ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جلال اباد – کونړ لویه لار بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې د جلال – اباد کونړ لویه لاره چې تېره شپه د زلزلې او ځمک‌ښوېدنې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.

د نوموړي په وینا، چې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني هم ننګرهار ولایت ته سفر کړی او د کونړ او ننګرهار ولایتونو د ټولګټو رییسانو او اداري ټیمونو ته یې امر کړی، چې له نورو ټیمونو سره په همغږۍ دې د لارو پاکولو سربېره زلزله ځپلو هېوادوالو سره نورې اړینې همکارۍ وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال په سیمه کې د ځمکې خوځښتونه لیدل کیږي او په سیمه کې د یاد وزارت ټیمونه د لارو د پاکولو لپاره چمتو دي.

 دغه راز ښاغلي حق‌شناس زیاته کړې، چې د کونړ ولایت د مزاردرې او د ديوه ګل درې سرکونه هم د وسایطو د تګ او راتګ پرمخ تدل شوې دي، چې د نورو ادارو د ګمارل شویو ټیمونو په همکارۍ سره یې د پاک کولو چارې کړندۍ روانې دي او هڅه کوي چې یاد مسیرونه بیرته پرانیزي.

د ټولګټو وزارت رهبري د یادې زړه بوږنونکې پیښې شهیدانو ته د اللهﷻ له ستر دربار څخه د جنت الفردوس او ټپیانوته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي.