ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغان کډوالو د هویتي ستونزو د حل په موخه یو پلاوي ایران ته سفر وکړ 

په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت اړوندو ستونزو د حل په موخه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال مولوي محمد نبي نصرت په مشرۍ پینځه کسیز پلاوي یاد هېواد ته سفر وکړ.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې یاد باصلاحیته پلاوی به په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت د چارو د ښه تنظیم لارې چارې و ارزوي او هلته به د کاري ټیمونو کاري اړتیاوې بشپړې کړي، ترڅو ژر تر ژره د افغان کډوالو هویتي ستونزې حل شي.

په همدې اړه د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال ښاغلي نصرت، په ایران کې افغان کډوالو ته د اسانتیا په موخه د هویت د ثبیت او د نفوسو د احوالو ثبت اړوندو خدمتونو وړاندې کول، د دې ادارې له لومړیتوبونو یاد کړل او ژمنه یې وکړه چې د افغان کډوالو د هویتي ستونزو د حل په موخه به هر اړخېزې هڅې وکړي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره د هېواد دننه او بهر د افغانانو د هویت د تثبیت او د نفوسو د احوال ثبتولو (د کاغذي او برېښنایې پېژندپاڼو وېش) د یوازینۍ او معتبرې مرجع په توګه فعالیت کوي او هره ورځ په زرګونو هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.