ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر له ملي او نړیوالو مرستندیو بنسټونو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري، ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ختیځ زون کې د مېشتو نړیوالو بنسټونو او موسساتو سره، زیانمنو شویو هېوادوالو ته د بېړنیو مرستو د رسولو په برخو کې د لاښې همغږۍ په موخه ناسته وکړه.

په دې ناسته کې ملا عبدالمنان عمري د یادو موسساتو له فعالیتونو او مرستو څخه مننه کړې او ویلي یې دي، دا چې وضعیت بېړنی او په هره برخه کې اړینو او پراخو اقداماتو ته جدي اړتیا لیدل کېږي، نو د امارتي ادارو ترڅنګ، همکارې نړیوالې او کورنۍ موسسې او بنسټونه دې هم کونړ، ننګرهار او نورو زیانمنو شویو سیمو کې متضررو ولسونو ته د بېړنیو بشري مرستو د رسولو، د زیانمنو شویو هېوادوالو لاسنیوي، یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د رسېدنې، د ټپیانو د درملنې، سرپناه، خوراک، څښاک او نورو برخو کې خپلې هڅې او عملیات لا ګړندي کړي.

نوموړي د دې ترڅنګ چې په دې بهیر کې د نظم او اړینې همغږۍ شتون اړتیا بللې، ډاډ یې ورکړی چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت چمتو دی، ترڅو موسساتو ته د چارو د پرمختګ په برخو کې اسانتیا رامنځته او خپل کارکوونکي ورسره وګماري، ترڅو پروخت او همغږي ډول اغېزمن خدمات وړاندې شي.

ورپسې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ کوونکې ادارې( اوچا)  استازي د نورو بنسټونو او موسسو په استازولۍ، څرګنده کړې، چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د اړوندو امارتي ادارو سره په مشوره په بېلا بېلو برخو کې د خدماتو لړۍ پیل او زلزله ځپلو سیمو ته سیار ټیمونه استول شوي او د ژرغورنې عملیات لا هم روان دي.

نوموړي د دې ترڅنګ چې په چارو کې د روڼتیا او انسجام څخه ډاډ ورکړی غوښتي، چې د هوايي لېږد او اکمالاتو او د مخابراتي شبکو د فعالیت په برخو کې دې سهولتونه ډېر شي، ترڅو د مرستو وېش او اړمنو ته د لاسرسی لپاره زمینه برابره شي.

ورته مهال، یادو موسسو ته  د کار او ټولنیزو چارو د وزیر له لوري د اړینې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

په پای کې پرېکړه شوې، چې د دواړو لوریو څخه دې ګډه تخنیکي کمېټه رامنځته او په تفاهم سره دې هغه چارې تعقیب کړي، چې د دې وزارت په کاري ساحو او مسولیتونو کې شامل دي.