تخار کې د سپین زر سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو چارې پيل شوې
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي په لسمه نېټه په تخار ولایت کې د تخار سپين زر سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه.
ملا عبدالغني برادر په لومړي سر کې په مشرقي ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ شفا دعا وکړه او د هغوی کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کړ.
نوموړي ځان له زلزله ځپلو کورنیو سره په دې غم کې شریک وباله او ویې ویل، د اسلامي امارت ټول اړوند مسوولین لاس پکار دي او له شته امکاناتو څخه په کار اخیستو یې د پېښې سیمو ته رسېدنه کړې ده.
ورپسې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د تخار ولایت د سپين زر سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو چارو پرانیستغونډې ته وویل، د عامه سکتور ترڅنګ د خصوصي سکتور له لوري په هره کچه پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې مهم جز جوړوي او د افغانستان اسلامي امارت یې ملاتړ کوي.
ښاغلي برادر اخوند په هېواد کې د پانګونې ارزښت ته په اشارې سره وویل، په خدماتي او تولیدي اساساتو کې پانګونه د هېواد د اقتصادي رشد او پراختیا له اساسي عواملو څخه ګڼل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، پانګونه تولیدي ظرفیتونه او صادرات زیاتوي، صنعت ته پراختیا ورکوي، کاري فرصتونه رامنځته کوي او په ټوله کې ورسره د هېواد عاید زیاتیږي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په تخار ولایت کې د دې لوی سوداګریز ښارګوټي جوړېدل مهم وبلل او ویې ویل، چې دا به د هېوادوالو پر اقتصادي او ټولنیزه هوساینه مثبت اغېز ولري.
ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي امارت له لوري ټولو سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به یې په وخت رسېدنه کېږي او په ټولو برخو کې به ورسره اړینه همکاري کوي.
د یادونې وړ ده، چې د تخار ولایت سپين زر سوداګریز ښارګوټي کې د غله جاتو، میوه جاتو، پیاز او کچالو، ساختماني توکو او درملو سوداګریز مارکېټونه په پام کې نیول شوي، چې ټولټال پرې د عامه خصوصي مشارکت له لوري دوه میلیارده ۴۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي.
دغه ښارګوټی په ۶۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې د پینځو مارکېټونو له جملې یې نن د غله جاتو مارکيټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او د پاتې څلورو مارکېټونو د جوړېدو چارې یې پيل شوې.
د تخار ولایت سپين زر سوداګریز ښارګوټی به په ټولیز ډول له دوه زرو زیات دوکانونه ولري، چې زرګونو هېوادوالو ته به کاري زمینه هم برابره کړي.
همداراز ملا عبدالغني برادر اخوند په تخار کې د خصوصي سکټور له لوري د موټرونو د خرڅلاو، موټرونو مینځلو، د نجارۍ دوکانونو او د ساختماني شرکتونو د دفترونو پروژې د جوړېدو چارو پرانیسته هم وکړه. پر دې پروژه ۱۸۰ میلیون افغانۍ پانګونه کېږي.
د عامې روغتیا وزیر زلزلهځپلو د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه بېړنۍ غونډه وکړه
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د ختیځ زون په ځانګړې توګه په کونړ کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د ښې رسېدنې لپاره له خپلو مرستیالانو او اړوندو ریاستونو سره د رهبرۍ په کچه بېړنۍ غونډه وکړه.
په دې غونډه کې مولوي نور جلال جلالي اړوندو مسوولینو ته د وضعیت د لا ښه څار او زیانمنو شویو ته د رسېدنې اړوند اړینې سپارښتنې وکړې.
نوموړي همداراز، د معالجوي طب لوی ریاست او ولایتي مسوولینو ته د معیاري او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو او د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی ریاست مسوولینو ته د ناروغیو څخه د مخنیوي په موخه هم اړینې سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، چې د زیانمنو شویو روغتیايي وضیعت ته په سمه توګه رسېدنه وکړي.
د زلزلې له امله د افغانانو د شهادت او زیانونو په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام!
بسم الله الرحمن الرحیم
په ډېره خواشینۍ سره چې تېره شپه د زورورې زلزلې په وجه په ننګرهار، کونړ، لغمان او ځینو نورو ولایتو کې زموږ ګڼ شمېر افغانان شهیدان، ټپیان او زیانمن شوي دي.
انا لله و انا الیه راجعون
اسلامي امارت د دغې دردونکې پېښې له امله ټولو زیانمنو شویو کورنیو ته د زړه له کومي تسلیت وایي او خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.
له الله جل جلاله څخه شهیدانو ته جنت الفردوس، ټپیانو ته بېړنۍ شفا او خپلوانو ته یې جمیل صبر او جزیل اجر غواړي.
د اسلامي امارت ټولو اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه کېږي، چې د پېښو ځایونو ته ځانونه ورسوي، د شهیدانو د تدفین، د ټپیانو د معالجې او د زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره له خپلو شته امکاناتو څخه ګټه واخلي او د هېواوالو ښه خدمت وکړي.
همدا ډول له ټولو افغانانو څخه هم هیله کیږي، چې د یادې پیښې له زیانمنو شویو کورنیو سره د سرپنا، خوړو او جامو په برخه کې مرستې ونه سپموي او خپله وجیبه ترسره کړي.
الله تعالی دې راتلونکي کې مسلمانان له دا ډول افتونو او پېښو څخه خوندي وساتي. امین یا رب العلمین
د افغانستان اسلامي امارت ۱۴۴۷/۳/۹ھ ق ۱۰/۶/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/9/1
انتونیو ګوترش: په دې سختو حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یوو
دغهراز د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ټپيانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې.
نوموړي پر په خپله اېکس پاڼه په یوه پيغام کې ویلي، چې په دې سختو حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یوو.
ښاغلي ګوترش ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ډلې ګډ کار پيل کړی او له زیانمنو سره به د مرستې په موخه ټولې هڅې وکړي.
په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د هېواد په یو شمېر ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې له زلزله ځپلو سره خواخوږي ښودلې ده.
دغه سازمان ویلي، چې د دوی ډلې په سیمه کې شتون لري او له زیانمنو کسانو سره بېړنۍ مرستې کوي.




