د چین ولسمشر شي جین پینګ د شانګهای همکاریو سازمان ناسته کې ویلي، چې د دې سازمان امنیتي مجموعه اوس سیمه کې د سولې او ثبات ساتلو لپاره “زیات مسوولیت” لري.
د نړیوالو رسنیو د راپور پر بنسټ، دغه راز شي جین پینګ د ټولو ښکېلو طرفونو پر اجماع په ټینګار سره ویلي، چې د شانګهای همکاریو سازمان ماموریت د دې سازمان د غړو هېوادونو پرمختګ او هوساینه ده.
یاد سازمان په وروستیو کلونو کې خپل غړیتوب پراخ کړی څو د هند، پاکستان، ایران او بیلاروس په څېر سیاسي ځواکمن هېوادونه د بشپړو غړو په توګه شامل کړي.
د یادونې وړ ده، چې د شانګهای همکاریو سازمان ناسته تېره ورځ ( یک شنبه، د اګسټ ۳۱مه) د چین په تیانچین ښار کې د ۲۰ هېوادونو د مشرانو په ګډون پیل شوه او نن به هم دوام لري.

