور ورکړی، چې شاوخوا ۴۰ زره او ۵۰۰ فلسطیني ماشومان په جګړه کې ټپیان شوي او له نیمايي ډېر یې معلول شوي دي.
په غزه کې د ماشومانو خوارځواکي هم مخ پر زیاتېدو ده، حال دا چې په ټوله تړانګه کې په بشپړ ډول قحطي هم اعلان شوې ده.
د خوړو د خوندیتوب د یوه سیسټم د اټکل له مخې، د ۲۰۲۶ تر جون میاشتې به ۱۳۲ زره له پینځو کلونو کمعمره فلسطیني ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ وي.
د ملګرو ملتونو یادې کمېټې ویلي، د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د روان زېږدیز کال د اګسټ تر ۲۱مې پورې لږ تر لږه د ۱۵۷ زره او ۱۱۴ فلسطینیانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی، چې له ۲۵ سلنه ډېر یې د عمري معلولیت له ګواښ سره مخ دي.
ملي دفاع وزارت: د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزلهځپلو د لېږد او مرستې په موخه ۱۸۵ الوتنې شوې
د ملي دفاع وزارت وایي، د هېواد په ختیځو ولایتونو کې زلزله ځپلو هېوادوالو ته د دې وزارت هوایي ځواکونو په تېرو دریو ورځو کې له کونړ څخه ننګرهار او له ننګرهار څخه کابل ته ۱۸۵ الوتنې ترسره کړي، چې لومړۍ ورځ ۸۳ الوتنې ترسره شوي او ۱۰۰۰ تنه هېوادوال یې لېږدولي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، په دویمه ورځ يې ۷۲ الوتنې ترسره کړي، چې ۳۶۱ تنه ټپیان ۵۴۰ تنه د ټپیانو پایوازان، روغتیا پالان او لس زره کیلو ګرامه توکي یې لېږدولي دي.
همدا راز په درېیمه ورځ یې ۳۰ الوتنې چې ۱۱ تنه ټپیان، ۱۴۸ تنه پایوازان، روغتیا پالان او ۱۳ زره او۱۰۰ کیلو ګرامه طبي او خوراکي توکي یې لېږدولي دي.
د وزارت په وینا، چې په ټوله کې دوه زره او ۶۰ تنه هېوادوال او ۲۳زره او ۱۰۰ کیلو ګرامه صحي او خوراکي توکي یې د دغو الوتنو له لارې لېږدولي دي.
د یادونې وړه ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د ملي اسلامي اردو قهرمان منسوبین شپه او ورځ په هر ډول حالاتو کې د خپل ولس په چوپړ کې دي.
پرتګال کې د یوه اورګاډي د چپهکېدو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي
د راپورونو له مخې، د پرتګال په لیسبون ښار کې د یوه مسافر وړونکي کېبلي اورګاډي د چپهکېدو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
یاد اورګاډی له پټلۍ څخه تر وتلو وروسته چپه شوی دی.
چارواکو د قربانیانو پېژندګلوي او ملت نه دي روښانه کړي، خو ویلي یې دي، چې ځینې وژل شوي بهرنیان دي.
د لیسبون ښاروال ویلي: “دا زموږ د ښار لپاره غمجنوونکې ورځ ده. لیسبون په ماتم کې دی. دا یوه تراژېدي او غمجنه پېښه ده.”
د پرتګال ولسمشر مارسلو ربلو دي سوسا خواخوږي څرګنده کړې او دا پېښه یې تراژیدي بللې ده. نوموړي له چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژره دې د پېښې لامل معلوم کړي.
د پرتګال حکومت نن پنجشنبه د دې پېښې له امله ملي ماتم اعلان کړی دی.








