ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده کړو وزیر محصلینو ته په خطاب کې؛ د نظام ساتنه او د هېواد ابادي د ځوانانو مسولیت دی

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د غزني تخنیکي پوهنتون اتمې دورې د محصلینو د فراغت په مراسمو کې کې ګډون او وینا کړې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د امر با المعروف او نهي عن المنکر وزارت نظامي مرستیال، د مرکزي دارالافتاء غړی مفتي محمد طاهر احمد، د امارتي ادارو یو شمېر استازو، د غزني تخنیکي پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، محصلینو او د فارغو محصلینو د کورنیو غړو ګدون کړی و.

شیخ ندا محمد ندیم فارغو محصلانو ته په خطاب کې ویلي: « نظام تاسو ته اړتیا لري تاسو هڅه وکړئ، چې د خپل مسلک او رشتې اړوند د افغانستان په بیارغونې او پرمختګ کې ونډه واخلئ او له شته فرصت څخه ښه استفاده وکړئ.»

نوموړي زیاته کړې، چې د دې نظام ساتنه ستاسو ځوانانو مسولیت دی او موږ ټول باید د نظام په هغو چارو کې مرسته وکړو کوم، چې ورته اړتیا وي او نظام ورسره لا غښتلی کېږي.

ښاغلي ندیم همدارنګه له فارغ شويو محصلینو غوښتي، چې د افغانستان د دښمنانو دسیسو او بې ځایه تبلیغاتو ته د پام نه کوي او په خپل هېواد کې دې پاتې شي، ځکه دا وطن د ټولو کور دی او پر ټولو یو شان حق لري.

همدارنګه په دغه غونډه کې د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور په خپلو خبرو کې یادو محصلینو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د دوی پر زده کړو، د استاد، نصاب او تحصیلي چاپېریال پر اغېزو مفصلې خبرې کړې دي.

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نظامي مرستیال، د غزني ولايت مرستيال والي، د غزني تخنیکي پوهنتون رسیس او يو شمېر نورو علماء کرامو او مشرانو هم د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه ارزښتناکې خبرې کړې دي.

د یادونې وړه ده، چې د غزني تخنيکي پوهنتون له اتمې دورې الکترو میخانیک او جيولوژي او کانونو له پوهنځیو څخه ۱۴۴ تنه انجنیران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.