ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند د دښتې لیلې د شهیدانو ارواح ته دعا وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر ترڅ کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۱ نېټه په جوزجان ولایت کې د دښتې لیلې د شهیدانو مزار ته ورغی او د هغوی سپېڅلې ارواح ته یې دعا وکړه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د دښتې لیلې د شهیدانو قربانۍ نه هېرېدونکې وبللې او زیاته یې کړه، د اسلامي نظام د اقامې په لاره کې د هغوی قربانۍ بې سارې دي او اسلامي امارت به د هغوی د ارمانونو پوره کولو لپاره پوره هڅه وکړي.