د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص د راسکانګرېس اقتصادي فورم په څنډه کې د «شاهین کور» څخه د لیدنه ترڅنګ، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره ځانګړې لیدنه وکړه.
د «شاهین کور» څخه د لیدنې پر مهال مسوولینو د نایاب مارغانو د ساتنې، د استوګنځایونو وضعیت او د خوړو د منابعو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي دي او همدارنګه د روسیې فدراسیون د سره لست حیواناتو اړوند راپور یې ورسره شریک کړی دی.
ښاغلي خالص د دې معلوماتو له وړاندې کولو مننه کړې او د علمي او تخنیکي همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې نوموړي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له استازي ښاغلي حمید الکتبي سره هم لیدنه کړې.
د دې لیدنې پر مهال د افغانستان د چاپېریالي وضعیت او د وحشي ژوو او مارغانو د ساتنې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شوې دي.
ښاغلي الکتبي د دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ په افغانستان کې د چاپېریالي پروژو او د میشمارغانو د نسل د زیاتوالي فارمونو پر جوړولو د پانګونې لېوالتیا څرګنده او د ګډو همکاریو ډاډ یې ورکړی دی.

