د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند تېره ورځ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په کندوز ولایت کې د کندوز سپين زر سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه.
ملا عبدالغني برادر په لومړي سر کې په مشرقي ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا دعا وکړه او د هغوی کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کړ.
نوموړي ځان له زلزله ځپلو کورنیو سره په دې غم کې شریک وباله او ویې ویل، د اسلامي امارت ټول اړوند مسوولین لاس پکار دي او له شته امکاناتو څخه په کار اخیستو یې د پېښې سیمو ته رسېدنه کړې ده.
ورپسې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د کندوز سپين زر سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو چارو پرانیستغونډې په مراسمو کې وویل، د عامه سکتور ترڅنګ د خصوصي سکتور له لوري په هره کچه پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې مهمه برخه تشکیلوي.
نوموړي زیاته کړه، د پانګونې له مخې په هېواد کې دننه د ناخالص تولید او صادراتو کچه زیاتېږي، صنعت وده کوي او په ټوله کې ورسره د هېواد عاید زیاتیږي چې دا پر ټولنیزه هوساینه مثبت تاثیر لري.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په کندوز ولایت کې د عامه خصوصي مشارکت له لارې د درېیو سوداګریزو ودانیو جوړېدل مهم وبلل او له اړوندو شرکتونو څخه یې وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره په پوره صداقت او روڼتیا ترسره کړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي امارت له لوري ټولو سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې ټولو ستونزو ته به یې پر وخت رسېدنه کېږي او په ټولو برخو کې به ورسره اړینه همکاري کوي.
د یادونې وړ ده، چې په دې پروژو کې د پینځه میلیارده او ۴۲۶ میلیونو افغانیو په پانګونې د سپين زر نړیوال سوداګریز مرکز چې په ۶۳ جریبه ځمکه د درېیو کلونو په موده کې جوړیږي.
همدارنګه د ۳۰۰ میلیونو افغانیو په پانګونې د سیمسارۍ سوداګریز مارکېټ چې پر دوه جریبه ځمکه په یو کال کې او د ۵۷۶ میلیونو افغانیو په پانګونې د لوښو خرڅونې او برېښنايي سامان الاتو مارکېټ چې په دوه جریبه ځمکه په یو کال کې جوړیږي، شاملې دي.