د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص د یوه پلاوي په مشرۍ « د شاهین ساتنې درېیم نړیوال فورم» کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، دا لومړی ځل دی چې افغانستان ته په یاد نړیوال فورم کې د ګډون لپاره رسمي بلنه ورکړل شوې ده.
یادې ادارې زیاته کړې، دغه نړیوال فورم د سپتمبر له درېمې څخه تر شپږمې پورې د روسیې د ولادیوستوک ښار په فار ایسټرن فدرال پوهنتون کې ترسره کېږي.
یاد فورم د روسیې د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ په ٢٠٢٣ کال کې د نادرو مارغانو د ساتنې او د ښکاري مارغانو د نسل د ورکېدو د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی.
په دې درېیم « نړیوال فورم» کې د ګڼو هېوادونو د چاپېریال ساتنې ادارو استازي، د طبیعت د ساتنې نړیوالې اتحادیې غړي، د څېړنیزو مرکزونو متخصصین او د ایکو- توریزم فعالان ګډون لري.
د فورم د اجنډا مهم ټکي د نادرو ښکاري مارغانو د ساتنې لارې چارې، د طبیعي نفوسو د بیا احیا اغېزمنې طریقې، د روزنې او بیا رغاونې مرکزونو د تجربو شریکول، د غیر قانوني ښکار د مخنیوي تدابیر، د نوې ټیکنالوژۍ کارونه، د عامه پوهاوي لوړول او د ایکو- توریزم وده ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، سږکال به په دغه نړیوال فورم کې د «شاهین مارغانو نړیوال لیلام» هم ترسره شي چې د هغې عواید به د شاهین کورنۍ د بیا را ژوندي کولو او د ساتنې مرکزونو، علمي څېړنو او اکولوژیکي ګرځندوی د پراختیا لپاره ځانګړي شي.
د یادې ادارې په وینا، افغان پلاوی به په غونډه کې د افغانستان د نادرو مارغانو د اوسني وضعیت، د هغوی د ساتنې لپاره د دولت او اړوندو ادارو د تدابیرو او راتلونکو عملي پروګرامونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړي.
د پلاوي ګډون به دا زمینه برابره کړي چې افغانستان د نورو هېوادونو له بریالیو تجربو ګټه واخلي او په ځانګړې توګه د شاهین د ساتنې او د هغوی د روزنې کلتور ته لا نور پام وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د تېرو دوه فورمونو په پایله کې د روسیې، چین، قرغزستان، قزاقستان، منګولیا، متحده عربي اماراتو، بحرین او قطر ترمنځ د «سپین شاهین» د نفوس د ساتنې په اړه ګډه اعلامیه لاسلیک شوې وه.
شاهین د افغانستان د طبیعي شتمنیو له مهمو سمبولونو څخه دی او په اسلامي نړۍ کې ځانګړی ارزښت لري. له همدې امله د افغانستان د پلاوي ګډون په دغه نړیواله غونډه کې د هېواد لپاره یو مهم ډیپلوماتیک او چاپېریالي ګام ګڼل کېږي.










