ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 414

د کونړ د مرګونې زلزلې د شهیدانو شمېر ۱۴۱۱ ته لوړ شو

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې تردې مهاله د کونړ ولایت په نورګل، څوکۍ، چپه دره، پیچ دره، وټپور او اسعد اباد ولسوالیو کې د زلزلې له امله یو زر او ۴۱۱ کسان شهیدان او ۳ زره او ۱۲۴ نور ټپیان شوي دي.

سربېره پر دې ۵ زره او ۴۱۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

نن هم په ټولو زیانمونو سیمو کې د ژغورنې عملیات جریان لري.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، په کومو سیمو کې چې الوتکو ناسته نشوی کولای، لسګونه کمانډو ځواکونه د هوا له لارې ښکته کړل شوي، تر څو ټپيان له خاورو را وباسي او مناسب ځای ته یې ولېږدوي.

نوموړی زیاتوي، په خاص کونړ ولسوالۍ کې کمپ هم جوړ شوی، چې خدماتي او نورې کمېټې، توکي او بېړنۍ مرستې پکې تنظيموي.

دغه‌راز د پېښې ځای ته نږدې دوه مرکزونه هم جوړ شوي، چې د ټپیانو لېږد، د شهيدانو تدفين او د پاتې کسانو د ژغورلو چارې له نږدې اداره کوي.

د یادونې وړ ده، چې بېلابېلو هېوادونو د خواخوږۍ د پيغامونو تر څنګ مرستې هم اعلان کړې، چې يو شمېر يې له زلزله ځپلو سره د بېړنیو مرستو کمېټې ته سپارل شوې دي.

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت: هېواد کې د لیونیانو د راټولولو لړۍ پيل شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي حکم پر بنسټ، د ټولنې د معذورو ( لیونیانو، نارینه وي که ښځینه) وګړو د ساتنې او د هغوی د درملنې له لارې د یوې سالمې او ارامې ټولنې رامنځته کولو په موخه د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ته دنده سپارل شوې، تر څو په کابل ښار او د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې که هر ځای لیوني وګړي (نارینه او یا ښځینه) پیدا شي، هغوی ونیسي او د درملنې او پالنې په موخه یې سرې میاشتې ریاستونو ته وسپاري.

یاد وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې پخپلو سیمو، ښارونو او کلیو کې کوم لیونی (نارینه یا ښځینه) وګوري، ژر تر ژره دې له ۱۹۱ وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسي. یا دې په مرکز پلازمینه کې د حوزو د امریتونو، ولایتونو کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو ریاستونو او ولسوالیو کې د محتسبینو له امریتونو سره معلومات شریک کړي.

دې وزارت ټولو محتسبینو ته اړینې لارښوونې کړې، چې د یادو ناروغانو په ساتنه کې شرافت، انسانیت او اسلامي اصولو ته پام وکړي او له هر ډول بې‌پروايي څخه ډډه وکړي.

همداراز د سرې میاشتې اړوند ټول ریاستونه مکلف شوي، چې د دغو ناروغانو په درملنه، بستر او پاملرنه کې جدي هڅې وکړي.

د قطر دولت د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره مرستې ته چمتووالی وښود

د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت کې د نړیوالو همکاریو په چارو کې دولتي وزیرې مریم بنت علي ناصر المسند د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

په دې خبرو کې د قطر د دولت وزیرې په کونړ او څېرمه ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې او اوښتې مرګ‌ژوبلې له امله د قطر دولت د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او مرستې ته یې چمتووالی وښود.

مولوي امیرخان متقي د قطر دولت له خواخوږۍ او مرستې مننه وکړه او د پېښې په تړاو یې د افغان حکومت د هڅو په باب مفصل معلومات وړاندې کړل.

د کډوالو وزارت په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې بې‌ځایه شویو ته د خدماتو رسولو په موخه غونډه وکړه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د هېواد په ختېځ کې د وروستۍ زلزلې له امله داخلي بې‌ځایه شویو ته د خدماتو رسولو او په کابل کې د راستنو شویو وړاندېزونو ته د رسیدنې په هکله ناسته وشوه.

په دې ناسته کې داخلي بې‌ځایه شویو ته پر بېړنیو مرستو او کابل ته د ستنو شویو د ستونزو په اړه خبرې شوې دي.

د ناستې ګډونوالو یادونه کړې، چې د کډوالو چارو وزارت پر امکاناتو سربېره ځینې موسسې چمتو دي، چې بې‌ځایه شویو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.

دوی همدارنګه کابل ته د ستنو شویو د ستونزو د حل په موخه خپل نظرونه شریک کړي او ویلي یې دي، چې ژر به په کابل کې د راستنو شویو غوښتنو ته رسیدنه وشي.

مولوي عبدالکبیر مسولینو ته د لارښوونې پر مهال ویلي، چې د کډوالو چارو وزارت د کورنيو بې‌ځایه شویو او هېواد ته د راستنو شویو په خدمت کې دی او هر راز مرسته چې اړتیا وي باید پر وخت وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې بې‌ځایه شویو ته د اړتیا وړ مرستو د رسولو په موخه به له اړوند نړیوالو ادارو سره ناستې وکړي او همدارنګه د زلزلې له امله بې‌ځایه شویو ته د مرستې رسولو په موخه به په کابل کې مېشت بهرني سفارتونه همکارۍ ته وهڅوي.

په پای کې مسولینو ته دنده سپارل شوې، تر څو د زلزلې له امله زیانمنو شویو سیمو ته د کډوالو چارو د وزارت امبولانسونه، د اوبو رسولو ټانکرونه او بار وړونکې لارۍ ولېږي.

د زلزلې پر وخت او وروسته له زلزلې څه کول په کار دي؟

لومړی خو باید ارامه و اوسئ او د یوې طبیعي پېښې په توګه فکر ورته وکړئ. دغه‌راز ځان ته باید ډاډ او زړه ورکړئ. که په کور کې یاست په کور کې پاتې شئ او که بیرون یاست بېرون پاتې شئ.

که ودانۍ کې یاست څه باید وکړئ؟

  • که د زلزلې پر مهال په ودانۍ او د اوسېدو په ځای کې یاست، بېرون ته د وتلو هڅه مه کوئ، ځکه د ځینې وسایلو او توکو د غورځېدو امکان وي.
  • له کړکیو، سترو الماریو، بخاریو او نورو درنو شیانو څخه ځان لېرې کړئ، ځکه ښايي در باندې را وغورځي.
  • تر مېز لاندې پټ شئ او په یوه لاس یې ټینګ ونیسئ چې ونه ښوري او په بل لاس د خپل سر ساتنه وکړئ.
  • که میز نه وي د دیوال کونج ته په نیمه ناست حالت کېنئ او په لاسونو د خپل سر حفاظت وکړئ او یا هم د د دروازې په چوکاټ کې ودرېږئ.
  • که د ویده کېدو په ځای کې یاست، پړمخې پرېوزئ او په بالښت د خپل سر او غاړې ساتنه وکړئ.
  • پخلنځی (اشپزخانه) د زلزلې پر مهال خطرناک ځای دی، ژر باید ترې ووځئ او له برېښنايي وسایلو ځان لېرې کړئ.

که له ودانۍ بهر یاست څه باید وکړئ؟

  • که په ازاده فضا کې یاست پر خپل ځای پاتې شئ.
  • که له ودانۍ د وتلو په حالت کې وئ، په زینو ښکته شئ او له لیفټ څخه ګټه مه اخلئ.
  • پرانیستې فضا ته ولاړ شئ او له ودانیو، دیوالونو، برېښنا تارونو او له هر بل شي څخه، چې د لوېدلو خطر لري، لېرې شئ.

که موټرواني کوئ څه باید وکړئ؟

  • موټر مو له نورو وسایطو لېرې په احتیاط ودروئ.
  • د زلزلې تر پایه له موټره مه راکوزېږئ.
  • د امکان تر کچې پر پلونو، د تونلونو په مینځ او تر ونو، د برېښنا پایو او یا ترافیکي نښو لاندې موټر مه دروئ او له هغو شیانو لېرې توقف وکړئ، چې د غورځېدو خطر لري.
  • د بیا حرکت کولو پر مهال احتیاط وکړئ او په سړک ماتو ځایونو او کاڼو ته پام وکړئ.

له زلزلې وروسته باید څه وکړئ؟

  • خپل ځان وګورئ، تر څو زیان مو نه وي لیدلی او یا ټپیان نه وئ.
  • څوک چې مرستې ته اړتیا لري (ماشومان، زاړه، ناتوانه کسان، ټپیان او…) کومک یې وکړئ.
  • که څوک ټپي وي او وینه ترې بهېږي، ټپ یې په پاکه پټۍ یا ټوټه وتړئ.
  • سخت ټپي شوي کسان که له خطر سره نه وي مخ، مه یې ښوروئ.
  • ټپي په کمپله کې پټ کړئ او ګرم یې وساتئ.
  • د اوبو، برېښنا او ګاز نلکې وګورئ، که زیانمنې وي په مناسب ځای کې یې جریان بند کړئ. د اورلګیت او نورو اور اچوونکو وسایلو له کارولو ډډه وکړئ.
  • که په ودانۍ کې یاست باید وروستیو ټکانونو ته منتظر شئ او هڅه وکړئ، چې له ماتو ښيښو او ماتو شیان ځان لېرې کړئ.
  • که اور لګېدلی وي باید ژر تر ژره یې د مړه کولو هڅه وکړئ.
  • وروستي خبرونه واورئ او له بېړنیو حالاتو پرته له تلیفون څخه ګټه مه اخلئ.
  • که له کوره بېرون یاست او حالات د ډاډ وړ وي، په احتیاط کور ته ولاړ شئ.
  • له زیانمنو ودانیو او ویجاړو شویو ځایونو ځان لېرې کړئ.
  • د امکان په صورت کې خوندي او مقاومت لرونکي کالي واغوندئ، تر څو بدن مو څه نا څه له خطره وژغورل شي.
  • په سړک او لارو له درېدو ډډه وکړئ او د مرستندویه ټیمونو تېرېدو ته لاره پرانیزئ.

له زلزلې څخه وړاندې څه ډول چمتووالی ونیسو؟

  • د هرې طبیعي پېښې له پېښېدو وړاندې باید چمتووالی ولرئ او مخکې تر مخکې ډېری پېښېدونکي احتمالي ګواښونه له منځه یوسئ.
  • د لومړنیو مرستو بسته او د اور وژنې کپسول باید ولرئ او کارول یې زده کړئ.
  • د درنو وسایلو او توکو لکه المارۍ، یخچال، تلویزیون او په دېوال را ځوړند وسایلو له خوندیتوب او محکم‌والي ځان ډاډه کړئ. درانه او ماتېدونکي وسایل د امکان تر حده په ښکته ځایونو کې کېږدئ.
  • د کورنۍ له غړو سره په بېړنیو حالاتو کې د اړیکې نیولو یو پلان او طرحه جوړ کړئ.
  • تل باید د درېیو ورځو لپاره خواړه او اوبه ذخیره کړئ او لاسي څراغ باید ولرئ.
  • کور او د اوسېدو ځای مو په خوندي ډول جوړ کړئ، تر څو د زلزلې په وخت امن وي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۸ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۱۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۱۱۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۷۷ کورنیو سره ټولې۵پینځه میلیونه او ۲۴۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۹۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۷۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۴۹۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه ۱۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۲ تنه و، هرات، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۶۵ زره کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۲ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۲۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۱۱۶۳ تنه راستانه شویو کډوال درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۱۹۵ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۸۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۲۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۳۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۷۹ تنه و، کندهار، هرات، زابل، لوګر، پکتیکا، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته یو میلیون، ۱۵۱ زره او۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱۴ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۷۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۶۷۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۲۲۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې یو زر او ۶۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو نهه زره او ۵۵۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه یو زر او ۲۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې اووه زره او ۲۴۲ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې میلیونه، ۶۸۳ زره او۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زر او ۴۸۴ کورنیو سره ټولې۱۲ میلیونه او ۵۶۶ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته درې زره او ۲۷۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې ۸۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۷۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰ کورنیو سره ټولې ۱۹۹ زره  افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: انګور اډه کې ۱۲۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.   

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 د هلمند له بهرامچې څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱ تنه و، د هلمند خانشین ولسوالۍ ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته ۴۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۸ کورنیو سره ټولې۳۱۲ زره  افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۸۸۰‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۵۱۰ تنه و، تخار، بلخ، جوزجان، کندوز، بغلان، خوست، سمنګان، فاریاب، پروان، لوګر، دایکنډي، کاپيسا، پکتیا، او کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې میلیونه،۴۲۷ زره او ۱۴۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:               دوه زره او ۷۳۵ کورنۍ او ۱۶ زره او ۳۳۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال:           دوه زره او ۳۰۲ کورنۍ او ۱۲ زره او ۶۱۴ وګړي

مرسته شوي کډوال:             دوه زره او ۶۰۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          درې زره او ۴۶۹ عدده

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال ترکیې ته سفر کړی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یو پلاوي په مشرۍ ترکیې ته سفر وکړ.

په دې پلاوي کې د کرنیزو څېړنو د انسټیټیوټ لوی رییس مولوي نصرت‌الله طلحه، دکرنې وزارت د دفتر رییس مولوي محمدحسین خورشید احمد، د وزارت د مقام حقوقي سلاکار ډاکتر بشیر احمد پیام  او یو تخنیکي ټیم شامل دي.

 کرنې وزارت وایي، د دې سفر موخه په ترکیه کې د کرنې له څېړنیزو مرکزونو او پروژو لیدنه او د دواړو هېوادونو د چارواکو او متخصصینو ترمنځ د کرنیزو څېړنو او پرمختیايي چارو په برخه کې د نظرونو تبادله ده.

یاد وزارت زیاته کړې، دغه سفر کولای شي، د افغانستان او ترکیې ترمنځ د کرنیزو څېړنو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو برخه کې لازیاتو همکاریو ته زمینه برابره کړي.

یو شمېر هېوادونو د ختیځو ولایتو له زلزله‌ځپلو سره غمشریکي څرګنده کړې

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر اېوايا تاکېشي د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي او غمشریکي کړې ده.

ښاغلي تاکېشي ویلي، چې جاپان د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او دغه هېواد به په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه کېدو په برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي.

همدارنګه د المان د بهرنیو چارو وزارت د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله ژوره خواشینې ښودلې او له زلزله‌ځپلو سره یې د خواخوږۍ شریکولو ترڅنګ دوی ته تسلیت ویلی.

ورته مهال د سویس د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي کړې ده.

 یاد وزارت ویلي، په کابل کې د خپل بشردوستانه دفتر له لارې له زلزله‌ځپلو سره مرسته کوي.

دغه‌راز د قطر بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د قربانیانو له کورنیو او اسلامي امارت سره هم خواخوږي ښودلې ده.